Homeخبرونههرات کې د طالبانو لخوا د نجونو د یو شمېر ښوونیزو مرکزونو...

هرات کې د طالبانو لخوا د نجونو د یو شمېر ښوونیزو مرکزونو تړل

تاند (چارشنبه، د عقرب ۲۴ مه) سیمه ییزو سرچینو په هرات کې د طالبانو لخوا د نجونو د یو شمېر ښوونیزو مرکزونو د تړلو خبر ورکړی.

ویل شوي، چې دا ښوونیز مرکزونه تر ډېره د عصري زده کړو لکه: انګلیسي ژبې، کمپیوټر او ساینسي مضامینو اړوند وو.

ځینو طالب چارواکو د یادې پریکړې دلیل دا ښودلی، چې ګواکې نجونې یوازې د عقیدتي او اسلامي زده کړو اجازه لري.

دا پریکړه د خلکو توند غبرګون سره مخ شوې او طالبان د پوهې او پرمختګ په دښمنۍ تورن شوي.

د دې ډلې له واک ته رسیدو سره په افغانستان کې یوازې د ښوونځیو تر شپږم ټولګي نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شوې او له نورو زده کړو، فعالیتونو او حتا پارک ته د تلو له حقه ګرځول شوې دي.

د طالبانو د رژیم دا افراطي پریکړې، د نړیوالو له لوري د دوی د رژیم د نه په رسمیت پېژندلو یو اصلي دلیل ګڼل کیږي.

2 COMMENTS

  1. دا داسې معنی لري لکه چې تالب ټوله ورځ روزه ونیسي او ماښام یې په تیز ماته کړي . ټالب ځان هېوادوالو او نړیوالو ته وروپېژاند چې د علم ، انسانیت او د اسلام د مقدس دین دښمن دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«توت‌شکم‌پاره» یونستالژیک یاد | اصف بهاند

د ډنمارک په کوم ښار کې چې زه ژوند کوم، هیدرسلیف نومیـږي. د دې ښار مرکز ته نږدې په یوه استوگنیزه سیمه کې یوه‌لویه...