جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهټرمپ له کورونا د مړو شویو نږدې ۱۰۰ زره امریکایانو په ویر...

ټرمپ له کورونا د مړو شویو نږدې ۱۰۰ زره امریکایانو په ویر ماتم اعلان کړ

تاند، جمعه، د جوزا ۲مه: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د کورونا ویروس له امله د مړو شویو امریکایانو په یاد به راتلونکې درې ورځې د دغه هېواد بیرغ نیمه ځوړند وي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د فدرال ادارو په ټولو ودانیو او ملي څلیو به د ماتم په نیت د امریکا بیرغ نیم ځوړند شي.

ښاغلی ټرمپ وایي، دوشنبه به د هغه امریکايي نارینه او ښځینه اوسېدونکو، روغتیا پالو او عسکرو د درناوي لپاره چې د امریکا لپاره‌ یې زیاتې سرښندنې کړي بیرغ نیم ځوړند کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره شپه د امریکا میشیګان ایالت ته تللی و او هلته یې هم د کورونا ویروس په خاطر د امریکایانو د سختیو یادونه کړې وه خو نن سهار یې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې سر له دوشنبې به درې ورځې د امریکا بیرغ نیمه ځوړند وي.

ټرمپ وایي، امریکا یو داسې ملت دی چې د خپلو هیوادوالو قربانۍ هیڅکله نه هیروي او دوی به پخپلو زړونو کې د هغو ټولو کسانو یادونه تازه ساتي چې امریکا له لاسه ورکړي دي.
په امریکا کې نږدې یو میلیون او ۶۰۰ زره کسان په کورونا ویروس اخته شوې دي چې له ډلې يې نږدې ۹۵ زره تنه مړه شوي
امریکا چې څو ځله یې د چین دولت د کورونا ویروس د مخنیوي په چارو کې په بېغورۍ تورن کړی دی، تازه یې ولسمشر ټرمپ یو وار بیا چین د خپلو هیوادوالو په وژلو کې یو ډول ملامت ګڼلی او ویلي یې دي دا ویروس له چین راغی چې زرګونه امریکایان یې ووژل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب