Homeخبرونهطالبانو د ښځو د نیونو په اړه د یوناما اندېښنه رد کړه

طالبانو د ښځو د نیونو په اړه د یوناما اندېښنه رد کړه

تاند (پنجشنبه، د جدې ۲۱ مه) طالبانو د ښځو او نجونو د نیونو په اړه د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت، یوناما اندېښنه بې ځایه وبلله.

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي: افغان مېرمنې حجاب مراعتوي، زور زیاتي ته اړتیا نه شته او د امربالمعروف له لوري هم له چا سره زور زیاتی نه دی شوی.

ده د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت اندېښنې ته په اشارې ویلي، په دې اړه شوي پروپاګند حقیقت نه درلود.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې ذبیح الله مجاهد د بدحجابۍ په تور د یو شمېر ښځو او نجونو نیونې تایید کړې وې خو یادونه یې کړې وه چې هغوی له لنډې مودې وروسته بېرته پرېښودل شوې دي.

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت، یوناما نن د طالبانو له لوري په وروستیو کې د بدحجابۍ په تور د نجونو او ښځو پر نیونو ژوره اندېښنه ښکاره کړه.

یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي، داسې اسناد یې ترلاسه کړي چې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت کسانو د روانې جنورۍ له لومړۍ څخه په کابل او دایکنډي ولایتونو کې د بدحجابۍ په نوم یو شمېر ښځې او نجونې نیولي دي.

د ملګروملتو مرستندوی ماموریت همداراز وايي چې په پلازمېنه کابل کې ډېر شمېر ښځو او نجونو ته خبرداری ورکړل شوی او نیول شوي. همداراز د دایکنډي ولایت په مرکز نیلي کې هم ښځې او نجونې نیول شوي دي.

طالبانو په کابل او نورو ولایتونو کې د حجاب په نوم د ښځو د نیونو په اړه ضد و نقیض څرګندونې کړي دي.

ځینو طالب چارواکو په دې تړاو د چا د نیولو ادعا رد کړې، ځینو نورو یې تایید کړې او ځینو یې بیا ویلي چې د لنډ وخت لپاره یې یو شمېر بد حجابه ښځې نیولي او بېرته خوشي کړي دي.

1 COMMENT

  1. افغانان د خپل وطن ، دین او ناموس په هکله ډېر حساس دي ، هر هغه چا چې دغو مسایلو ته په سپکه سترګه کتلي ، پایله یې داسې ورکاوی دی ، چې بیا به هېڅکله افغانستان ته راستانه نه شي .
    خلک او پرچم ، ستم او شعله چپ ګوندونو د افغانستان دین ته په سپکه وکتل له خپلو مجاهدنما مشهور قوماندانانو سره لکه احمد شاه مسعود ، تورن اسمعیل ټول له دې وطنه ورک شول .
    جمهوریت والو د نړیوالې ټولنې په نوم له وطن او خاورې سره خیانت وکړ، حال یې تاسو ټولو ولید. هغه درې نړیوالې زورواکې امپراتورۍ چې دلته یې ماته وخوړه ، زمونږ پر وطن د تعرض او سپکاوي له امله مخ توري شول .
    له ښځو سره سپک ،غیر انساني او غیر اسلامي چلند لومړي سقاو ، ټالبانو د ملاعمر په واکمنۍ کې تاسو ولید چې په نتیجه کې د ولس د غوسې له امله په زرګونو جنګیالی یې له خاورو لاندې شول .
    دغو مودرنو ملایانو لکه چې بیا له خپلو پرونیو اشتباه ګانو څه زده نه کړل ، له ښځو ، معارف او لوړو زده کړو سره د دښمني له امله هغه بیا تکراروي ، او که داسې یکته تازي کوي ، د جهالت له خرو را ښکته نه شی ، خاتمه به یې تر ټولو بده وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...