یو شمېر زړه تنګي خلک به مو لیدلې وي، چې دوی د خپلو کارونو د ترسراوي پر مهال زغم او حوصله له لاسه ورکوي، یا هم تل په دې فکر کې وي، چې څنګه دې په رسمي او غېر رسمي ادارو کې خپل رسمي او غېر رسمي کارونه ژر بشپړ کړي او نور نو په خپله مخه ولاړ شي، دی که له ملګرو سره یو ځای تللی وي، بیا په دې فکر کې وي، چې اوس څنګه دا ملګري په ځای پرېږدي، څنګه ترې واټن ونیسي او خپله مخه ترې ووهي، د خپل ځان او د خپل کار غم ورسره وي، نور د هیچا کیسه کې نه وي، یوازې د خپل ځان او کار په اړه فکر کوي، نه د سبا او نه د سبا د کار په اړه فکر کوي، دې ته نه ګوري چې له چا سره راغلی، چا سره به له دې خوا ځي او چا سره به څه ډول چال- چلند کوي، بس خپل ټول تمرکز یوازې او یوازې په دې کوي، چې څنګه خپل کار له نورو را مخته کړي او په یو ډول دې ځان له خپلو ملګرو جلا کړي.
موږ نه وایوو، چې د خپل کار په اړه فکر کول، ستاسې لپاره ښه خبره نه ده، بلکې وایوو، چې د خپل کار ترڅنګ تمرکز په دې کار دی، چې څنګه د خپلو ملګرو زړونه وساتو، بیا د هغو ملګرو چې تازه یې په سفر کې درسره لاس یوځای کړی، اوږه په اوږه درسره څانګه په څانګه ګرځېدلی، درسره یې سختې ګاللي، زړه یې درسره نه دی تنګ کړی او په ټوله کې یې ته یوازې نه یې پرېښی. له سهار درسره یو ځای ګرځي او مازیګر درسره بیا یو ځای تر کور – مالته راځي، دې ته نه ګوري، چې ستا خواخوږي ملګري خپل کار لا له وخته بشپړ کړی، نور ښه پوره اوزګار دی، خو ځان به یې تا ته ځانګړی کړی کړی وي، د دې لپاره چې تاسې خواشیني نه شئ او په زړه کې مو څه ونه ګرځي.
دا ښه ده چې تاسې سره د خپل کار غم دی او دا ښه فکر هم دی، خو دا نه باید هېره کړئ، چې نورو ته په متقابل درناوي قائل اوسئ، نور دومره مه خواشیني کوئ چې بیا در څخه سبا خپله لار جلا کړي، درڅخه واټن ونیسي او په ټوله کې مو بیا یوازې پرېږدي.
که دا کار کېږی، لامل به یې ستاسې ناوړه فکر او ناسم درېځ وي، چې لرئ یې او په ټوله کې ټوله ملامتیا ستاسې ده، چې نه باید پرې ځان غلی ونیسئ.
ټولنیز ژوند د راکړې ورکړې ژوند دی، که دې چا ته څه ورکړل، څه به درکړي، که دې چا سره وپالل، در سره وبه یې پالي، که دې چا ته په لوړه سترګه وکتل، درته به وګوري، که دې چا سره په درناوي خبرې اترې وکړې، در سره وبه یې کړي او که دې ته چا ته کم نظري وکړه، دا پور در د غاړې دی، خامخا به یې پرې کوې، دا حتمي ده او ضرور به درته کم نظر کېږي.
ځکه خو ټينګار کوو او وایوو، چې د چارو د ترسراوي پر مهال حوصله وکړئ، زغم او حوصله ده چې ستاسې مهم والی ښکاره کوي، همدا حوصله ده چې ستاسې شخصیت تعریفوي، ستاسې فکر او لیدلوری بیانوي او په ټوله کې مو د شته اهمیت څخه نور خبروي، له همدې کبله هغوی چې پراخ لرلید لري، دا یوه ځانګړنه هرو مرو لري، چې تل د خپلو کارونو په لټه کې نه وي او نه هم تل دا دعوه کوي، چې دا مې هم شو او هغه مې هم، دا کار خو مې هسې هم په بریالیتوب سره په بشپړېدو دی او هغه بل هم را نیسم؛ بیا ګرده ورځ د نورو څخه ضمانتونه غواړه، نور په خپل کار کې ځان سره بوختوه او په یو ډول اذیت ورته رسوه، دا د ځان غوښتنې درېځ د نفې له درېځ کم نه دی؛ بلکې یوازې تفاوت یې په دې کې دی چې په ځان غوښتنې درېځ کې د ځان مطرح کېدل دي او د نفې په درېځ کې د نورو له منځه وړل، تخریب او محوه کول شامل دي، چې دواړه یو ډول فکر دی، هغه فکر چې سرچینه له ناسمې پتې اخلي، دا چې هر ځای ځان – ځان کوو، نور نه غواړو، نه یې خوښوو او نه یې هم هرکلی کوو، دا په دې معنا ده چې اصلا موږ اجتماعي فکر نه لرو، نورو ته په ارزښت نه قایلېږو او په ټوله کې د ځان غوښتنې فورمولې عملي کېدو ته ملا تړو.
نو که په ټولنه کې ځان یو ګټیالی او مخکښ شخصیت غواړې، بیا نو هر وخت ځان مه غواړه، د ځان غوښتنې او خواهشاتو فکر لیرې وشړه، همدا ځان دې دی؛ دا تر نورو قربانوه، نور خوښ ساته، دا سخت کار نه دی، یوازې قرباني در څخه غواړي، هغه ستاسې انرژي ده، زغم دی او حوصله ده؛ که دا کار کوې، بیا راځه یو بل کار هم وکړه او هغه د الله تعالی رضا ده، چې باید ویې ولرې، دا کار (قرباني) نو بیا یوازې د رحمان ذات د رضا لپاره وکړهؤ ژر ده چې څښتن تعالی یې نېکې بدلې او اجر هم درکړي، نو هر هغه څه چې د ځان لپاره یې خوښوئ، اړتیا ده چې د بل مسلمان لپاره یې هم خوښ کړو، همدا د اسلام حکم دی او دا نېغه او سمه لاره هم ده.
که خپل ځان وروسته پاتې نه خوښوئ او د رسمیاتو پر مهال له داسې کتار ځان ساتئ، چې له تاسې سلګونه تنه مراجعین مخته وي، بیا نه باید د زر او زور هڅه وشي، دا ټول خلک – کار روزګار لري، څوک هم چې ولاړ دي او تاسې یې چې وینئ، دا ټول اشد ضرورتونه خامخا لري، ډېر به پکې آن بېړني ناروغان هم لري، خو څه چې اصول وي، هغه په سر سترګو مني، بې نوبتي او ګڼه ګوڼه نه جوړوي، بس منتظر وي، که ساعت وي، دوه وي، درې وي، منتظر کېږي او د خپل کار مخه په خپله وهي، د چا احسان په ځان نه مني، خپل کار سره کار لري، د مېږي په مزل روان وي، خو په خپل توان، په خپلې انرژۍ، په خپلې ارادې او په خپل پاک زړه.
نو کله چې ځان وروسته پاتې نه خوښوو، نو بیا دا ډول فکر د نورو لپاره ولې نه کوو؟
ښه ده چې هغه څه ترسره کړو، څه چې زموږ شخصیت او فن پیانوي، څه چې اصول وي، څه چې قوانین وي او څه چې لایحه وي. هغوی بریالي دي، چې د ځان په اهیمت پوهېږي، خو د دې سره – سره نور تر خپل ځان ډېر مهم ګڼي او به ارزښت ورته قایل وي. خپل ځان د هر چا لپاره مهم دی، څوک یې ښکاره وايي او څوک یې په عمل کې ثاتبوي. تاسې دوهم یو جوړ شئ.