یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ایران - افغانستان ترمنځ د ګمرکي خدمتونو د ۲۴ ساعته کیدو...

د ایران – افغانستان ترمنځ د ګمرکي خدمتونو د ۲۴ ساعته کیدو هڅې

تاند (چارشنبه، د عقرب ۲۴ مه) ایراني چارواکو له افغانستان سره د ګمرکي خدمتونو د ۲۴ ساعته کیدو د پلان خبر ورکړی.

د ایران د حکومت یوه ویاند علي بهادري جهرمي ویلي، چې په دې اړه تهران ته د طالبانو د رژیم د تازه ورغلي پلاوي د سفر پر مهال خبرې شوي.

د سرچینې په وینا، د دغه سفر پر مهال پر ځینو نورو مسایلو هم د ګډو کمېټو د جوړولو هوکړې شوي.

له پاکستان سره د طالبانو د رژیم د اړیکو له ترینګلتیا سره، هم مهاله لیدل کیږي چې طالب مشران او ایراني چارواکی دواړه د افغانستان او ایران د سوداګریزو اړیکو پر زیاتیدو زیات تمرکز کوي.

سره له دې چې ایران هم د پاکستان په شان افغانستان ته بدنیته ګاونډی ګڼل کیږي، خو ځینې شنونکي سمدستي پر پاکستان د فشار زیاتیدو لپاره له دغه هېواد سره د اقتصادي تعاملاتو زیاتیدو ته خوشاله برېښي.

د طالبانو د رژیم د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر څه موده مخکې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ایران ته ولاړ او د سفر د ښو اقتصادي پایلو خبر یې ورکړ.

1 COMMENT

  1. ایران که هرڅومره په ځینو مسایلو کې له افغانستان سره بد نیت لري ، خو بیا هم یو متمدن دولت دی او نړیوالو حقوقو او اصولو ته ځان پابند بولي .
    اما پنجابیان په نړیوالو اړیکو کې لا تراوسه ماشومانو په شان برخورد کوي . هېڅکله خپلو تعهداتو ته پابند نه دي . د دوی پرېکړې موقتي او له منافقت نه ډکې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب