یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد کرنې وزارت د قوش تېپې کال د مځکو د وېش اوازې...

د کرنې وزارت د قوش تېپې کال د مځکو د وېش اوازې رد کړې

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۲۴مه) د کرنې او مالدارۍ وزارت هغه اوازې رد کړې چې ګنې دا وزارت د قوش تېپې کانال په شاوخوا کې کرنیزې مځکې وېشي.

دغه وزارت نن (چهارشنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي:«په دې اړه خپرې شوې اوازې جعلي او بې بنیاده دي.»

په خبرپاڼه کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده د فرمان یادونه شوې چې ویلي یې دي، هیڅوک د ده له اجازې پرته د قوش تېپې کانال په شاوخوا کې د کرنیزې مځکې د وېش، کرلو، کار کولو، پلورلو او رانیولو حق نه لري.

د دغه کانال لومړی پړاو تېره میاشت پای ته ورسید او پر دوهم پړاو یې کار پیل شو.

ځینو کسانو اوازې خپرې کړي چې د کرنې او مالدارۍ وزارت غواړي چې د قوش تېپې کانال مځکې په اجاره ورکړي.

تر دې مخکې ځینو متعصبو کسانو اوازه خپره کړې وه چې ګواکي طالبان د پاکستان په موافقه غواړي چې د ټي ټي پي کسان د قوش تېپې کانال په شاوخوا ابادېدونکو مځکو کې مېشت کړي.

دا کانال ۱۰۸ کیلومتره اوږد دی او د بشپړېدو په صورت کې په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې ۵۰۰ زره هکتاره مځکه خړوبولی شي.

دا کانال به د هلمند له پروژې وروسته، چې په ۱۹۷۰ لسیزه کې د امریکا په مرسته بشپړه شوه، د افغانستان تر ټولو ستره کرنیزه پروژه وي او افغانستان به تر ډېره له بهره د غلو- دانو د واردولو له احتیاجه خلاص کړي.

په همدې حال کې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د قوش تېپې کانال د ساتنې لپاره د یوې ځانګړې قطعې د جوړېدو امر کړی دی.

د دې قطعې مشري به ملامحمدطیب حاجي حقاني کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب