شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهشېخ دلاور: د ۱۰ میلیارده افغانیو قراردادونه مو وکړل

شېخ دلاور: د ۱۰ میلیارده افغانیو قراردادونه مو وکړل

تاند (پنجشنبه، د جدې ۲۱ مه)  د طالبانو د کانونو او پټرولیم د وزیر شېخ شهاب الدین دلاور دفتر نن ویلي چې، نوموړي د څلورو شرکتونو له مسئولینو سره؛ په هرات، بغلان او پروان کې د سرو زرو، اوسپنې، کرومايټ او ډبرو سکرو د لويو کانونو د څلورو ساحو قراردادونه لاسليک کړل.

سرچینه زیاتوي: ټاکل شوې ده پر يادو کانونو د ۱۰ ميليارده ۱۵۰ ميليونه ۹۱۰ زره ۸۲۵ افغانيو په ازرښت پانګونه وشي او زرګونو هېوادوالو ته د کار زمينه برابره شي.

د اړوندې خبرپاڼې له مخې، د “حضرت بلال خالد لیمتد شرکت” د ۱۵۱ میلیونه ۷۲۸ زره ۱۹۵ افغانیو په ارزښت، په ۱.۶ کیلومتره مربع ساحه کې د هرات د کرخ ولسوالۍ د ډبرو سکرو د استخراج او پروسس په برخه کې پانګونه کوي او په کال کې د پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت خلکو ته ټولنیز خدمتونه وړاندې کوي.

شیخ دلاور زیاته کړه چې د “مدثر آشنا او باختر یونین د استخراج او پروسس شرکت” د ۱۲۴ میلیونه ۹۷۹ زره ۱۰۰ افغانیو په ارزښت، په ۵.۳۳ کیلومتره مربع ساحه کې د بغلان د دوشي ولسوالۍ د سره زرو د اکتشاف او پروسس په برخه کې پانګونه کوي چې د ټولنیزو خدمتونو د وړاندې کولو ارزښت یې پنځه میلیونه افغانیو ته رسېږي.

د هغه په وینا، د “همګرایان غرب شرکت” هم د ۱۴۰ میلیونه ۱۰۵ زره ۴۵۹ ډالرو په ارزښت، په ۱۶.۸۱ کیلومتره مربع ساحه کې د هرات د پشتون زرغون ولسوالۍ د اوسپنې ویلي کولو او پروسس په برخه کې پانګونه کوي او په کال کې د پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت خلکو ته ټولنیز خدمتونه وړاندې کوي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست د معلوماتو له مخې؛ د “علیم شاه بابا او جاوېد نیازي د کانونو د استخراج او پروسس شرکت” د ۱۸۰ میلیونه ۲۰۶ زره افغانیو په ارزښت، په ۴.۷۱ کیلومتره مربع ساحه کې د پروان د کوه صافي ولسوالۍ د کرومایټ د اکتشاف، استخراج او پروسس په برخه کې پانګونه کوي او له قرارداد سره سم به خلکو ته ټولنیز خدمات وړاندې کړي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، په پرله پسې ډول د کانونو د قراردادونو خبرونه ورکول کیږي، خو منتقدان یې نیوکې لري چې دغه رژیم مسلکي کسان نه لري او له قانوني طی مراحلو او داوطلبۍ پرته یې کانونه لیلام کړي.

طالب چارواکي بیا دا ډول نیوکې بې اساسه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب