جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهکابل کې د لوړپوړو طالب چارواکو په ګډون د یوې مدرسې د...

کابل کې د لوړپوړو طالب چارواکو په ګډون د یوې مدرسې د دستاربندۍ مراسم

تاند (شنبه، د جدي دویمه) په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو او د عصري زده کړو له کمرنګه کېدو سره، د طالبانو د مدرسو شمېر او پالنه زیاته شوې او پرون هم د دوی یو شمېر لوړپوړو چارواکو د کابل د یوې مدرسې په دستاربندۍ کې ګډون کړی و.

د جامعه ریاض العلوم په نوم مدرسې دغې فراغت غونډې ته د طالبانو د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د دوی د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي ورغلي وو.

دغو طالب چارواکو په خپلو ویناوو کې د خپل رژیم په ګټه د ویناوو تر څنګ په دیني مدرسو کې د عصري زده کړو پر زیاتوالي هم ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې طالب چارواکو په یوه تازه راپور کې د دوی مدرسو ته د نجونو پر ورتلو د نه بندیز خبر ورکړی او ویلي چې د هر عمر نجونې دغو مدرسو ته ورتلی شي.

خو ګڼ شمېر افغانان او نړیواله ټولنه له طالبانو سره له څه باندې دوو کلونو راهیسې په دې جنجال لري چې ولې یې د نجونو ښوونځي او د دوی پر مخ د پوهنتونونو دروازې تړلې دي؟

یو شمېر نړیوالو څارونکو د طالبانو په مدرسو کې د روزل کېدونکو کسانو پر روزنې اندېښنه ښودلې او ویلي چې دوی نوی افغان نسل په خپل افراطي فکر روزل غواړي.

طالب چارواکي بیا په دې اړه اندېښنې ردوي او د مدرسو ترڅنګ دیني زده کړو ته هم د پاملرنې ادعا کوي.

طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د عصري زده کړو او نورو دولتي ادارو په تاسیساتو کې د خپل فکر او سلیقې په اساس مدرسې جوړې کړي او د پام وړ امکانات یې ور ته برابر کړي.

له دې سره، د عصري زده کړو د مرکزونو پر وړاندې د بې تفاوتۍ خبرونه زیات شوي او تازه د طالبانو رژیم د لوړو زده کړو اړوند قانون ، مقررې او لایحې لغوه کړي چې منتقدان یې په پوهنتونونو کې د معیارونو خلاف د استادانو په توګه د طالبانو د ګومارل کېدو لپاره زمینه برابرول بولي.

د طالبانو ځینې منتقدان د زده کړو پر وړاندې د دوی دریځ او نورو افراطي کړنو ته په اشارې باور لري چې دوی له افغانستان څخه «طالبستان» جوړول غواړي، خو طالب چارواکي ورته قضاوتونه او ادعاوې بې اساسه بولي.

3 COMMENTS

  1. د محمد داؤد د ملی خائینی کمونیستی کودتا ( د ملی خائینینو حسن شرق او د محمد داؤد چپړاسی بازمحمد په کومک ) په پورتنی تصویر کښی دافغان ملت اوسنی پنجابی قدیانی میوه :
    د محمد داؤد چپړاسی زوی ته : که محمد داؤد واقعآ د رشوتونو مخالف وای نو دده چپړاسی بازمحمد خان به د رشوتونو اخستلو جرأت هیڅکله نشو کولای !! دا ټول غم افغان ملت ته د ملی خائینینو روسی حسن شرق او د محمد داؤد خان چپړاسی باز محمد خان د نظامی غلامو کمونیستانو تنظیم کولو مسؤلیت درلودلو په وسیله رامینځ ته شوۍ دی او ددی ستر ملی خیانت په وسیله افغانانو ته دوزخی روسی اور راوړل شو او متدین صادق کسان ئی د بدنامولو لپاره د رنګارنګو شکنجو سره مخامخ کړی وو حتی یو جاهل منګل بازمحمد نه یوازی د رشوتونو په وسیله ملیونر شو بلکه افغان ملت ئی په دوزخی اور کښی اچولۍ دی ، اوس کمونیستی کودتا په افغانستان کښی محشر جوړکړۍ دی او د خائین چپړاسی زوی اوس کوشش کوی چی د پلار په شان غلامو وحشی طالبانو خدمت ته داخل شی د چپړاسی زویه دا وخت راتلوونکۍدی چی افغان ملت د کمونیستی کودتا ځن‍‍‍ځیری غمونو څخه دائیمی نجات تر لاسه کړی او د تاسو په شان غلامو څخه هم افغانستان پاک کړی چی بیا هیڅکله د چپړاسیانو او حسن شرقیانو خیانتونه تکرار نکړۍ شی او د خوستی کمونیست لکڼوال ، کارملیانو ، تره کیانو ، امینیانو ،‌ غلامو قاتلو تنظیمونو او غلامو قاتلو قدیانیو طالبانو فجایع ګانی ( دا ټول خیانتونه د ملی خائینینو حسن شرق او چپړاسی بازمحمد په مرستو رامینځ ته شوی دی ) به په افغانستان کښی ددائیم لپاره له مینځه تلوونکی وی !!!!

    د خائین چپړاسی اولاده ، د تاسی داد شیطانی فورمول بندی ( څوک چی محمد داؤد پسی بد وائی دا بد ویل لکه چی په ظاهرشاه پسی وی ) کاملآ دروغجنه او غولونکی دی دا ځکه د ستا چپړاسی پلار بادار به بیا ستا فریبکاره ادعا سره باید هیڅکله د ظاهرشاه نسکورولو لپاره کودتا نه تر سره کوله او باالخصوص د کمونیستانو په کومک !!!! افسوس چی د تاسی بی وجدانو خرڅ شوو په واسطه د غیرتی منګلو قوم بدنامی رامینځ ته شوی دی !!!! تاسی کوڅه ئی پست خصلت لرۍ !!!!!

  2. زه فکر کوم پدې یویشتمه پیړۍ کې چې هر څوک کوشش کوي د نړۍ سره ځان برابر کړي د کمپیوټر او تکنالوجۍ دور دی خلک سپوږمۍ ته روان دي لاکن دا د ډبرو د زمانې خلک بیرته شاته روان دي. هر افغان مسلمان او قوي عقیده لري نو باید دین د نورو دنیاوي علومو سره په ټکر کې رانشي. دین عقیده ده او عصري علوم هنر او پرمختګ دی باید عقیده د پرمختګ خنډ نه وي. دوی په لوی لاس د پرمختګ مخه نیسي او دین هم بدناموي او هم ترې د خلکو نفرت پیدا کوي. مدرسې تر اوسه بې له بدبختۍ، مرګ او بربادۍ نه کوم د پرمختګ تاریخ نلري او دا نه یواځې افغانانو ته بلکې وروسته پاتې هیوادو کې هم ازمول شوي او تر اوسه د مدرسې او ضعیفه عقیدې له امله شاته روان دي. مدرسه معنی جهالت او وروسته تګ.

  3. باید عرض وکړم چي زموږ ځینی ملایان او هم ځینی پوهنتونیان د دین نه لازمی شناخت نلری ،نو لاندی ټکی مختصراََ بیانوم ، چي هره برخه کی یی فقهای اُمت او معاصر معتبر علما ورباندی بحث او
    لیکنی لری چی ځینی یی دا دی:
    العلم و الدین توامان اذا افترقا ، احترقا.
    خالق کاینات په قرآن کریم کی ټولو علوم نافعه ته لارښوونه کړی ؛ هومره چي د انسان ضرورت دی ، نور صلاحیت یی اشرف المخلوقات بیا خاصتاََ ورثه انبیاء علیهم السلام ته ورکړی ، یواځی علوم تکوینی یا ساینس کی د یو زر (۱۰۰۰) نه اضافه آیات لری ،چي ساینسی پوهانو ورباندی سلګونه کتابونه
    تر تفاسیر آیات الکونیه پوری لیکلی، نو علوم یا علوم نافعه یواځی هغه ندی چي اطرافی یا زیړو پاڼو کی لیکل شوی .
    حُکم د تحصیل علم فرض دی ؛ هغه علم چي پر هر مسلمان فرض دی او بل هغه علم چي د اسلامی
    ټولنې د ژوند او خود کفایی ضرورت دی ، دا علوم چي له تفسیر ، حدیث ،فقه، سیرت نه نیولی تر تاریخ و جغرافیه ، ریاضیات ، ساینس یاعلوم تجربی ټولی شعبی تر طبابت او ټول هغه علوم چي د انسان په ګټه یا علوم نافعه بلل کیږی ، دی ټولو کی تخصص د اُمت دِ ضرورت په اندازه فرض کفایی بلل شوی .
    ضرور ندی چي ټول انسانان شیخ التفسیر یا شیخ الحدیث وی ، فقهاوو دا واضح کړی ، کوم علم ، څومره او کله فرض کیږی .
    اوس یوه اهمه مسئله چي ځینی طالبان یی پر دین پوری تړی ، هغه د نجونو د تعلیم مسئله ده، چي
    دِ اسلامی اُمت په تاریخ کی سابقه نلری .
    که ښځه او نجونی د کار او درس حق نلری نو دا طالب څنګه کولی شی نجونو ته درس ورکړی ؟
    که طالب حضرات په دعوت او جهاد کی ریښتونی وی نو ولی د طالبانو په ځای خپلو خویندو او لوڼو ته د نجونو د تعلیم کار نه ورسپاری ، بیا خصوصاََ هغه طالب کورنۍ چي پاکستان او عربی ملکونو کی تحصیل کړی ؟
    که هغه شاهزادګانې ، افغانستان کی خدمت نشی کولی نو بیا دی ښځې معلمانې استخدام شی او سابقه د مکاتبو دینی کتابونه هره ۱۲ پاسه خور تدریس کولی شی ، خو د نجونو معلمی په هیڅ صورت نباید طالب ته وسپارل شی ؛ ناجایزه او د اسلامی تربیتی اصولو خلاف کار دی ، دا معلمی
    تخصص نه غواړی، قرآنکریم فرمایی ؛ فسئلوا اهل الذکر ان کنتم لا تعلمون.
    ډیر آسانه او ساده کار دی ، افسوس چي کار ، اهل ته ندی سپارل شوی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب