چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهپاکستان د کابل رژیم له لوري د ټي ټي پي د غړو...

پاکستان د کابل رژیم له لوري د ټي ټي پي د غړو نیول تایید نه کړل

تاند (جمعه ، د جدي لومړۍ)  د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د کابل د رژیم هغه څرګندونې تایید نه کړې چې وایي له یوه کال راهیسې یې تر څلوېښتو پورې د پاکستان د طالبانو د تحریک( ټي ټي پي) غړي نیولي.

ممتاز بلوچ په یوه خبري ناسته کې امریکا ته د پاکستان د لوی درستیز جنرال عاصم منیر د سفر په اړه ومنله چې د ټي ټي پي د ځپلو او نورو مسایلو لپاره یې له امریکا څخه پوځي مرستې غوښتي، خو دا یې رد کړه چې ګواکې په کابل کې د طالبانو د رژیم خلاف هم غوښتنې کړي.

د نوموړې په وینا، دوی افغانستان سره ښې اړیکې غواړي او پر ضد یې د هڅو ملاتړ نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد د پاکستان له نوم اخیستو پرته یو شمېر هېوادونه د دوستۍ له تمثیل سره- سره د دوی خلاف په هڅو تورن کړل.

ملا یعقوب چې د طالبانو په منځ کې یې پلویان د پاکستان ضد دریځ په لرلو تبلیغوي، تر دې مخکې هم د پاکستان خلاف نسبتاً توندې خبرې کړې وې.

څه موده مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د دوی رژیم د پاکستان د تحریک طالبان تر څلوېښتو غړي نیولي او بندیان کړي.

د پاکستان حکومت بیا مخکې له دې غوښتنه کړې وه چې د ټي ټي پي غړي دې ونیول شي او دوی ته دې وسپارل شي.

د کابل د طالب رژیم او پاکستان اړیکې په وروستیو کې ترېنګلې ښکاري چې ځینې یې ترېنګلتیا واقعي او ځینې هم نمایشي بولي.

2 COMMENTS

  1. ګرانې دا نازونه دې په خپل لالي وکړه چې ….
    که تاسې حافظ د هند په بمبي کې د هغه هوټل مجرم ورسپارلی وي او هغه حال دا چې هغه يو نړيوال پېژندل مجرم دی او تاسې يې هم جرم منلی چې اجمل قصاب خو اعدام شو او دا لا پاتې دی، نو افغانان به هم دا کار وکړي.
    دوی خو کډوال دي او ټول ښځې او ماشومان دي. نارينه يې تاسې وژلي دي، نو مړي خو راژوندي کېدای نه شي، نو څه شی دروسپاري او هغوی خو به اوس خاورې هم وي. افغانستان خو له هېچا سره تر اوسه داسې معامله او تړون هم نه لري. هېڅکله يې داسې بدرنګه معامله نه ده کړې او ان تر دې چې په دويم نړيوال جنګ کې يې جرمنان انګرېزانو ته ورنه کړل او په دې وروستيو څو غوبلونو کې اساما هم چا ته ورنه کړ. افغانستان پرې ستاسې د بېناموسو او عزت پلورو له لاسه اشغال هم شو چې هم له امريکا سره په ائتلاف کې وئ. پيسې مو تر ترلاسه کولې او له بل لورې مو طالبان ورته روزل، نو دا فاحشه توب خو ستاسې کار دی چې مشرف دې د څو روپيو د ترلاسه کولو خپل عزت عافيه صديقي هم وپلورله، نو ته خو بلوچه هم يې، نو څه فکر کوې چې يوه ورځ به همدا پنجاب تا هم د هغه سندۍ عافيه صديقي په شان ونه پلوري؟
    پنجاب ولې خپله پنجابۍ نه پلوري؟
    که ته د سړي لور يې، نو همدا ټکی دې بس دی. ستا له اکبر بګيټي سره څه وکړل؟
    ته دا شرم نه لرئ چې د پنجاب لپاره دې له ځانه سپۍ جوړه کړې او هسې بېځايه غپېږې.

  2. ته فاحشې کچنۍ د خپل قوم غم وخوره سي تور پنجابی یې وژنې تف لعنت په تا رڼۍ.طالب نور ستاسي د لاس لانځکه نه ده.دغه طالب به ستاسي د مرګ توره وي 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب