یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهطالب مقام: ۸۰۰ ښځینه بندیانې لرو

طالب مقام: ۸۰۰ ښځینه بندیانې لرو

تاند (چارشنبه، د جدي ۲۰مه) د طالبانو یوه مقام ویلي، چې د افغانستان په زندانونو کې شاوخوا ۸۰۰ ښځینه بندیانې لري.

د زندانونو د تنظیم لپاره د طالبانو د ادارې نظامي مرستیال حبیب الله بدر ویلي، چې دا ښځې په بېلابېلو جرمونو تورنې دي.

سرچینې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

هغه دغه راز د افغانستان د ټولو زندانونو بندیان شاوخوا ۱۹ زره کسان ښودلي، خو د هغوی د تورونو او نورو جزیاتو په اړه یې هم څه نه دي ویلي.

پر طالب چارواکو نیوکه ده، چې د جمهوري نظام د یو شمېر منسوبینو په ګډون یې خپل زیات منتقدان او فعاله څېرې بندیان کړي، خو دوی په دې اړه تورونه بې اساسه بولي.

په وروستیو ورځو کې د طالبانو لخوا د « بد حجابۍ» په نوم په کابل کې د یو شمېر ښځینه وو د نیول کیدو خبرونه هم ورکړل شوي، چې طالب ویاندویانو یې په اړه ضد ونقیضې څرګندونې کړي، خو مخالفانو یې او نورو خلکو توند غبرګونونه ورته ښودلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب