سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهد پاکستان سترې محکمې په یوه قضیه کې، په ضمانت د عمران...

د پاکستان سترې محکمې په یوه قضیه کې، په ضمانت د عمران خان خوشې کېدل تایید کړل

تاند (شنبه، د جدي دویمه) د پاکستان سترې محکمې د دولتي رازونو د افشا کولو په قضیه کې د پخواني صدراعظم عمران خان او د هغه د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي د په ضمانت خوشې کېدو غوښتنه تایید کړې ده.

د دوی مدافع وکیل ویلي، نه پوهیږي چې د تحریک انصاف ګوند دا دوه مشران به خوشې شي کنه؟

پر دوی ځینې نور جدي تورونه هم لګول شوي چې د بندي کېدو سبب شوی یې دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پارلماني ټاکنې را نږدې دي او عمران خان او قریشي دواړه پکې له ګډونه منع شوي.

عمران خان ته تر پنځو کلونو له سیاسته د لیرې والي امر هم شوی دی.

هغه له دې سره- سره هڅه کوي چې خپل پلویان ټاکنو ته نوماندان او واکمن مسلم لیګ نواز او نور مخالف ګوندونه وننګوي.

عمران خان د پاکستان په ځوان نسل کې د پام وړ نفوذ څخه برخمن ګڼل کېږي.

له دې سره، مخالفان یې دی ناکام او په فساد تورن بولي، خو ځینې کتونکي باور لري چې له پوځ سره د هغه ورانیدل له واکه د ده د ایسته کېدو او اوسني وضعیت سبب شوی.

څارونکي اټکل کوي چې په پاکستان او د پوځ په ګډون نورو بنسټونو کې یې د خان د پام وړ اغېز به د هغه د منزوي ساتلو هڅې په ګډوډیو ځواب کړي.

1 COMMENT

  1. د خان یوه ناکامي دغه وه چي د افغانانو سره یې خپله خواخوږي ښکاره کړه او دفوج سیاسي شیطانت یې افشاء کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب