یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد نجونو د زده کړو پر بیرته پيل د حامد کرزي بیا...

د نجونو د زده کړو پر بیرته پيل د حامد کرزي بیا ځلي ټینګار

تاند(چهارشنبه، د عقرب ۲۴ مه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، چې لا هم په کابل کې مېشت دي، د افغانستان لپاره د روسیې له سفیر ډيمیټري ژیرنوف سره لیدلي او د نجونو د منع شویو زده کړو پر بیا پيل یې ټینګار کړی.

د کرزي پر اېکس پاڼه لیکل شوي چې هغه د نجونو د زده کړو بیا پيلیدل د «افغانستان د پرمختګ په برخه کې حیاتي» ګڼلۍ دۍ.

ویل شوي، چې په دغې لیدنه کې د افغانستان او سیمې د روان وضعیت په هکله هم خبرې اترې شوې دي.

د کرزي او روسي سفیر د نورو خبرو جزییات نه دي رسنیز شوي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره افغان نجونې یوازې د ښوونځي تر شپږم ټولګي د زده کړو اجازه لري.

د نجونو او ښځو پر نورو زده کړو او فعالیتونو د طالبانو بندیز په ملي او نړیواله کچه پراخو نیوکو سره مخ دي.

دا کړنه، د طالبانو د انزوا یو اصلي دلیل او د رژیم د رسمیت موندلو پر وړاندې یې یو اساسي خنډ هم ګڼل کیږي.

1 COMMENT

  1. لعنت دی پر ستا حرامونی کرزی شې افغانستان چی دغی حالت ته راورسید دا ټول ستا بیغرته او بی عزته له لاسه ټول غله او لندغر دی په پښتنوحاکمان کړل صرف دخپل غلا او قدرت لپاره او اخر کښی هماغه کولابی فهیم په ارګ کښی داسی څاپیړه درکړه چی شاید تر اوسه به یې درد احساسوی او دا نجسه قرقل دی دری متره لری ولوید لعنت دی پر تا خبیث شی ته هیڅ حق نلری چی دافغانستان په باره کښی یوه خبره وکړی خبیثه موزی اتسانه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب