Homeخبرونهکابل کې پاسپورټ ریاست سر له نن څخه لیکلې عریضې مني

کابل کې پاسپورټ ریاست سر له نن څخه لیکلې عریضې مني

تاند (چارشنبه، د جدي ۲۰مه) د افغانستان د پاسپورټ ریاست لپاره د طالبانو چارواکو ویلي، چې سر له نن چارشنبې به کابل کې د پاسپورټ د مراجعینو لیکلې عریضې ومني.

د دغه ریاست ویاند نورالله پتمن ویلي، چې پاسپورټ غوښتونکي دغه ریاست ته له خپلو عریضو سره ورتللی شي.

هغه زیاتوي، چې له کابل وروسته په نورو ولایتونو کې هم د لیکلو عریضو د منلو پلان شته.

روانه اوونۍ د طالبانو چارواکو وویل، چې د تخنیکي ستونزو له امله نور په انلاین ډول د پاسبورټ ترلاسه کولو سیستم ځنډول شوی او خلک به له لیکلو عریضو سره ورځي.

د خلکو غبرګونونه او اندېښنې بیا بېلابېل دي.

یو شمېر خلکو ویلي، چې په انلاین غوښتنلیکونو یې په یوه کال کې هم د پاسپورټ اخیستو لپاره د بایومیتریک چانس نه دی پیدا کړی، خو ځینو نورو بیا د لیکلو عریضو ور وړلو ته اندېښنه ښودلې او ویلي چې په دې توګه به پاسپورټ اخیستل ورته لا ستونزمن شي.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له پرځیدو وروسته نیږدې هر افغان د پاسپورټ اخیستو هڅه کوي، چې د ډېرو دا هڅه په مختلفو دلایلو د هېواد پرېښودو لېوالتیا ګڼل کیږي.

په پاسپورټ اخیستو کې خلک د پراخ فساد د موجودیت ادعا هم لري، خو طالب چارواکي یې بې اساسه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...