یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهایران کابل کې د افغانستان په اړه سیمه ییزه غونډه جوړوي

ایران کابل کې د افغانستان په اړه سیمه ییزه غونډه جوړوي

تاند (چارشنبه، د جدي ۲۰مه) په کابل کې د ایران سفارت پر خپلې ایکس پاڼې، د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د ځانګړو استازو د غونډې جوړولو د پلان خبر ورکړی.

دغه سفارت زیاتوي، چې دې غونډې ته د تماس ډلې نوم ورکړل شوی او په اړه یې د ایران ځانګړي استازي او د دغه هېواد د سفارت سرپرست کاظمي قمي د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر ملا امیرخان متقي سره هم لیدلي.

سرچینه زیاتوي، چې ملا متقي د دې پلان هرکلی کړی.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دې غونډې خبر داسې مهال ورکړل شوی، چې روانه میاشت د ملګرو ملتونو او روسیې په کوربه توب هم د افغانستان په اړه د ځانګړو غونډو خبر ورکړل شوی.

تازه، د ایران د پارلمان رئیس پرون تهران ته د تاجکستاني سیال د سفر پر مهال یې د ایران په کرمان ښار کې وروستیو خونړیو چاودنې ته په اشارې ویلي چې د داعش سیمه ییزې سرچینې په افغانستان کې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب