Homeخبرونهد لوحو د اصلاح لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کمیسیون...

د لوحو د اصلاح لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کمیسیون د کار پیل

تاند(چهارشنبه، د عقرب ۲۴ مه)  د اطلاعاتو او کلتور وزارت لپاره د طالبانو چارواکو د لوحو او تابلوګانو د اصلاح کمېسیون ټاکلی او دغه کمیسیون خپلې چارې پيل کړي.

د کمیسیون چارواکو د هټیو، سوداګریزو مرکزونو، استوکنځيو او بنسټونو له خاوندانو غوښتي چې د لوحو او تابلوګانو د اصلاح په برخه کې چې پر بهرنیو ژبو او غیر معیاري بڼو جوړې شوې دي پاملرنه وکړي.

دغه کمېسیون په یوه مکتوب کې ویلي چې دغه پرېکړه د کلتوري شتمنیو او د هېواد د ملي ژبو د خوندیتوب په پار نیول شوې ده او ټول یاد شوي بنسټونه ۱۵ ورځې وخت لري چې د غیرمعیاري لوحو د بدلون لپاره اقدام وکړي.

یو شمېر فرهنګي فعالانو د کمیسیون د کار د پيل هرکلی کړی، او ویلي یې دي هیله لري چې دا کمیسیون به د لوحو ژبني سمون ته پام وکړي.

دوی همداراز هیله لري چې د ښارونو د کوڅو او واټونو لپاره نومونه غوره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...