Homeخبرونهد امنیت شورا د بندو دروازو تر شا پر افغانستان بحثونه

د امنیت شورا د بندو دروازو تر شا پر افغانستان بحثونه

تاند (پنجشنبه، د قوس ۹ مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تېره سې شنبه د بندو دروازو تر شا د افغانستان په اړه بحثونه کړي.

خبري سرچینو ویلي چې په دغه غونډه کې د افغانستان لپاره د یاد شوي سازمان ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د دغه هېواد په اړه د خپلو ارزونو جزییات وړاندې کړي.

په ملګرو ملتونو کې د سویس استازولۍ پر اېکس پاڼه لیکلي چې په دغه ناسته کې د افغانستان د راتلونکي لپاره د ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو فعاله ګډون مهم شرط یاد شوی دی.

د یادې غونډې او بحثونو په اړه یې نور جزییات نه دي وړاندې شوي.

سینیر اوغلو به امنیت شورا ته د افغانستان په اړه څه وړاندیزونه وکړي؟ – تاند (taand.net)

په وروستیو کې د افغانستان د قضیې د حل په اړه د فریدون سینیرلي اوغلو ارزونه د ډېر بحث وړ ګرځیدلې ده.

یوه لویه برخه افغان سیاسي څېرو او د افغانستان اړوند د نړیوالې ټولنې ديپلوماتانو دغه ارزونه او له مخې یې شوي وړاندیزونه د افغانستان د روان وضعیت د حل لپاره هیله بښونکي ګڼلي.

دوی ټینګار کړی چې طالبان باید ژر دغې طرحې سره ملګري او د افغانستان د قضیې د حل لاره خلاصه کړي.

د طالبانو یو شمېر مخالفانو بیا دغه طرحه رد کړې او اوغلو یې د طالبانو په پلوۍ تورن کړی، خو دا قضاوت ډېرو افغانانو بې ځایه ګڼلی او ویلي چې د افغانستان قضیه نوره نه باید پېچلې او دوامداره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...