یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد کرکټ نړیوال جام نیمه پایلوبه: هند د نیوزیلند په ماتولو پایلوبې...

د کرکټ نړیوال جام نیمه پایلوبه: هند د نیوزیلند په ماتولو پایلوبې ته ووت

تاند(چهارشنبه، د عقرب ۲۴مه) د کرکټ د نړیوال جام په لومړۍ نیمه پایلوبه کې نن د هند پیاوړې لوبډلې نیوزیلنډ ته په (۷۰) منډو ماته ورکړه او د ۲۰۲۳ د نړیوال جام د لومړي ټیم په توګه پایلوبې ته ووت.

د دې سیالۍ پچه د هند ټیم وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی بیټنګ یا توپ ویشتنه وکړي. هندي لوبغاړو د ۵۰ اورونو په پای کې، په داسې حال کې چې ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي وو، ۳۹۷ منډې وکړې.

په دې سیالۍ کې د هند نامتو لوبغاړي ویرات کوهلي د خپل هیواد د افسانوي لوبغاړي سچن ټندولکر د ۴۹ سلیزو ریکارډ مات کړ.

نننۍ سلیزې په یو ورځنیو سیالیو کې د کوهلي د سلیزو شمېر ۵۰ ته ورساوه.

په توپ اچونه یا باولینګ کې محمد شامي تر ډېره د نیوزیلنډ د ملا په ماتولو کې رول ولوباوه. مهم لوبغاړي یې وسوځول. ده په ۱۰ اورونو کې ۷ لوبغاړي وسوځول.

ټاکل شوې ده چې د راتلونکې یکشنبې په ورځ دوهمه نیمه پایلوبه د استرایا او جنوبي افریقا ترمنځ وشي.

2 COMMENTS

  1. دوهمه نیمه پایله نن ۱۶ د نومبر پنجشنبه د استرلیا او جنوبی افریقا ترمینځ کيږي مګر فایل یا اخیری لوبه د یکشنبه په ورځ کیږي لومړی مطلب مخکې له نشر ګوری بیا نشر کوي ځکه داسې معنا ورکوي چې د تهلیل او کره کتنې کسان نلري که معاش راکوي بیا یی ماته رالیږي چې وروسته له ادبی اصلاح دوباره به یی درلیږم
    [email protected]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب