چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهپه کور دننه د برېښنا د تولید پر زیاتوالي د ملا برادر...

په کور دننه د برېښنا د تولید پر زیاتوالي د ملا برادر ټینګار

تاند (جمعه ، د جدي لومړۍ)  د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ټینګار کوي چې افغانستان باید په کور دننه د برېښنا تولید زیات او له دې اړخه پر ځان بسیا شي.

ښاغلي برادر پرون د شبرغان – ارغندي د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا د لېږد پروژې د پاتې کار د پیل په مراسمو کې برېښنا د افغانستان یوه جدي اړتیا وبلله او ویې ویل، د دوی رژیم له پانګوالو غوښتي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.

هغه زياته کړه، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ترکمنستان برېښنا کابل ته ولېږدول شي او له هغه ځايه به سوېلي ولايتونو ته وغځول شي.

د برېښنا شرکت د مسوولینو د معلوماتو له مخې، د دې پروژې په بشپړېدو سره به شپږ میلیونه کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.

د دوی په خبره، د شبرغان – ارغندي د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي په غځولو سره به ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا له ترکمنستان څخه په مناسبه بیه وارد شي.

طالب او د پرځېدلي جمهوري نظام چارواکو بیا- بیا ورته څرګندونې کړي، خو خلک یې خبرې تر ډېره تشریفاتي بولي او وایي عملي برخه یې په نشت حساب ده.

د افغانستان نږدې ټوله برېښنا دا اوس هم له ګاونډیو هېوادونو واردیږي او مصرفیږي چې هم د خلکو اړتیاوې نه شی ځوابولی او هم په ډېره ګرانه تمامیږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د اوبو، لمر او ډبرو سکرو له پلوه چې د برېښنا د تولید مهمې سرچینې دي، یو بډای هېواد دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب