Homeخبرونهمولوي کبیر: له برېتانیا سره« په ځانګړي ډول» مثبت تعامل غواړو

مولوي کبیر: له برېتانیا سره« په ځانګړي ډول» مثبت تعامل غواړو

تاند (پنجشنبه، د جدې ۲۱ مه) د طالبانو د رژیم د درئیس الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان لپاره د برتانیا له شارژدافیر رابرټ چارترټن دکسن سره لیدلي.

د مولوي عبدالکبیر دفتر ویلي، چې نوموړي د افغانستان او برتانیې اړیکې دوستانه وبللې او زیاته یې کړه :اسلامي امارت نړۍ او په خاصه توګه له بریتانیا سره مثبت سره تعامل غواړي.

سرچینه زیاتوي: نوموړي وویل چې برېتانیا دې د افغانستان رښیتنی انځور نړۍ ته وړاندې کړي او له ا.ا سره دې تعامل وکړي.
د مولوي کبیر د دفتر له قوله، د برېتانیا شارژدافیر په دې ناسته کې ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د تلپاتي سولې او ثبات طرف دار دی او له همدې امله له نړیوالو سره د افغانستان د اړیکو او تعامل په برخه کې هڅې کوي.
 بل لور ته: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې د برېتانیا شارژدافیر د دغه وزارت له سیاسي مرستیال عباس ستانکزي سره د لیدنې پر مهال په نږدې راتلونکي کې د طالبانو رژیم سره د تعامل زیاتیدو خبر
ورکړی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...