شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+په لندن کې د ارواښاد استاد پسرلي لسم تلین غونډه کېږي

په لندن کې د ارواښاد استاد پسرلي لسم تلین غونډه کېږي

تاند- د برتانیا په پلازمېنه لندن کې د لندن افغان ادبي بهیر او هارو کاونسل سوسایټۍ له لورې د جنوري په ۱۲ مه نېټه د استاد محمد صدیق پسرلي لسم تلین ته غونډه جوړېږي.

په دې غونډه کې چې د لندن پر وخت ماښام شپږ نیمې بجې پلان شوې د استاد په ژوند، شعر، داستاني اثارو او یادښتونو خبرې کېږي.

په ویناوالو کې به استاد اسدالله غضنفر د استاد پسرلي په نوي چاپ شوي کتاب، کندز په تېره پېړۍ کې خبرې کوي چې د یادښتونو یوه وړه برخه یې ده.

کیسه لیکوال او کره کتونکی عبیدالله محک د ارواښاد پسرلي د غزلونو په ټولګې غزلبڼ وینا لري.

شاعره او لیکواله اغلې پروین ملال او کیسه لیکواله او کره کتونکې ډاکټره شریفه شریف په ژوند او اثارو خبرې کوي.

کیسه لیکوال او کره کتونکی وکیل سوله مل شینواری د استاد پسرلي د ناولونو ژبې ته کتنه کړې ده.
کره کتونکی او لیکوال اکبر کرګر د استاد پسرلي په یوه غزل کې عرفاني اړخ څېړلی او شاعر او لیکوال افضل ټکور د استاد شعرونه څېړي.

د غونډې جوړونکي وايي هڅه کوي چې دا ناسته د فېسبوک له لارې په ژوندۍ بڼه خپره کړي.

استاد محمد صدیق پسرلی د ۲۰۱۴ کال د جنوري په ۱۲ مه نېڼه د هند په پلازمېنه ډیلي کې ومړ او په کابل کې خاورو ته وسپارل شو.

ادرس:

Victoria Hall, 1-3 St John’s

Road, Harrow

HA 1 6QT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب