شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد هېواد ته ستنیدونکو افغانانو لپاره له نړیوالې ټولنې د ستانکزي د...

د هېواد ته ستنیدونکو افغانانو لپاره له نړیوالې ټولنې د ستانکزي د مرستې غوښتنه

تاند (سې شنبه، د جدي ۱۹ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي له بهرنیو هېوادونو څخه د ستنیدونکو افغانانو لپاره له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه.

نوموړي نن د افغانستان لپاره د ناروې له سرپرست سفير پاول کلومن بکن سره د لیدنې پر مهال دا غوښتنه کړې.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د هغه له قوله لیکلي: که څه هم موږ د راستنېدونکو کډوالو لړۍ ښه مدیریت کړې، خو لاهم اړتیاوې شته او د پوره کولو لپاره یې د نړیوالو همکاریو ته هیله من یو.

طالبانو په خپله اعلامیه کې ادعا کړې، چې کلومن بکن په دغه کتنه کې د دوی په راتګ سره په افغانستان کې د ثبات، امنیت او د اقتصادي لاسته راوړنو تر څنګ هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو د ښه مدیریت ستاينه وکړه.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ په يو شمېر نورو دوه اړخيزو موضوعاتو هم خبرې اترې وشوې.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، پاکستان او ایران په سلګونه زره افغان کډوال په زوره ایستي، چې دوی هېواد ته له ستنیدو وروسته له ګڼو ستونزو شکایت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب