یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې کیپتان استعفا ورکړه

د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې کیپتان استعفا ورکړه

تاند(چهارشنبه، د عقرب ۲۴ مه) د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې کیپتان بابراعظم له کیپتانۍ استعفا ورکړه.

بابر اعظم وروسته له دې له کیپتانۍ استعفا ورکړه چې ټیم یې د ۲۰۲۳ په نړیوال جام سیالیو کې له توقع سره سمه لوبه ونه کړای شوه.

پر ده او د پاکستان پر کرکټ بورډ سخت انتقادونه کېدل.

بابر اعظم، چې د پاکستان یو ډېر تکړه توپ ویشتونکی یا باولر ګڼل کېږي، ویلي چې نور د کرکټ په هیڅ فارمت لوبو کې ګډون نه کوي.

که څه هم د بابر اعظم کیپتاني له پوښتنو سره مخامخ وه، خو د ده په ښه بیټنګ کې څوک شک نه لري.

څرګنده نه ده چې د بابر اعظم ځای به څوک ونیسي خو احتمال شته چې شاهین شاه اپریدی یې ځایناستی شي.

نوموړی د پاکستان په غوره لیګ کې د لاهور قلندر لوبډلې کیپتان دی او هلته یې ښه کیپتاني تایید شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب