جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپه افغانستان او څو ګاونډيو هیوادونو کې د زلزلې ټکانونه

په افغانستان او څو ګاونډيو هیوادونو کې د زلزلې ټکانونه

تاند(پنجشنبه، د جدې ۲۱ مه) یوې نسبتاً زوروې زلزلې، چې مرکز یې د هندوکش په غرونو کې وو، د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو ګڼې سیمې ولړزولې.

د جرمني د زلزله پېژندنې ادارې پر اساس، د دې زلزلې، چې د افغانستان د غرمې په یوولس بجې او ۵۶ دقیقې وشوه، شدت د ریښتر په حساب ۶ اعشاریه ۴ درجې و.

خو رویټرز خبري اژانس د اروپا د مدیترانې د زلزله پېژندنې د مرکز پر اساس، د دې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه ۲ ښوولی دی.

د دې زلزلې ټکانونه د کابل په شمول د افغانستان په یو شمېر ختیځو ولایتونو او همداراز په پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او هندوستان کې هم احساس شوي دي.

د دې زلزلې مرکز د بدخشان ولایت له مرکز فیض اباد  څخه ۶۷ کیلومتره لېرې تر مځکې ۲۰۸ کیلومتره لاندې ښوولی شوی دی.

تراوسه پورې د دې زلزلې له حکبله داحتمالي مرګ ژوبلو او تاوانونو په اړه کوم راپور نه دی ورکړای شوی.

وړمه ورځ هم په بدخشان کې زلزله احساس شوې وه چې شدت یې نننۍ ته ورته بلل شوی و.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...