یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهډاکټر عمر: د افغانستان ۴۰۰ میلیونه ډالره اوس هم بهرنیو هېوادونو ته...

ډاکټر عمر: د افغانستان ۴۰۰ میلیونه ډالره اوس هم بهرنیو هېوادونو ته د درملنې لپاره وړل کیږي

تاند (پنجشنبه، د قوس ۹ مه) د خوړو او درملو ملي ادارې لپاره د طالبانو د رژیم لوی رییس ډاکټر عبدالباري عمر وایي چې د درملنې په موخه هر کال له افغانستان څخه ۴۰۰ میلیونه ډالر نورو هېوادونو ته وړل کېږي.

نوموړي په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال پر پرځېدلي جمهوري نظام نیوکه کړې چې روغتیا وزارت یې په اساسي ډول نه و رامنځته کړی او خدمتونه یې بې کیفیته دي.

هغه د دې ترڅنګ په افغانستان کې د ښو لابراتورارونو نشتوالی د ناروغیو د سم تشخیص او د بې کیفیته درملو موجودیت د ښې درملنې په برخه کې مهمې ستونزې بللي.

طالب چارواکي نه دي ویلي چې دوی د دغه وضعیت د سمون لپاره په اساسي ډول څه پروګرام لري؟

سره له دې چې یو شمېر خلک په ځینو برخو کې د طالبانو د رژیم روغتیایي اصلاحات او پر خدماتو کنټرول ستایي، خو د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار او نورو حقونو بندیزونه د روغتیا لپاره هم مضر او له تاوانه ډک بولي.

پرون د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیا الله هاشمي د کابل د طبي علومو پوهنتون د سږنیو فارغانو ارقام وړاندې کړل چې یوه نجلۍ هم پکې نه ده شامله.

هغه وویل: له دغه پوهنتون څخه سږ کال ۴۱۸ ډاکټران او ۴۰ متخصصان فارغ شول.

دغه ټول فارغ شوي ډکټران نارینه دي او هیڅ یوه نجلۍ په کې نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب