تاند، جمعه، د جوزا ۲ مه: په لویدیځ هرات ولایت کې د طالبانو د ځینو چارواکو په ګډون ۱۴ وسلوال وژل شوي دي.
د دې ولایت سیمهییز چارواکي وايي، په شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو د قوماندانانو په شمول تر ۱۰ زیات وسلهوال په پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي.
د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد تاند ته په استول شوې خبر پاڼه کې ویلي، چې د امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې تیره ورځ د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې ترسره شول، شااوخوا ۱۴ تنه طالبان چې د دې ډلې قوماندانان هم پهکې شامل دي، وژل شوي دي.
د ښاغلي فرهاد په وینا چې په دې عملیاتو کې د وسلهوالو طالبانو یوه زیاته اندازه وسلې او مهمات هم لهمنځه وړل شوي دي او مرکزونهیې ویجاړ شوي دي.
ښاغلی فرهاد وایي، په دغه عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
خو وسلهوالو طالبانو بیا تر دې مهاله د دغه عملیاتو او د دوی وسلوالو ته د اوښتو زیانونو په اړه رسنیو ته څه نه دې ویلي.