سوله د ټول انسانيت او طبيعت لپاره حياتي ارزښت لري.
د هر ژوندي مخلوق د ژوند کولو لپاره سوله ضرورت دی.
سوله د ژوند ښکلا ده.
ژوند سوله ده او سوله ژوند دی.
په سوله کي د ټولو ګټه ده.
په جګړو کي ګټي مه لټوئ!
خدای ج په هوا او اوبو کي هم حيواناتو ته روزي رسوي، وږي نه پاتېږي؛ موږ او تاسو خو لا د وچي مخلوق يو، له لوږي به نه مرو.
په سوله کي ژوند کولای شو او د کايناتو له ښکلاوو او د خدای له راکړو نعمتونو خوند اخيستای شو؛ مګر په جګړه کي فقط ژوندي يو، خو ژوند نشو کولای.
په جګړه کي نه له دنيا خوند اخيستای شو او نه د دين په خوند پوهېږو.
جګړه هغه حالت او بدمرغي ده، چي انسان له انسانه ډار کوي.
جګړې او شخړي هغه وحشتونه زېږوي، چي له هغو ځايونو خواخوږي مينه، وسيله، خواخوږي او حتا انسانيت کډه وکړي.
په انساني جګړو کي چي کوم د وحشت اثار او نښي موږ او تاسو ليدلي دي/ وينو؛ انسان پر دې شکمن کړي، چي ايا انسان اشرف المخلوقات و/دی؟!
په سوله او امن کي د هر ژوندي مخلوق خير او ګټه ده.
هغه هيوادونه او ملتونه چي د جګړو په لمبو کي سوځي او ناارامه دي؛ هغوی ته د دې نعمت قدر ښه معلومېږي.
سوله يو نعمت او جنت دی.
جنګ او جګړه د يوه ملت د تمدن، تهذيب او پرمختګ دښمنه ده.
ټولنيز نزاکتونه، کلتوري ارزښتونه، اصول، نظم او قانون له منځه وړي؛ ګډوډۍ او خپلسرۍ زېږوي.
جګړو ځپلې ټولنه تل نورو ته لاس نيولې او د نورو متاجه وي.
جګړه د يوه ملت پر ژبه، ادب، کلتور، پوهي، اخلاقو ناوړه او منفي اغېزه کوي او په ټوله کي ډېر لوی مادي او معنوي زيانونه لري.
جګړې او شخړي که داخلي وي که بهرنۍ؛ پر کلتور او فرهنګ يرغل هم دی، چي يو ملت په معنوي مرګ په تدريجي ډول وژني.
سوله او امن دومره ښکلي او خواږه نومونه دي، چي خلکو پر لور او زوی ايښي دي؛ خو د شر، جنګ او جګړې له نامه هم کرکه کېږي.
جنګ او جګړه هيڅ ژوندی موجود ژوند کولو ته نه پرېږدي، هر ګړی مرګ ويني او هره شېبه مري.
په سوله او امن کي د ټولو ژونديو او غير ژونديو موجوداتو بقا، ښېرازي، خوشحالي او هوسا ژوند نغښتی دی.
هر ځای او هر وخت د تلپاتي سولي او امن په هيله!