یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+پاکستان کې رېښتیا نرښځیان جومات کې ګډیدلي؟

پاکستان کې رېښتیا نرښځیان جومات کې ګډیدلي؟

له څو ورځو راهیسې په پاکستان کې له یوه جومات سره د نرښځیانو د ګډیدو ویډیوګانې پر ټولنیزو رسنیو لاس په لاس کیږي او پراخ بحثونه پرې روان دي.

دا بحثونه، کابل ته د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند د مشر ملا فضل الرحمن له سفر سره لا زیات شوي.

فضل الرحمن د خپل دغه سفر پر مهال، په ضمني ډول د افغان نجونو  پر زده کړو د طالبانو د رژیم بندیزونه توجیه کړي او په فلسطین کې روانې جګړې ته په اشارې یې ویلي، چې هلته مسلمانان وژل کیږي او دلته د نجونو د زده کړو پر موضوع نیوکې دي.

د فضل الرحمن منتقدانو ویلي، چې هغه په دې توګه د افغانانو د ذهنونو د منحرفولو او د نجونو د زده کړو د ځنډ مسئله عادي ښودل غواړي.

دوی تر ډېره د پاکستان یوه جومات سره د نرښځیانو د ګډیدو ویډیو خپره کړې او هغه ته یې په خطاب کې لیکلي، چې ولې د داسې کړنو پر وړاندې غږ نه پورته کوي؟

ویډیو څه کیسه لري؟

د پښتونخوا د کواټ د دره ادم خېل یوه پولیس مشر اسد خان ویلي، چې دا ویډیو د دوی د کاري مسوولیت له سیمې سره تړاو لري.

د هغه په وینا، هلته د واده په مراسمو کې یو شمېر خلکو د جومات مخې ته نرښځې، یا ایجړا ګان ګډولي، چې اوس دوی پرې د مذهب د سپکاوي قضیه درج کړې .

د پولیس مقام په غبرګون کې یوه نرښځي، چې ویډیو کې د ګډا پر وخت لیدل کیږي، ویلي چې دوی د جومات مخې ته نه؛ بلکې یوه حجره کې ګډا کړې، خو ویډیو یې جعل کاري شوې ده.

پاکستان کې د ودونو او خوښیو پر مهال او له دې پرته هم په ښار وبازار کې د نر ښځو یا ایجرا ګانو ګډول یو عام رواج دی.

د دغه هېواد په پارلماني ټاکنو کې، چې اوس ځنډول شوي، یو شمېر نرښځیانو د وکالت لپاره هم ځانونه نوماندان کړي وو.

1 COMMENT

  1. په پاکستان کې دا ډول مسایل عام دي هغه کسان چې څه وخت یې هلته تیر کړی وي ددغه ډول ډیرو پیښو شاهدان دی د لاهور په مشهور جومات کې د یوې پیښي شاهده زه هم یم چې د یوې ډرامې د ثبت پر مهال یوه نڅاګره په یاد جومات نڅیدله دهغه ځای په مطبو عاتو تر ډیرو ورځو په دی بحثونه کیدل ، یو بل وخت مې په ورځپاڼه کې ولوستل چې د کراچي د (کلفټن ) د سیمي بد لمنو ښځو ته يې ورکشاپ دا یر کړی و او ددوي د مسلک اړوند یې ورته تد ریس ورکاوه ( کلفټن ) او (ډفینس ) سیمې څنګ پر څنګ او د کراچې د سوداګرو او مالدارو خلګو کورونه پکښې اباد دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب