د تاند په ویب پاڼه کې مې ماشومانو ته (د ادب د ښوولو وخت) تر سر لیک لاندې د ډاکټر صیب محب زغم یوه لیکنه ولوسته. په لیکنه کې مهمو ټکو ته اشاره شوې وه. د همدې لیکنې د لوستو پر وخت مې د خپل مشر زوی، وړکتون ته تګ رایاد شو. ده چې کله وړکتون ته تګ پیل کړ، نو یو ټکی جرمني ژبه یې هم نه وه زده. طبیعي ده چې ماشومان هر څه د لویانو په پرتله ژر زده کوي. ده هم ډېر ژر په جرمني ژبه غږیدا پیل کړه. تفصیل