شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهایران: د کرمان پېښې اصلي عامل یو تاجکستانی و

ایران: د کرمان پېښې اصلي عامل یو تاجکستانی و

تاند (پنجشنبه، د جدې ۲۱ مه) سره له دې چې د طالبانو د رژیم مخالفانو د ایران په کرمان کې د ترسره شویو چاودنو ملامتي افغان خاورې ته راجع کوله، د ایران د استخباراتو وزارت نن وویل چې د کرمان د چاودنو اصلي عامل یو تاجکستانی وګړی و.

د ایران د دولتي خبري اژانس، ایرنا د راپور له مخې، د استخباراتو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د چاودنو اصلي عامل د عبدالله تاجکي په نوم یو تاجکستانی و.

دا وزارت همداراز وايي، عبدالله تاجکي د دسمبر په نولسمه له یوې ښځې او یوه ماشوم سره له جنوب ختیځو پولو په قاچاقي لارو ایران ته راغلی او د کرمان ښار په څنډه کې یې کور کرایه کړی و.

د ایران د استخباراتو وزارت تر دې وړاندې یوازې دومره ویلي و چې د کرمان د چاودنو یو عامل د تاجکستان تبعه و او د هغه نوم یې هم نه و څرګند کړی.

د روانې جدي په ۱۳ مه په کرمان کې د ایران د سپاه پاسدران د قدس ځواک د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د تلین په غونډه کې دوو چاودنو تر ۹۰ ډېر کسان ووژل.

د وژل شویو کسانو په منځ کې لږترلږه ۱۲ تنه افغانان هم شامل دي.

داعش یا د اسلامي دولت د خراسان څانګې د دې برید مسوولیت ومانه.

د ایران د پارلمان مشر څو ورځې مخکې تهران ته د تاجکستان د پارلمان د مشر د سفر پر مهال ادعا وکړه چې په سیمه کې د داعش رېښې په افغانستان کې دي او له دغه ځایه بې ثباتي خپروي.

د طالبانو د رژیم چارواکي بیا ټینګار کوي، چې د افغانستان له خاورې هیڅ کوم هېواد ته خطر نه دی پېښ او دوی د داعش ډله په بشپړ توګه ځبلې او له فعالیته غورځولې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب