شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد کابل په چاودنو کې څو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کابل په چاودنو کې څو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (پنجشنبه، د جدې ۲۱ مه) طالبانود کابل په لوېدیځ کې چاودنه تایید کړه او ویې ویل چې په دې برید کې ۲ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي.

کابل نن د دوو چاودنو شاهد و.

د طالبانو د کابل د پولیسو ویندوی خالد ځدراڼ فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د دشت برچي په چاودنه کې ۲ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي.

چاودنه ماسپښین مهال د برچي سیټي سنټر د سوداګري مرکز مخته شوې ده.

یوې بلې سرچینې وویل چې په دې پېښه کې د یوې نجلۍ په شمول ۶ تنه وژل شوي او لږترلږه ۱۵ نور ژوبل شوي دي.

د پېښې ځای له ګڼې ګوڼې ډک وي نو ویره شته چې مرګ ژوبله ډیره وي.

تراوسه پورې د دې چاودنې، چې ویل کېږي له درو بجو وروسته شوې، مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

لومړۍ چاودنه سهار د خیرخانې مېنې ۵۰۰ فامیلي څلور لارې او ابومسلم خراساني جومات ته نژدې وشوه.

د دې چاودنې په نتیجه کې د مرګ ژوبلو او تاوانونو په اړه دقیق معلومات لا هم نه شته خو د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو یوې وسله والې مخالفې ډلې یې مسوولیت په غاړه اخیستی او پر خپله ایکسپاڼه یې ادعا یې کړې چې په دې برید کې یې ۳ طالبان وژلي او ۲ نور ژوبل کړي دي.

دې جبهې همداراز ادعا کړې چې په چاودنه کې د طالبانو دوه رینجر ویجاړ شوي دي.

طالبانو د لومړۍ چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې د دې اوونۍ د شنبې په ورځ په دشت برچي کې په یوه کاسټر موټر کې د چاودنې په نتیجه کې ۳ تنه ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول. د دې برید مسوولیت داعش سختدریځې ډلې په غاړه واخیست.

د نن ورځې له دوو چاودنو سره په مجموع کې روانه اوونۍ کابل د ۴ چاودنو شاهد و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب