چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهد پوتین استازي سره د کرزي د لیدنې ممانعت

د پوتین استازي سره د کرزي د لیدنې ممانعت

تاند (جمعه ، د جدي لومړۍ) باخبره سرچینې وایي چې د طالبانو رژیم پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره د لیدنې اجازه نه ده ورکړې.

ضمیر کابلوف په یوه سفر کابل ته تللی و او د طالبانو د بهرنیو او کورنیو چارو له وزیرانو سره یې د لیدنو خبر ورکړل شوی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله اېکس( پخواني ټویټر) پاڼه کې له کابلوف سره د ټلیفوني خبرو خبر ورکړی.

نوموړي لیکلي:

په دې خبرو کې سربیره پر دې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د نیکو اړیکو پر لا ټینگښت ټینگار وشو، د ملګرو ملتونو د مستقله ارزونې او هڅو په هکله د نظر تبادل وشو او په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینگښت لپاره د ملي تفاهم پر ضرورت خبرې وشوې.
تر اوسه د کرزي او کابلوف د مخامخې لیدنې د نه ترسره کېدو په اړه دوی او د طالبانو رژیم څه نه دي ویلي.
تازه، د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د ملي امنیت سلاکار او د بهرنیو چارو وزیر رنګین دادفر سپنتا ادعا کړې چې کرزی په کابل کې د طالبانو د بندي په څېر ژوند کوي.
په دې تړاو نور جزییات دلته لوستلی شئ:

طالب ویاندویانو مخکې ویلي چې کرزی او نور پخواني چارواکي هیڅوک هم نظر بند او د دوی تر فشار لاندې نه دي.

حامد کرزي په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي وو چې د زور له لارې د طالبانو د رژیم له نسکورولو سره مخالف دی، خو له طالبانو هم غواړي چې د نجونو د زده کړو تر څنګ د خلکو نورې غوښتنې ومني او د بین الافغاني مذاکراتو له لارې ملي روغه جوړه راولي.

4 COMMENTS

  1. کرزیه حال دې تر همدې بدتر شه د قدرت ساتلو له پاره دې په لومړی کې په قطر کې د دوئ دفتر نه مانه بل وخت دي بیا مسکو ته منډې ور وهلی. او هالته عباس ستانکزی د ښاروالی په نرخ بي ابه کړاست. هغه ملا برادر چې په نړیواله کچه دي ورته لابی ګري کوله او تل به دي ویل: طالبان اوس بدل شوي دي. اوس دي په بدلون ولید کنه؟ ډبل ګلمرجان دي چیرته دی چې اوس به یې هغه د جان کری د دریشي په څیر شنه دریشي زړه شوي وي او که یې ساتلي وي. اوس دي چیغې کړې او و دي وايي: چې نه يي منم قطعه قطعه شوم…

  2. کابولوف د بهرني خبريالانوته هم اجازه ورکړي چي له نوالني سره ليدنه وکړي چي درک يي معلوم نه دی، زموږ ریئس ساب خو ازاد په کابل ناست دی څوک غګ هم نه ورته ګوي دا کابولوف خنځير څومره بيشرمه ده.

  3. د یو ډیر ښه او په ځاې اقدام ده همد لعنتی کرزی لنډر او غله په افغانستان حاکم کړل و دخپل وروریې ډ قاچاق برانو ریس ټاکلی وه او بلاخره مردار شو د همدی بیغیرته کرزی د کړنې وی چی افغانستان دغه حالت ته راورسید خداې کرزې نور هم ذلیل کړې د احمق هیڅ حق نلری چې د افغانستان په باره کښې چا سره خبری وکړې

  4. کرزي خپله دوره تېره کړې اوس د تاریخ یوه برخه ده . هغه د نوره خپله قره قلي ښه وساتي ، لمونځ او طاعتونه دې کوي . په سیاست کې ډارن او ابن الوقت وو. په زرګونو میلیارده دالر افغانستان ته راغلل ، کومه پروژه یې جوړه کړه او کوم مهم سرک او یا تاریخي ځای یې که جوړ کړی وي تاسو یې نوم واخلئ .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب