شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهوسلوالو د کابل په ګاونډ کې د برېښنا پایه بیا په بمونو...

وسلوالو د کابل په ګاونډ کې د برېښنا پایه بیا په بمونو الوځولې

تاند، جمعه، د جوزا ۲ مه: د افغانستان د برېښنا شرکت چارواکي وايي، چې تیره شپه نامعلومو وسلوالو د پروان ولایت اړوند (ګل غونډۍ ـ او فیان شریف) سیمه کې د وارداتي برېښنا ۴۶۴ نمبر ستنې ته په بمونو چاودنه ورکړې ده.
د برېښنا شرکت وحیدالله توحیدي تاند ته زیاتوي،  د دغه برېښنا پايې دوه برخې یې لږې زیانمنې شوې دي خو د برېښنا جریان نه دی قطعه شوی.

نوموړی وایي، د انجینرۍ ځانګړی ټیم یې سېمې ته رسېدلی دی او په لنډه موده کې به وتوانېږي چې د تخریب شوې پايې برخې ورغوي.

د کابل او ورسره د تړلو ولایتونو د برېښنا پایې وخت نا وخت د وسلوالو له لورې په بمونو الوځول کیږي چې جوړول یې بیا هیوادوال ډیری ورځې له برېښنا محروم کړې وي.

2 COMMENTS

  1. باید په پروان ولایت کې کور په کور تلاشي واخیستل شي، او پولیس باید دا دنده سرته ورسوي، او په دغه سیمه کې باید دولت د تخریب کارانو په موخه خپل استخباراتي کسان وګماري، او په ولسي کچه خلکو ته د مجرمینو په ګوتو کولو باندې انعام او سوغات وټاکي .
    تر څو دغه اشرار له پخو وغورځول شي، دا خو کابل ته ډیر نژدې ولایت دی، او یو ستر سرخوږی جوړي..
    په دغه ستنه باندې چې څومره تاوان راځي ، همدا بیرته د وُلس نه د جیب نه اخیستل کیږي.. نو باید ولسونه په خپله دولت سره مرسته وکړي .
    او که داسې نه وي، باید دولت لومړی د پروان په ولایت بشپړه بریښنا قطعه کړي ، چې دوی ته پته ولګیږي ..

  2. دا کار د طالبانو ندی بلکه داهغه پخوانی داړه ماران دی چی ۴۰ کاله یی د هیوادوالو وینی وځبښیلی او دا کار ددله امله یی کوی چی شمیر سپی وسلوال د قسم خواره عبدالله په پریکړه خو شحاله ندی نو ځکه داکار کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب