شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهایران طالبانو ته؛ د افغان کډوالو د ستنولو شرایط برابر کړئ

ایران طالبانو ته؛ د افغان کډوالو د ستنولو شرایط برابر کړئ

تاند (پنجشنبه، د قوس ۹ مه) له پاکستانه د سلګونه زره افغان کډوالو د اېستو له روان بهیر سره هم مهاله، ایران هم د افغان کډوالو د اېستو نښې نښانې ښودلي.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي په خپلو تازه څرګندونو کې له طالب چارواکو غوښتي چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنولو شرایط برابر کړي.

نوموړي له زیاتو جزییاتو پرته ویلي چې ایران د شاوخوا ۵ میلیونه افغان کډوالو کوربه دی.

د ده په وینا، په دغو کډوالو کې یوه برخه یې په قانوني او بله یې په غیر قانوني ډول ایران کې مېشت دي.

نوموړي د غیر قانوني کډوالو پر ستنولو ټینګار کړی خو دقیق شمېر یې نه دی ښودلی.

مخکې د دغو غیر قانوني کډوالو شمېر هم تر دوه میلیونو زیات اټکل شوی و.

ایران سره له دې چې اوس هم هره ورځ زرګونه افغان کډوال په زوره باسي او ځواکونه یې دغو کډوالو سره د وهلو او لوټ تالان تر حده په ناوړه چلند تورنیږي، خو بیا هم په ناقانونه ډول د افغان کډوالو د ورتلو لښکر ور مات دی.

طالب چارواکو د ایران د غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.

په وروستیو کې ایران بیا- بیا په افغانستان کې د ټول شموله حکومت د جوړولو په نوم له طالبانو غواړي چې ځینې نفوذي څېرې یې واک کې شامل کړي، خو طالب چارواکو داسې غوښتنې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼلې ده.

د طالبانو منتفدان بیا دوی تورنوي چې که د ملت ارادې ته په درناوي اساسي قانون او معقول حکومت او سیاستونه رامنځته کړي، د ګاونډیانو او نورو هېوادونو د نیوکو او لاسوهنو به خوندي وي.

له اقتصادي او بشری ناورین سره مخامخ افغانستان، په وروستیو کې له پاکستانه د کډوالو د اېستو له بهیر سره نور هم فقیر او ځپل شوی.

اندېښنه ده چې که ایران هم ورته ګام واخلي، د افغانستان اقتصادي او ټولنیز شرایط به نور هم ورسره ترینګلي شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب