شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهملاهبت الله اخوندزاده له فضل الرحمان سره کتلي

ملاهبت الله اخوندزاده له فضل الرحمان سره کتلي

تاند (پنجشنبه، د جدې ۲۱ مه) ځینې سرچینې وايي چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان په کندهار کې د طالبانو له مشر ملاهبت الله اخوندزاده سره کتلي دي.

تر دې مخکې ځینو سرچینو ویلي و چې ملاهبت الله اخوندزاده نه غواړي چې له ملافضل الرحمان سره وویني.

خو بي بي سي وايي چې د طالبانود حکومت یوې مهمې سرچینې ورته ویلي چې دوی دواړو په کندهار کې سره لیدلي دي.

د طالبانو یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط تاند ته د هبت الله اخوندزاده او فضل الرحمان کتنه تایید کړه.

مخکې تر دې چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ مولانا فضل الرحمان کابل ته سفر وکړي، پاکستاني رسنیو ویلي و چې نوموړی غواړي چې کندهار ته هم لاړ شي او د طالبانو له مشر سره وویني.

د طالبانو حکومت او ویندویانو یې تراوسه پورې د مولانافضل الرحمان او ملاهبت الله اخوندزاده د کتنې په اړه څه نه دي ویلي.

ملاهبت الله اخوندزاده عموماً له بهرنیانو سره نه ویني.

ده په کابل کې د طالبانو د ريیس الوزرا ملامحمد حسن اخوند په شمول له بیلابیلو چارواکو سره ولیدل او د ټي ټي پي په شمول یې پر یو لړ مسایلو ورسره خبرې وکړې.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب