چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهطالب چارواکی وايي، په مدرسه کې د نجونو د زده کړو لپاره...

طالب چارواکی وايي، په مدرسه کې د نجونو د زده کړو لپاره د عمر شرط نه شته

تاند (جمعه، د جدي ۱ مه) طالبان چې په ټوله نړۍ کې د تجونو د زده کړو د مخنیوي په خاطر غندل کېږي او له دې کبله یې رژیم په نړۍ کې منفور دی، وايي چې نجونو ته که په هر عمر کې وي، د مدرسې اجازه شته.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د پوهنې وزارت ویندوی منصور احمد ورته وویل چې د حکومت تر کنټرول لاندې مدرسو کې پر نجونو هیڅ راز بندیز نه شته، که په هر عمر کې وي، مدرسې ته تللی شي. خو یوازې دا شرط شته چې د مدرسې درسونه د نجونو له عمر سره متناسب وي.

«که د یوې نجلۍ عمر له ټولګي سره متناسب نه وي، یعني عمر یې ډېر زیات وي، بیا اجازه نه ورکول کېږي.»

ده دا هم وویل چې په خصوصي دیني مدرسو کې هم د نجونو عمر په پام کې نه نیول کېږي، هم پېغلې او هم مېرمنې کولی شي مدرسو ته لاړې شي.

د اسوشیتید پریس پر اساس، په افغانستان کې اوس شاوخوا ۲۰ زره مدرسې شته چې ۱۳ زره ۵۰۰ یې د حکومت تر کنټرول لاندې دي.

احمد وايي چې خصوصي یا ناحکومتي مدرسې په جوماتونو یا کورونو کې فعالیت کوي.

اسوشیتید پریس وايي چې احمد په دې اړه معلومات ورنه کړل چې اوس په افغانستان کې څومره نجونې په مدرسو کې درس وايي او ایا پر ښوونځیو د طالبانو له بندیزه وروسته په مدرسو کې د ښځینه زده کوونکو شمېر زیات شوی او که نه دی.

2 COMMENTS

  1. ملا جانه ټولې باکېرې دی وخت به د ښه تیریږي ، ملا خنځیر د انسانانو فکر یوې فاسدې لارې ته د خپل قدرت لپاره اړوي !

  2. دا د محمد داؤد خائین کمونیستی کودتا نتیجه دی چی حتی کوچنی جلکۍ په ټکریو کښی د سرونو څخه تر پښو پوری نغوړل شوی دی بلی د کمونیستی کودتا رهبر محمد داؤد د افغان ملت ترقی او پر مخ تګ پس لیونۍ وو او نوموړی د کمونیستی کودتا په کومک د ترقی او تمدن په عوض بیکاری او غربت افغان ملت ته اوس راوړۍ دی او غیرتی میرمنی په کورونو کښی دده له برکته زندانی او جلکۍ باید ځانونه په ټکریو کښی کاملآ ونغوړی او نجسی ږیری باید په مردارو بی حجابه کالیو کښی د جلکیو مینځ کښی ځانونه ښکاره کړی !!!!
    تف لعنت دی وی د ملی خائین محمد داؤد کمونیستی کودتا باندی او دی ملی خائین د کمونیستی کودتا په وسیله افغان ملت اوس د فقر سره مخامخ او پنجابی پاکستان ترسناکه ( د پټان له نام څخه ) بی غیرتان اوس د محمد داؤد کمونیستی کودتا په واسطه پر افغان ملت باندی ځانونه باداران کړی دی ، محمد داؤده لکه چی ننګرهاریانو قندهاریانو او پکتیاولانو تاته د ستا ظلم او ستا لیونیو اقدامونو له کبله د لیونی لقب درکړۍ وو نو تاته د ولسونو له خوا دا لقب درکړ شوۍ دی او باید په لیونۍ لقب باندی همیش یاد شی !!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب