مارچ 28, 2024

1 thought on “جادويي الفاظ / اناهیتا روهي

  1. ښه لیکنه ده.
    دا چی په وړوکتون کی د ماشومانو کړنی منظمه او قانونمه بڼه لری ( په کور کی دداسی فضاء را منځته کول والدینو او خپله ماشوم ته لږ غوندی څه چی حتی ډیره مشکله وی) علت ئی دا دی چی په وړوکتون کی یوه نظامی – عسکری – ډسپلینی فضاء حاکِمه ده او ” عواطف ” هلته هیڅ رول نلری خو په کور کی د والدینو او ماشوم تر منځ یوه ګاټه عاطفی فضاء حاکمه ده ( والدین به په سختی سره وکولای سی د خپل ماشوم د ” غواړم او کوَم ” د ږغ او نِداء په وړاندی مقاومت وکړای سی، په بله ژبه د ” ډسپلین ” د اِعمال په عملیه کی د بل د اولاد او خپل اولاد تر منځ توپیر اساسی رول لری ضمناً د وړوکتون روزونکی شُغلی او استخدامی ماموریت لری چی ډسپلین حاکم کړی ( په هره علمی یا غیر علمی توګه چی وی ) خو والدین که څه هم روزنیز رسالت لری خو اکثراً د عاطفی تر اغیز لاندی وی د ( هلکه! دا کار مکوه) الفاظ ئی جدّی او عسکری او ډسپلینی ماهیت نلری بلکه ماشومانه او غیر جدّی او بی خاصیته وی.
    بله دا چی په غرب کی د هغو اوسیدونکو والدینو کوم چی اولادونه ئی وړوکتون ته ځی، یوه هوسا او آرامه او د مسئولیت او تشویش څخه خالی شیبه ده امّا د تشویش او اضطراب شیبی هغه وخت پیلیږی چی کله ئی اولادونه په مکتب او کوڅه کی نور انډیوالان ومومی او یا کله چی د استقلال مرحلی ته ورسیږی. د تشویش او اضطراب دوره هغه وخت پیلیږی کله چی یو اولاد د جسمی بلوغ تر څنګ د فکری او ذهنی بلوغ د نه احساس په غیږه ورسی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *