چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهد غزې په اړه ایران ته د ملا متقي سفر

د غزې په اړه ایران ته د ملا متقي سفر

تاند (جمعه ، د جدي لومړۍ) د طالبانو د بهرنيو چارو ملا امير خان متقي تهران ته د يوه پلاوي په مشرۍ په سفر تللی.

د هغه یوه وياند حافظ احمد ضيا، نن په خپله «اېکس» پاڼه ليکلي، ملا متقي نن د یوه پلاوي په مشرۍ د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر په رسمي بلنه، ايران ته روان شو.

د هغه په وینا د ياد پلاوي د سفر موخه، په تهران کې د فلسطين په قضيه کې په عالي رتبه مشورتي سياسي کنفرانس کې ګډون ويل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له ایران څخه په پرله پسې ډول له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند خبرونه خپریږي.

له ملا متقي څخه مخکې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند هم ایران ته په سفر تللی و، خو افغان کډوالو سره د ناوړه چلند د نقدولو پر ځای یې د افغان کډوالو پر وړاندې د ایران چلند ستایلی و.

1 COMMENT

  1. پکه دا دې لا بله سپکه. خپله دې څوک دولت نه بولي نه چا په رسمیت پیژندلی یې او نه کوم نړیوال ارزښت لرې او هم دې خپل ملت د لوږې او بیکارۍ ښکار دی په زرهاو مشکلات لرئ خو د هغه فلسطین غونډې ته ځې چې په دا پنځوس کاله کې نه کوم فلسطیني او حتی عربو ستا د بدبختۍ لپاره اواز ندی اوچت کړی. اوس هغه وخت ندی وروره چې یو مسلمان به د بل مسلمان د دفاع لپاره په اسونو او اوښانو د میاشتو مزل کاوه اوس خبره سیاسي او اقتصادي ده ځکه ته هم د اسلام په نوم د سیاست ښکار شوی یې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب