Homeخبرونهد هسپانیا صدراعظم له اسراییله وغوښتل چې د فلسطینیانو وژنه بس کړي

د هسپانیا صدراعظم له اسراییله وغوښتل چې د فلسطینیانو وژنه بس کړي

تاند (چهارشنبه، د عقرب د هسپانیا صدراعظم له اسراییل څخه وغوښتل چې د فلسطینیانو ړنده بمباري او ټولوژنه بس کړي.

د هسپانیا صدراعظم پدور سانچیز نن (چهارشنبه) پر غزې د اسراییل د یرغل له پیله تراوسه تر ټولو په تونده نیوکه کې اسراییل د فلسطینیانو په یومخیزې وژنې تورن کړ.

د هسپانیا صدراعظم دا هم وویل چې د ده په مشرۍ د هسپانیا نوی حکومت به په اروپا او هسپانیا کې د فلسطین د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره پوره هڅه وکړي.

سره له دې چې نور لوېدیځ هیوادونه د حماس په وړاندې د اسراییل د یرغل مخالفت نه کوي خو له دغه رژیم څخه غواړي چې لکونو ملکي فلسطینیانو ته د بشري مرستو د رسیدو په خاطر په جګړه کې وقفه راوړي.

اسراییلي ځواکونو نن سهار د غزې الشفا روغتون ونیوه د راپورونو له مخې، اسراییلي پوځیان د روغتون خونه په خونه ګرځي او له بستر ناروغانو تحقیقات کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان پر دغه روغتون د اسراییلي ځواکونو یرغل غندلی دی.

1 COMMENT

  1. کفار غواړب چی یهودان دا وژنی بس کړی ولی بی غیرته عرب او بی غیرته اسلامی ملکونه حتا خپله خوله نه خوزوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...