متقاعد جنرال دولت وزیري
په تیر پسې
لومړی څپرکې
د ډیورنډ هوکړه زموږ د هیواد په تاریخ کې یوه کرغیړنه او بده پیښه ده. تاریخې پیښې کیدای شي ښې وي، یا هم بدې وي، خو د تاریخې پیښو او تاریخ لیکل په هغه صورت کې د اهمیت وړ وي چې له ښو او بدو دواړو خواو څخه يې زده کړه وشي. له ښو يې پیروې او د ژوند ښه تجربه وګنل شي. له بدو او ناوړو له تکرار څخه ډډه او هم د ژوند لپاره د بدې تجربې په نامه وپیژندل شي. که داسې ونه شي، ملت به تیرې تیروتنې بیا ـ بیا تکراروي.
د هر ټبر او هر هیواد لپاره تاریخي هویت د اهمیت وړ دی، په هغه صورت کې چې په حقایقو ولاړ او د بې پرې کسانو لخوا لیکل شوی وي. د یوه هیواد او یا یوه ټبر لپاره د خرافاتو په بنا او د اغراق له مخې د کتابونو د پاڼو تورول د دې پر ځای چې ګټه ورسوي، هغه ټبر او یا د هغه هیواد خلک د انحراف په لور بیايې او په موهوماتو يې چې له حقیقت او واقعیت څخه لرې وي بوخت ساتي. د دې پر ځای چې په حال تمرکز او ټینګار وکړي، ټوله ورځ د بابا په خولۍ افتخار او د هغوی په سرښندنو او کړنو ویاړ کوي. خپله د غفلت په بړستن کې پروت وي او د فتوحاتو خوبونه ویني.
افغانان هم د نړیوالې ټولنې یوه برخه ده. لرغونی او روښانه تاریخ لري. خو له بده مرغه څرنګه چې اړینه او په کار ده موږ يې له ښو او بدو خواو څخه ګټه نه ده پورته کړي. ټول وخت مو په تاریخ ویاړ کړي دی او هیڅ وخت مو له بدو پیښو يې زده کړه نه ده کړی. وایو پنځه زره کلن تاریخ لرو، خو هیواد مو ویجاړ، د خیرات لپاره مو لاسونه اوږده او د انساني ژوند په وروستیو پوړیو کې ځای لرو.
پاکستان چې د نړۍ په نقشه کې نوې زیږیدلی هیواد دی او په تاریخې لحاظ تر اوسه بلوغ ته نه دی رسیدلی، په نسبي توګه د پرمختګ په لوړو پوړیو کې ځای لري او اتومي وسلې يې د ویاړ لویه نښه ده. لکه څرنګه چې الماس ډبر کوچنی، خو د انګلستان د ملکې په جوغه یا تاج کې ځای لري. په همدې توګه لنډ خو له ویاړه ډک تاریخ د الماس په څیر وي، خو د اوږدو او بیهوده تاریخونو لوستل د انسانانو روح ته فشار ورکوي او په لوستلو نه ارزي.
د ( افغانستان د سوبې لویه لار) لیکوال په خپل اثر کې لیکي:
(( بدمرغه ملت هغه دی چې ډیر زیات تاریخ لري. د دغه تاریخ له مخې افغانستان باید واقعا بدمرغه وي. ځکه برسیره پر دې هغوی چې د دې هیواد له پیښو ډک تاریخ يې ثبت کړی دی ډیر لږ يې د هغوی دوستان وو. دا ټول تاریخ لیکونکي زیاتره سیلانیان او یا د برتانيې د اردو متقاعد افسران وو.
لومړۍ ډلې، چې سیلانیان دي زیاتره لږ لیدلي، لږ پوهیدلی، خو ډیر څه يې لیکلي او اختراع کړي دي. دویمې ډلې چې د انګریزانو د اردو متقاعد افسران دي زیاتره د تیری او تجاوز د ضمیمي په توګه يې خپله څیړنه تر سره کړی او په دې توکه يې د عینیت او واقعیت پر ځای سپکې سپورې ډیرې ویلي دي، خو د دوی په خبرو کې یوه ذره حقیقت وجود نه لري.)) ( ۱ )
لیکوال زیاتوي:
(( مونستوارت الفنستن چې په ( ۱۹۰۹م ) کال کې افغانستان ته د برتانوي لومړي رسمي هیئت په راس کې راغلی و، د واقعیتونو د څرګندولو يې لږ امکان درلود. د دوی زیاتو کسانو يې خپله لینده د خپلو نیکونو په څیر راښکلی ده.)) ( ۲ )
نوموړی لیکوال په خپل اثر کې لیکي:
(( ابن بطوطه، ادام اولیز یوس او ځینو د انګریزې هیئت مشرانو خپل نظریات د انګریزانو د استعماري نظر خلاف او مختلف څرګند کړی دی. هغوی وايې، افغانان په ازادۍ میئن، خپلو ملکرو ته وفادار، په خپلو دوستانو باندې مهربان او زړه سواندي، میلمه پال، زړه ور، غښتلي، اقتصادي، خواریکښ، او احتیاط کاره خلک دي. دوی نسبت و خپلو ګاونډیو ملتونو ته درواغجن، غلط، چلي او غولوونکي خلک نه دي.)) ( ۳ )
د افغانانو په هکله هر چا د خپل فکر او برداشت په اندازه نظر څرګند کړی دی. چا ښه او چا بیا څومره چې يې وس رسیدلی دی ناوړه لیکنې کړې دي. خو په هر صورت که د افغانانو تاریخ ته په ځیر سره وکتل شي. افغانان ښه جګړه مار او د دې تر څنګ ژر باور کوونکي دي. لومړي عادت دوی تل په جګړو کې بوخت ساتلي دي او دویم عادت د دوی د کمزورۍ ستره برخه ده.
مقدوني سکندر ته خپلې مور ليکلي وه چې په افغانستان کې څه کوي چې نیږدې څلور کاله دې تیر کړل؟
سکندر په ځواب کې د افغانانو د جګړه مارۍ له کبله له خاورو ډکه کڅوړه مور ته ولیږله او ورته يې ولیکل چې دغه خاوره د ماڼۍ څلورو خواو ته وشیندئ. مور يې د خاورې له شیندلو وروسته ولیدل چې هغه ارامو وزیرانو کومو چې په دې خاوره پښه ایښې وه سره په جګړو شول.
ځینې خلک د حکایتونو او روایاتونو له مخې وايي، چې هندوکش ته ځکه هندوکش وايي چې هلته په زرګونو هندوان وژل شوي دي. یعنې هندو وژونکې غرونه. سکندر، ایرانیانو، عربانو، هندوانو، مغلو، تیموریانو، انګریزانو، روسانو او امریکایانو دلته ډیر کسان له لاسه ورکړی دي، دا د دې ښکارندوی کوي چې افغانان ښه جګړه ماران دي او ټول وخت يې ځانونه په جګړو کې بوخت ساتلي دي. د افغانانو ډیر تاریخي ویاړونه هم د نورو سره جګړې او د هغوی وژل دي. د نورو لخوا هم د دوی جګړه مارۍ ته ښه د تازه کیدو پکی وهل شوی دی.
دویمه خبره د دوی ژر باور دی، چې بې له فکره او څیړنې په هر چا يې باور کړی دی. په عربانو باور، په انګریزانو باور، په روسانو باور، په امریکایانو باور، ایران او پاکستان خو يې د مور زامن دي. ایران يې د فرهنګ او کلتور په ورکولو لګیا دی او پاکستان خو يې د هویت په ورکولو پسې را خیستی ده. د ډیورند فرضې کرښه خولا پریږده، پاکستان اوس د ټول هیواد دعوا کوي او په دې هڅه کې دی چې افغانستان د پاکستان یوه برخه وګرځوي. د دې لپاره يې د خپلو بادارانو( انګریزانو ) په څیر د پرمختګ یا د ( فارورد پالیسي ) غوره کړی ده.
د فارورد پالیسي له مخې لومړی هدف يې افغانستان د خپلې یوې برخې په توګه ګرځول دي. که دا ونه شي، په افغانستان کې د یو ګوډاګي او د دوی د لاس لاندې حکومت منځ ته را وستل دي. دریم که دا هم امکان ونه لري افغانستان د یوه مصرفي هیواد په توګه ساتل دي او که دا هم امکان ونه لري د افغانانو لخوا د ډیورند د کرغیړنې کرښې منل دي. البته په هغو ځایونو کې چې د دوی خوښه وي.
ما ( لیکوال ) د اړتیا له مخې دې لیکنې ته ملا وتړله. ځکه چې د ۱۳۵۷ لمریز کال را هیسې د ډیورنډ کرښې او د پاکستان د پالیسۍ په هکله ډیرې کمې لیکنې شوي دي، چې د موضوع د مطالعې د مینه والو تنده نشي خړوبولی.
نور بیا