شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د بېوزلۍ غميزه/ دوکتور اجمل ښکلی

د بېوزلۍ غميزه/ دوکتور اجمل ښکلی

د چا وينا ده، چې په دويم نسل کې بېوزلي جرم دى. د افغانستان خوځند سياسي حالات د دې هېواد پر ټولنيزو شرايطو مستقيمه اغېز لري. هر ځل چې سياسي حالات کاواکه کېږي، د عام انسان ژوند ورسره اغېزمنېږي او دا اغېزمنتيا زياتره وخته عامه او ملا ماتوونکې وي. 

خو زموږ د خلکو په غربت کې يوازې د سياسي حالاتو نه، د دوى خپل لاس هم دى، چې مهم اړخ يې د ژوند لپاره د پلان نه درلودل دي. 

زياتره افغانان توکلي ژوند کوي. که نن يې دوه روپۍ وګټلې، هغه پينځه ورځې خوري. چې هغه خلاصې شي، بيا د نورو د ګټلو هڅه کوي. 

د پلان نه لرلو تر شا لوى لاس د بېسوادۍ دى، ځکه تر نالوستي د لوستي انسان د ښه ژوند چانس ډېر وي. هغه کارونه چې نالوستى يې کولى شي، لوستى يې هم کولى شي، خو برعکس نالوستى د لوستي د وس کارونه نشي کولى.  

د غربت او د هېواد په کچ د پاتېوالي يو لامل د راروان نسل په اړه زموږ د رژيمونو بېغوري هم ده. تقريبا په تېرو څو لسيزو کې د افغانستان حکومتونو يوه ګټوره طرحه جوړه نه کړه، چې راروان نسل څرنګه وروزي او د ژوند ستونزې څرنګه ورهوارې کړي. د حکومتونو دا بېغوري د عامه پوهاوي د نشت په بڼه ليدى شو. هره کورنۍ د خپل واک ده، چې څومره بچي راوړي او څرنګه يې ساتي. 

که د کورنۍ په کچ راشو، هرې کورنۍ يو لښکر بچي راوړي. د روزنې او پالنې غم يې ورسره نشته. زه دوه اوونۍ مخکې کلي ته تللى وم، په هر کور کې يو عالم ماشومان ګرځېدل. يو خپل کره لاړم. ما ويل، دا د چا ماشومان دي. ويل يي، دا نهه زما دي، څلور له يوې ښځې او څلور له بلې او دا شپږ مې د پلار دي. چې ماشومانو ته مې کتل، په غربت او خيرو کې ورک وو. ما ويل، دا څرنګه سمبالوئ. ويل يې خداى يې ساتي. 

زموږ د خلکو يو ناسم دود دا دى، چې خبره ورته وکړې، له دين سره تړاو ورکړي، خوله دې دروتړي. ما ويل، خداى خو تا ته عقل او لاس و پښې درکړي. هغه وايي، چې ته حرکت کوه، زه به پکې برکت اچوم؛ خو ستا لاس و پښې دومره حرکت کولى شي، چې دا يو لښکر بچې، چې څرنګه ښايي، هغسې وساتې؟

په نوره نړۍ کې چې سړى او ښځه واده کوي، يو پلان لري، چې څومره وخت وروسته بچي راوړو او څومره راوړو. هغوى بيا له خپلو اقتصادي شونتياوو سره سم بچي راوړي، ځکه بچي که د خداى نعمت دى، ورسره زحمت هم دى. مور و پلار له يوه پلوه له خپله ژونده باسي او له بله پلوه بايد تکليف ورسره وګالي او امکانات ورته پيدا کړي. تر ډېر بحث وروسته چې ماشوم راوړي، بيا يې روزنې ته پاملرنه کوي. په مخ کې يې په لوړ غږ خبري نه کوي او هڅه کوي، چې هره هيله يې ورپوره کړي. 

کله يوې کورنۍ د کمو بچو خواهش د هېواد نفوس د کمښت له ګواښ سره مخ کړي. په ځينو اروپايي هېوادونو کې له همدې وېرې حکومتونه کورنۍ په مالي امکاناتو هڅوي، چې بچي راوړي. هېوادونه د خپلو سرچينو او نفوس ترمنځ د توازن د ساتلو هڅه کوي؛ خو کله دا توازن د کورنيو له خوا د ډېرو يا کمو بچو په راوړلو مات شي.

په دې توګه دوه لوري پکې ښکېل وي، يو حکومت او بل کورنۍ. حکومت هڅه کوي، چي کورنۍ په دې قانع کړي، چې ډېر يا کم بچ ولې راوړي؛ خو کورنۍ بالعموم د هېواد د اړتياوو نه، بلکې خپلو اقتصادي سرچينو او خپل وخت ته ګوري، چې څومره بچي ساتلى شي. 

په پرمختللو هېوادونو کې حکومتونه د کورنۍ دنده ترسره کوي، خپلو وګړيو ته ښه اقتصادي او ټولنيزو شرايط برابر کړي او له همدې امله يې ډېر صلاحيتونه له کورنيو د قوانينو د جوړولو په مټ اخيستې. 

افغاني ټولنه چې قبايلي ټولنه ده، ډېرو بچو، په تېره ډېرو زامنو ته د ښې راتلونکې په سترګه ګوري او څرنګه چې دلته حکومتونه کمزوري وي او په ډېرو مسايلو کې مداخله نه کوي، نو کورنۍ ځان او خپله ځمکه او شته له تربوره او دوښمنه د ډېرو بچو په زور ساتي او کله ترې د بل پر ځمکه د بلوسې لپاره ترې هم کار اخلي. 

په افغانستان کې د بېوزلۍ يو لامل دا دى، چې د کار سرچينې کمې دي او نفوس مخ په زياتېدو دى؛ خو د کورنۍ په کچه دا يوه جلا غميزه ده. 

د کورنيو لانجو او غربت لامل دا هم دى، چې ډېر بچي هم راوړي او بيا يې ترمنځ واټن هم نه ساتي. که د يوه سړي پينځه جريچه ځمکه او دوه بچي وي، ګوزاره يې پرې کېږي؛ خو که بچي يې اته شي، دا پينځه جريبه ځمکه يې نشي ساتلى. پلار بايد دا کم امکانات لا په ډېرو برخو ووېشي، چې اتو بچو ته يې ورسوي، چې له دې سره د ماشوم هيلې خو پر ځاى پرېږده، هغه د خوړو، لباس او زده کړو اړتيا هم  نشي ورپوره کولى، چې په راتلونکې کې يا د خپلو غوښتنو لپاره ناسمې لارې ونيسي يا د پلار د غربت لار ونيسي او لا پسې غريب شي. 

د غربت بلا په يوه بله لار هم راځي او هغه د ټيټ منګ ودونه دي. زموږ يو کليوال دى، د تېر کال په سر کې يې خپل څلورم اوولس کلن زوى ته واده وکړ. سږکال يې بل کشر ته واده وکړ، چې نجلۍ د پينځلسو کلو ده. تر واده وروسته مې وليد، ويل يې ولي مې سپک شول. تېر کال يې چې کوم زلمي زوى ته واده کړى، هغه اوس هم وزګار دى او يو لمسى هم بابا ته ورترغاړه شوى، چې د ډاکټر لګښت يې پر نيکه دى. کورنۍ يې د تېرو کلونو په نسبت لا بېوزلې شوې او په پورونو کې ډوبه شوې.

زموږ د خلکو دا ارمان وي، چې د زوى واده وويني. په نوره نړۍ کې مور و پلار خپل ارمانونه د بچو له راتلونکې ځار کړي، موږ د بچو راتلونکې د خپلو ارمانونو له سره بلهاروو. د دې پر ځاى چې خپل ارمان د بچي په ښې راتلونکې، زده کړو او په خپلو پښو په درولو کې ووينو، ارمان مو دا وي، چې د بچي واده په ژوند ووينو او يو څو ورځې پکې نڅاوې او اتڼونه وکړو. زموږ يو خپل دى، د اتلس کلن بچي چې په دولسم کې دى، واده کوي. تر واده وروسته چې مسؤوليتونه زياتېږي، يوه زلمي ته اسانه نه وي، چې خپلې زده کړې بشپړې کړې؛ نو له دولسم نه فارغ زده کوونکى به همغه د پلار په امکاناتو ژوند کوي او له دې سره به لا دا کورنۍ بېوزله کېږي. 

په افغانستان او پښتونخوا کې چې د سرچينو او نفوس ترمنځ توازن له منځه تللى، ورځ په ورځ نفوس زياتېږي او امکانات کمېږي. کرنيزې ځکمې په کورونو بدلېږي او ولس لا محتاجېږي.

زموږ د بېوزلۍ يو بل لامل د خپلو سرچينو ناسم لګښت دى. اوونۍ مخکې په کابل کې زموږ د يوه کليوال د زوى سنتګري وه. زوى يې چې په اووو لوڼو له پاسه شوى، نازولى دى. په سنتګرۍ کې يې د واده هومره لګښت کړى و او له کلي يې زياتره خپلوان راغوښتي وو. دوه ورځې او دوه شپې خوراکونه او لګښتونه وو. له کلي يې هم که دوه کسه راغوښتي وو، شپږ ورته راغلي وو. له يوه کوره ورته پينځه وروڼه له خپلو مېرمنو او يو عالم بچو سره راغلي وو. له کابل نه چې تلل، کرايه ورسره نه وه، يو بل ته يې زارۍ کولې، چې کرايه ورکړي. يو ولس چې دومره ساده شي، چې په سوړ ژمي کې په سنتګرۍ کې دومره لګښت کوي او بل کرايه نه لري؛ خو رامنډې وهي، نو هغه به څه له بېوزلۍ راووځي. بايد د خپلو امکاناتو او لګښتونو ترمنځ توازن وساتو، که نه د بېوزلۍ بلا به مو ژر کور راسپېره کړي. 

هوښيار خلک پر خپلو ستونزو او بېوزلۍ فکر کوي، لاملونه يې معلوموي او هڅه کوي، چې خپل ژوند بسيا کړي، بچي کم کړي او امکانات زيات کړي. د کمو امکاناتو لپاره د ډېرو بچو راوړل هم پر ټولو بچو ظلم دى. يو کوچنى چې ساتلى نشې، ولې يې زېږوې او بيا د هغه له امله خپله شته بچي لا زهيروې.   

2 COMMENTS

  1. سلامونه،
    استاذ ښکلی اجمل د افغان وطن د بیوزلۍ غمیځه له هر اړخه شاربلې ده.او پای کې ې د حل لیاره هم په ګوته کړېده ،خو که څوک( کورنئ او چارواکي) ېې په عمل کښې ثابت کړي.
    ګورۍ هند او چین یا نورو پر نفوسو ملکونو ته چې د بلیون یا میلیارد یا ارب وګړو سره بیا هم بیوزلي نه دي؛ د نړۍ په اقتصاد،صنعت،ټکنالوژۍ ، امن، او سیاست کې لمړۍ خبره کوي! دا په دې چې هر څه ې خپل کنترول او توازن لاندې نیولي او د غیرو له احتیاجه ې ځانونه خلاص کړيدي!!
    څو کاله مخکې زمونږ د کابل انتاني شفاخانې یو چپړاسي به هر وخت دا مقوله تکراروله:
    “خوشا به حال کسیکه دخلش شش و خرجش پنج باشه
    و بدا به حال آنکه دخلش ۵ و خرجش ۶ باشد!!”
    -یوه خبره بله چې افغانان د همچشمۍ او سیالۍ او شریکۍ د ناوړه دودونو ښکار هم ګرځي
    په کوژدنو،ودونو، حتی په مړو کې د ثخاط او خیرات او داسی نور…
    بله دا چې فمیلي پلاڼنګ ته د کفر په سترګه ګوري …حالداچې همدا پوکستین وایی “چوټا خاندان زندګی آسان

  2. د ښاغلی محترم اجمل ښکل لیکنی به هم د هر لیکوال لیکنو غوندی د وولس او وطندوستی د حس انعکاس وی چی البته د هری لیکنی او هر بیان په هکله به د ” نظر ” وړاندی کول هم د هر چا مدنی حق وی.
    ښاغلی استاد ښکلی د خپلو له تشویش او اضطراب څخه ډکو څرګندونو په ترڅ کی ” د ډیرو اولادونو درلول ” هم یوه غمیزه ګڼلی ده چی البته خپل دلائل ئی هم وړاندی کړی دی.
    امّا زما په نظر:
    په یوه نورماله او عادی ټولنه کی د زیادو اولادونو درلودل نه یوازی غمیزه ده بلکه یو لاهوتی موهبت او محبت دی.
    په افغانستان کی په هر کیلو متر مربع کی تر ۶۰ کم وګړی اوسی چی دا د نړی د نیمائی هیوادونو په پرتله یو ډیر ښه حالت دی ضمناً افغانستان یو غنی او بډای هیواد دی چی د هر اړخیز وضعیت د ښه کیدو په صورت کی به د ټولو افغانانو د ژوند په هره برخه کی ( نن یا سبا یه بله ورځ یا بل کال یا لس شل کلونه وروسته ) ژور مثبت بدلون را منځته سی ).
    بله خبره دا ده چی زموږ په ټولنه کی ځینی مروج اصطلاحات ظاهراً مزخرفات ښکاری خو که څوک ښه ځیر سی نو پوه به سی چی مزخرفات هم نه دی بلکه حقیقت او یو رمز ئی شا ته پروت دی.
    مثلاً
    خلګ یا د اولادونو خاوندان وائی خدای پاک رازق او روزی رسان دی، داسی ښکاری چی همداسی هم ده ( هیڅ څوک له لوږی نه مری البته عمومی قحطی او عمومی طبیعی آفت بیله خبره ده چی د تاریخ په مختلفو پړاوونو کی ئی مختلفی ټولنی ځپلی دی ).
    بل عرض می دا دی چی غربی ټولنی مادی او مالی ستونزی نلری خو یوازنی لویه ستونزه ئی د نسل د کمبود بحران دی همدا علت دی چی غربی هیوادونو خپلی دروازی د مهاجرینو پر مخ پرانیستی دی. غربیان بشری او کاری قوی ته سخته اړتیا لری ( د مرګ او زیږ توازن ئی برابر نه دی بناً مهاجرین منی څو د خپلو هیوادونو نفوس کچه ثابته وساتی ضمناً په مهاجر ماشوم د شلو کلونو په اوږدو کی مثلاً دوه لکه ډالره مصرفوی خو څلویښت نور کلونه د څلویښتو میلونو ډالرو کار تری اخلی ( که احیاناً یو دوه ځوانان مجرمین هم وخیژی بیا ئی هم زیان نه دی کړی، حد اقل د زندان پرسونل ئی هم په کار لګیا سویدی ههههههه) .
    نو خبره می دا ده چی موږ باید د خپل وطن د هغو کورنیو په هکله ډیر تشویش ونلرو کوم چی ډیر اولادونه لری او باید هیله مند اوسو چی یو وخت مو دا ښکلی وطن د آبادی او ودانیدو او ترقی پر لیاره ګام کیږدی او ټول بچی مو نیکمرغه ژوند ولری.
    رشتیا بله خبره هم را یاده سوه؛
    په اروپا کی د ښادیو په مراسمو کی ډیر لګښت یو احمقانه او اِسرافانه کار دی ځکه ډیر کسان ( میلمانه ) د غوړو او خوږو خوړو سره ستونزه لری او اکثره کسان تر خوړو وروسته پښیمانه وی او یا اکثره کسان د خوړو لپاره نه بلکه د موزیک او ( جشن ) ننداری ته ورځی بناً زوم او ناوی باید د درانه واده د مصرف روپی خپلو ځانو ته وساتی او د اړتیا وړ اجناس په واخلی امّا زموږ غوندی هیواد کی که یو شتمن کس د ځان یا اولاد لپاره درانه او پراخ مراسم ترتیب او د کوڅی ګاونډیان او نور دوستان او آشنایان په ګیډه ماړه کړی نه یوازی ناوړه او اِسرافانه کار نه ګڼل کیږی بلکه صدقه او ثواب باید حساب سی البته په دی شرط چی د واده د مصرف روپی ئی ذخیره کړی وی او د پور او سود روپی نه وی او نه هم د سیالی شیطانی انګیزه پکی دخیله وی.
    دا وه د نن ورځی د هوا حالات.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب