پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد بلوچستان ایالتي حکومت وايي، د ورځې ۱۰ زره افغان کډوال باسي

د بلوچستان ایالتي حکومت وايي، د ورځې ۱۰ زره افغان کډوال باسي

تاند(پنجنشبه، د قوس ۹ مه) د پاکستان د بلوچستان ایالت چارواکي وايي، پولیسو ته یې امر کړی چې له دې ایالت څخه په یوه ورځ کې ۱۰ زره افغان کډوال وباسي.

د بریتانیا د مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د بلوچستان د ایالتي حکومت ویندوی جان اڅکزي نن وویل، چارواکو پولیسو ته ویلي چې بې اسناده افغان کډوال ونیسي او افغانستان ته یې واستوي.

پاکستاني چارواکي وايي، ځینې بې اسناده افغان کډوال د پاکستان لېرې پرتو سیمو ته تللي چې ونه نیول شي.

اټکل کېږي چې په پاکستان کې د بې اسنادو افغان کډوالو شمېر یو میلیون او ۷۰۰ زرو ته رسیږي خو په تورخم او سپین بولدک کې د دوو خواوو چارواکي وايي چې په وروستیو ورځو کې له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنول کېدونکو کډوالو شمېر کم شوی دی.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته رستنېدونکو چارو وزارت وايي، له کله چې پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې، تراوسه پورې ۴ لکه ۱۰ زره افغان کډوال افغانستان ته اړول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...