یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهافغانستان له پاکستانه د چرګانو د غوښې واردات منع کړل

افغانستان له پاکستانه د چرګانو د غوښې واردات منع کړل

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۲۴مه) پاکستان وايي، د افغانستان حکومت له پاکستان څخه د چرګانو د غوښې پر واردولو بندیز لګولی او ویلي یې دي چې د پاکستان د چرګانو غوښه حرامه ده.

نېشن ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې د افغانستان د طالبانو حکومت دې پرېکړې د پاکستان د فارم لرونکو په منځ کې اندېښنې رامنځته کړي ځکه چې افغانستان د دوی د چرګانو د غوښې یو مهم بازار و.

د افغانستان د طالبانو حکومت تراوسه پورې په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

د پاکستان د فارم لرونکو ټولنې ريیس چودري محمداشرف وویل، افغانستان بې له دې چې کوم څرګند دلیل وړاندې کړي، د دوی د چرګانو پر وارداتو بندیز لګولی دی.

ده همداراز ویلي چې د پاکستان د فارم لرونکو ټولنه د خپل هیواد له پوځي او ملکي چارواکو سره خبرې کوي چې دا مسله د افغانستان له حکومت سره حل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان فارم لرونکو په ځلونو شکایت کړی چې کله دوی چرګان بازار ته وړاندې کوي، له پاکستان څخه په ارزانه بیه چرګان او غوښې افغانستان ته راشي او له دې کبله د دوی کاروبار خراب شي.

د افغانستان د فارمونو خاوندانو څو واري د چرګانو د غوښې د وارداتو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې له پاکستان څخه د چرګانو د وارداتي غوښې پر کیفیت هم ډېر انتقادونه کیږي. ویل کېږي چې پاکستاني فارم لرونکي د خپلو چرګانو د ژر غټولو لپاره د نورمال اصولو خلاف هورمونونه ورکوي چې روغتیا ته تاوان لري.

د پاکستان د فارمونو ټولنه وايي چې د افغانستان له لوري د دوی د چرګانو پر غوښې بندیز دوی له یو نیم میلیون ډالر عایده محروموي.

2 COMMENTS

  1. نیک اقدام باید د پاکستان پر مکمل شیانو بندیز ولګیږي ۸۰۰۰ کانټینره مال په کراچي کي بند ولاړ دی دا ورسته غوښه دي هم بنده کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب