یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+(هغه راهب چې خپل فېراري موټر یې خرڅ کړ) ادبي شننه

(هغه راهب چې خپل فېراري موټر یې خرڅ کړ) ادبي شننه

ترتیب کوونکی: مصطفی (عباس)

لارښود استاد: محمد مصطفی (صفا)

کال:                                                                                            ۱۴۰۲هـ ش

فهرست………………..مخونه

سریزه……………………..۴

د لیکوال پېژندنه……………….۵

د ناول ډولونه…………………۶

د ناول د جوړښت بنسټیز توکي…….۸

د داستان محتوا………….۸

کیسه…………………..۸

پلاټ………………….۱۰

کرکټر(پرسوناژـ لوبغاړی)……۱۲

ډیالوګ یا خبرې اترې………۱۳

د صحنو انځورولو اړتیا……..۱۴

منظر کشي………………..۱۴

پایله……………………….۱۶

مأخذونه……………………۱۷

سریزه

د متعال ذات په سپېڅلي نامه !!!

دا چـې دتحصیلي دورې په موده کې موډیر آثار ولوسـتل او ډیر څه مو ترې زده کړل؛ نوله هغې جملې څخه ځینې هغه کتابونه، له بهربنیو ژبو څخه پښتو ته را ژباړل شوي وو، چې له یوه نړیوال شهرت څخه برخمن دي او نړیوال شهرت لري؛ نو دې ټکي او خپلې لیوالتیا ته په کتو مې هوډ وکړ تر څو د خپلو هیوادوالو لیـکوالانو او د هغه په آثارو باندې څیړنه وکړم او یایی په اړه څه ولیکم.

لکه څرنګه چې سیمینار ځانته خپل چوکاټ لري او ډیر لوی شهکار دی؛ نو زما د موضـوع اړوند مواد بیـخي ډیر وو او دا سیمینار مې دا اجازه ر انه کړه چې ټول مواد په کې راواخلم؛ نو دا تکل مې وکړ چې له اړوندو معـلوماتو څخه یوڅه غورچان کړم اوخپل سیمینار پرې ولیکم.

 هغه راهب چې خپل فېراري موټریې خرڅ کړچې یو تاریخي داستان دی او نوموړی داستان د یوه کاناډایي تکړه لیکوال او ژورا لیست دی.

هغه راهب چې خپل فېراري موټر یې خرڅ کړ یو نړیوال اثر دی او نوموړی اثر د کاناډا هېواد یو تکړه لیکوال رابین شرما په (۱۹۹۴م) د ده نوم ورآسماني کړ چې دغه اثر څه باندې پنځه مېلیونه نسخې پلورل شوي او تر(۷۰) زیاتو ژبو ژباړل شوی اثر دی، خوشبختانه ویلی شم چې دغه لوی اثر زموږ وتلي ژباړن جبار فېراز په دیارلس څپرکو او(۲۳۶) مخونو کې پښتو ته اړولی دی او په افغانستان کې د سروش کتاب پلونځۍ(۲۰۱۸م) خپور کړی دی.

په درنښت

مصطفی (عباس)

د لیکوال پېژندنه

ښاغلی! رابین شرما په (۱۹۶۵م) کال د مارچ په آته لسمه نېټه په کاناډا هېواد کې خپلې سترګې دې نړی ته غړولي دي.

نوموړی په هارورډ پوهنتون کې د حقوقو پوهنځی لوستې، تر (۲۵۹ ) کلنی پورې په همدې ډګر کې د مدافع وکیل په توګه پاتې شو.

ښاغلی! شرما وروسته له(۲۵) کلنی خپله د وکالت دنده پرېښودله او د لیکوالی ډګر ته راستون شو په (۱۹۹۴م) کال کې خپل لومړی کتاب هغه راهب چې خپل فراري موټر یې خرڅ کړ تر نامه لاندې چاپ کړ، چې د امازون ویبپاڼې کې یې اوس هم د کتاب فزیکي بڼه په۷۸ /۷ ډالر پلورل کیږي.

چې دغه کتاب د ده نوم ورآسماني کړ.

دغه کتاب تر دې دمه څه باندې پنځه مېلیونه نسخې پلورل شوي او تر (۷۰) زیاتو ژبو ته ژباړل شوی دی، چې له شک خلاص د ارزښت یوه څرګنده نښه بلل کيږي.

ښاغلی! شرما تردې دمه(۱۲) ارزښتناک کتابونه لیکلي دي، چې ددې جملې څخه خوشبختانه ویلی شو چې زموږ ژباړونکو (۵) کتابونه خپلې ژپې ته ژباړلې دي.

یو داسې په زړه پورې داستان چې هم به زده کړه ځينې وکړي او هم به خوند ترې واخلي

۱ـ هغه راهب

۲ـ ته چې ومرې څوک به ژاړي؟

۳ـ تکړه شه!

۴ـ د بریالیتوب پيل

۵ـ د بریالیتوب تور کوچينی کتاب

د ناول ډولونه

په نړۍ ادبیاتو کې ناول خورا زیات ډولونه لري. ځینې مهم ډولونه یې په دې ډول دي:

۱ـ تاریخي ناول

۲ـ اجتماعي ناول

 ۳ـ سیاسي ناول

 ۴ـ جنايي او پولیسي ناول

۵ـ فلسفي ناول

۶ـ اروا پوهنیز ناول

۷ـ سیاینس فېکشن ناول

 ۸ ـ کرکټر محوره ناول

۹ـ فانتزي ناول…

تاریخي ناول: هـغه ناول دی چې د تاریخي پېښو پر بنسټ لیکل کیږي او کرکټرونه یې هم ډېر کله څرګند تاريخي افراد وي. په تاريخي ناولونوکې تاريخي پېښې له تخـیلي پېښو او صحنو سره غاړه غړۍ کيږي یا د تاريخي ناولونو په پنخونه کې له تاريخي پېښو سره تخیلي چلند مهم اړخ دی.

لاندې تاریخي ناولونه د تاريخي ناولونو په ژانر کې راځي.

جـګړه اوسوله/ تـولوستوی،وروسـتی مورچل/ نسیم حـجازي، تـوره ماته شوه/ نسیـم حجازي، میرویس خان نیکه/ محمد زبیر شفيقي…

اجتماعي ناول: هغـه ناول دی چې دیوې یا بېلا بېـلو انسـاني ټولنو، ټولنپو هـنيز مسایل په خپـله لمن کې رانغاړي، لکه ځانګړي دودونه، رواجونه، طبقاتي تو پيرونه، فرهنګي جوړښتونه او ټولنیزې ښېګڼې، بدګڼې او…

لکه د غوسې وږي/شټاین بک، دبنګ مسافري/ نور محمد ترکی…

سیاسي ناول: هغه دی چې په ټولیز ډول له سیاست او سیـاسي مسایلو سره اړیکه لري او مشخص سیاسي اشخاص او څېرې، په اصلي او سمبولیکه بڼه په کې دکرکټرونو رول لري.

لکه دحیـواناتو فارم/ جـورج اور وېل، ډاکـټر ژيـواګو/ بوریـس باسـتر ناک، طالبـه خـدای کـه بـه مـلا شې/ نصیب سیماب…

جنـایي او پـولیسي ناول: په جنـايي او پـولیسي ډول کـې هغه ناولونه راځي چې د جنایي او پولیسي پېښو په باب لیکل کېږي اود وژنو، غلاو، تښتونو او نورو جرایمو په باب ګیسې کوي.

لکه او بـیا هیـڅوک نه وو/ اکاتا کرېسټـي، نه دیرشمه پـوړۍ/ جان بو جان، ۳۸بجې۴۰ دقیـقې/ رحیم الله بشارت…

فلسـفي نـاول: هغـه ناول دی چـې یو ځـانګړی فلسفي فـکر، یا فلسفي نـظریه یا نظر یې دداستان په چوکاټ کې وړاندې کوي.

لکه د سوفي نړۍ/ جوسټن ګارډر، پردی/ البرټ کامو، کانګې/ ژان پل سارتر…

ارواپـوهـنیز ناول: اروا پوهنیز یا روانی ناول هغه دی چې د افرادو د رواني، ذهني او  عاطفي حالاتو انځورونې ته زیاته پاملرنه کوي  او ډیر کله په ارواپو هنیزو نظریاتو ډډه لګوي.

لکه کـله چې نیـچه وژړل/ آرویـن یا لوم، د کارا ما زوف وروڼه/ داسـتا یوفسکي، دورک وخت په لټه کې/ مارسل پروست…

ساینس فېکشن ناول: هغه ناول دی چـې داسـتان یې د سـاینسي اټکلونو په بنسټ ولاړ وي. یا هغه ناول دی چې دناپېژندل شو یو ساینسي پرمختیاو وړاندوینه او انځورونه کوي. په نړیوال ادب کې نامتو فرانسوي لیکوال(ژول وېرن)  دساینس فېکشن ناول بنسټ ګر بلل کېږي.

لکه شل زره فرسـخه تر سمـندر لاندې/ ژول وېرن، عـبرت/ کالـډ ویل تارنبـول،۴۵۱ فار نهـایټ/ رې براډ بوري …

کرکټر محوره ناول: کرکټر محوره ناول هغه دی چې د داسـتان له پېښو څـخه زیات د داستان د کرکټر د حالت او خاصیت بیان ته پکې پاملرنه کېږي. لاندې ناولونه کرکټر محوره دي.

سترې هېلې/ چارلېز ډيکينز، مالونه مري/ ساموئل بکت،په کور کې یو لېونی/ وفا سمندر…

فانتزي ناول: فانتـزي یا وهم او خیال ناول هغـه دی چې ډېر کله چادو او منتر ته پکې ځای ورکول کېږي، یا داسې تخیلي پېښې پکې انځورېږي چې په واقعي ژوند کې نه موندل کېږي.

لکه هاري پاټر/ لیکواله جي. کې رولېنګ، کوچينی شهزاده/ انتوان اګزو پري، رنـګه غوږونه/ نصير احمد احمدي…

د ناول د جوړښت بنسټيز توکي:

کیسه، پلاټ، کرکټرایزېشن، منظرکشي،تلوسه،ډیالوګ،زمان اومکان.

د داستان محتوا:

په ځان کې نظم او دیسپلین ځان جوړونې، پلان، روهي هوساینې هدف درلودل او په ټولنه کې د ښه ژوند او شخصیت جوړولو لارې چارې راښیی.

په دغه ناول کې یوازې او یوازې خپلو هیلو او موخو ته ځان رسول دي چې یو انسان څنګه خپلو موخو ته ځان رسوي.

کیسه:

په ناول لومړنی اساسـي توکی کیسه ده، چې ناول دملا دتېر حیثیـت لري. چې پرته له کیسې ناول نشي لیکل کېدای، کیسه باید له ژوند او ټولنې اخیستل شوې وي، دلنډې کیسې کیسه کوچینۍ؛خو ناول کیسه لویه او پراخه وي.

یو ادبپوه وایي( په ناول کې که نور څه وي او کنه؛ خو کیسه باید خا مخا پکې وي.)

کیسه په ناول کې تر ټولو مهم ارزښت لري، خکه همدا کیسه ده چې په لوستونکو څوسوه مخه کتاب په تلوسه لولي او خوند ورڅخه اخلي.

کیسه له داستاني او کيسه ایزو ادبیاتو لرې کړل شي، نو یاد ادبیات ممکن ديوه څېړنيز متن په څېر وچ او له هنره تش دريځ غوره کړي.

د داستان کیسه داسې پیل کېږي.

داستان دې د جولیان منتل د حملې او دهغه په لوطدلو پیلیږي جولیان یو دم خپل ټول شته له او پریوه ناڅرګند خوا روانېږي.

دا هغه څه وو چې منټل له ډېرو کار کولو ستړی شوی وو یوه ورځ له ځان سره داسې پرېکړه کوي چې دا هرڅه پرېږدي او واقېعي سکون ترلاسه کړي د خوشحاله ژوند پیلولو لپاره د هندوستان هغه راهبانو ته ورځي چې کلونه کلونه یې د نېکمرغه او خوشحاله ژوند فلسفه زده کړې ده جولیان منټل د هند راهبانو ته ورځي د یړ څه وخت تېرېده وروسته منټل بېرته راګرځي او خپل ټاټوبي ته راستنېږي خو خپل نژدې ملګری جان یې نه پېژني!

داسنګه امکان لري چې همدا څو کاله وړاندې هغه ستړی او بوډا ته ورته کس دې اوس شاوخوا دېرش کلن ځوان دنګه ونه ډنګر فېټ او له ژوند او انرژی مالا مال دی هره حادثه یوه موخه او هره ماته یو درس له ځان سره لري په دې مې سرخلاص شو چې هر ډول شکست هغه که شخصي حر فوي او آن که معنوي وي د فرد په غوړېدنه کې لوی رول لوبوي چې انسان د ننه څخه لوی وي او ګنې اروایي ګټې ورسوي؛ خپل تېره ته د پېښمانی نه بلکې د یو ښونکي په سترګه ګوري.

جولیان منټل خپل نژدې ملګري جان ته وویل راهبانو دا را ښودل چې په یوه عادي ورځ کې د یو کس په ذهن کې شاوخوا شپته زره فکرونه تېرېږي او تر ټولو په زړه پورې لا داده چې ددغه فکرونو چې په سلو کې پنځه نوي سلنه د تېرې ورځې سره یوشان دي! بلکې دا هغه ظلم دی چې موږ یې هره ورځ د پوچو سو چونو د لاسه په خپلو ځانونو کوو.

هغه کسان چې دې ته ورته افکار په ذهنونو کې پالي چې زیاتره یې منفي برخه جوړوي په ذهني تباهۍ اخته کېږي.

او په خپل ژوند کې په شته ښو شیانو او تګلارو د تمرکز په ځای په خپل ماضي حالت کې بند پاتې کېږي؛

ځنې نور بیا د خپلو شلېدلو اړيکو یا مالی ستونزې په فکرونو کې ورک دي یو شمېر نور بیا د خپل برهم(ګده وده) ماشومتوب له امله خوا شينې دی بعضې بیا په عادي مسایلو ځورېږي.

د یو ګي رامان د سیوانا نورو مینه ناکو حکیمانو تر خپل منخ یوه وینا لرله چې نسل په نسل ورته را لېږدولې او خورا لرغونې وه.

وینا داسې وه( درنښت په دې کې نه دی چې تر نورو خلکو غوره شې؛ بلکې په دي کې دی چې تر خپل پخواني ځان ښه شې) د دېنه مې اصلي موخه داوه که غواړې چې ژوندې وغوړېږي او هغه څه ترلاسه کړې چې وړتیا یې لرې نو باید له خپل ځان سره سیالي وکړې.

دا هېڅ مهمه نده چې نور دې په باب څه ووايې بلکې مهمه داده چې ته خپله څه و وايې.

د نورو د خبر پروا مه کوه له هغه کړنې د باید د چا پلار هم و نه ګرځوي چې ستا زړه او وجدان ته سمه ښکاري؛ هېڅ کله د یو ښه کار په کولو مه شر مېږه.

یو ګي رامان به وویل څومره چې د نورې د آرمانونو په اړه فکر کوې هغومره د خپلو آرمانونو نه شاته پاتې کېږې.

زموږ په ټولنه کې ډېر ځله په څه نه پوهېدونکي کسان کمزوره بلل کېږي؛ خو په اصل داسې نه ده هغه کسان تر ټولو د غت جبر په سترګه کتل کېږي؛ بيخي ډېر انسانان ځنې ډارېږي مګر هوښیاران په پرانېستې په غېږ هر کلی کوي.

 قانون( د بدا یېزم یوه تګلاره ده) د تازه کارونو په اړه داسې وایي هغه کسان چې د ذهن دريڅې نویو نظرZenد ذن

یو ته پرا نېزي یعنې د هغه تشو جامونو واله خلک تل د بریالیتوب او خو ښیو لوړ پوړیو ته رسېږي.

هېڅکله آن د ډېرې ساده پوښتنو له کولو درېغ مه کوه؛ د پوهې د ترلاسه کولو یواځینی تر ټولو اغېز ناک چل پوښتنې کول دي.

پلاټ:

د پلاټ ارزښت: دناول  د هنریت لومړی ثبوت د پلاټ سه ترتیب دۍ . ښه پلاټ د ښه ناول ځانګړنه ده.۳

په عامو ناولونو کې کیسه موجوده وي او اکثره وخت ښه کیسه وي؛ خو پلات په کې نه وي.

په ناول کې پلاټ د خاصو لوستونکو لپاره وي. دعامو لوستـونکو لپاره دا اهمـیت لري، چې په دې پـوه شـي چې له

(احمد) سره څه وشول؟ خو د خاصو لوستونکو لپاره دا ډېر ارزښت لري چې له (احـمد) سره ولې داسې وشول؟

دا (ولې) د هنر هغه کمال دی چې د لوستونکو په اذهانو کې بدلون راولي.

د پلاټ تعريف:

پلاټ د علت او معلول پر اساس د پېښو نه شلېدونکي تړاو ته وایي چې مرکزي کرکټر ته د اوج تر پړاوه د ژر رسـېدو مخنیوی کوي.

د علت او معلول تړاو یعنې داچې هره پېښه د مخکينۍ پېښې معلول او د راتلونکي پېښې علت وي.

په بل عبارت: د ناول پېښـې باید نه یوازې د مخـکنیو پېښـو له سـببه را زږېـدلې وي، بلکې د نورو يېـښو د مـنځته راتګ سبب هم شي.

د پلاټ او کيسې توپير:

عوام کیسه او پلاټ یو شی ګڼي؛ خو د دې دواړو تر منځ تو پير شته.

کیسه بیان ته ویل کېږي؛ خو پلاټ د کیسې هنري بیان ته ویل کېږي.

(( پاچاه مړ شو او بیا ملکه مړه شوه.)) دا یوه کیسه ده، (( پاچاه مړشو او د هغه د مرګ په غم کې ملکه مړه شوه.)) دا پلاټ دی.

کیسه په عمومي ډول څه وشول؟ له چا سـره وشول؟ چېرې وشـول؟ ته ځواب وايي او پلاټ بیا ولې وشول؟ او په څه سبب وشول؟ پوښتنې ځوابوي.

يوګي رومان به وویل: اوه فضیلتونه په یوه مرموز داستان کې پراته دي.

داستان د دغه ټولو فضیلتونو نچوړ دی او کیسه په دې شان ده په یوه ښکلي او زړه وړونکي تک شنه بڼ کې ناست یې، هلته راشنه ګلونه تردې دمه بل هېڅ ځای نه دی ليدلی، چاپېریل بې حده آرام او چوپ دی.

د دغه بڼ پر نفساني خوندونو مزې واخله او داسې وه انګېزه چې له دې طبعي جنته د مزو اخیستلو لپاره د دونیا ترپایه ژوندی یې، شاوخوا سترګې غړوې او د هغه جادویې بڼ په منخ کې لکه شپږ پوړيزه ودانی دومره دنګ سور څراغ څلي(د سمندر د څلي په جګ سره لګېدلي ګروپ ته ويني) نا څاپه د هغه څراغ څلي ښکتنی دروازې د خلاصېدو غږ د بڼ چوپتیا ماتوي، له هغې څخه دوه متره جګ او دوه سوه کیلو دروند جاپانی سومو(یو ډول غېږ نيونکی) غېږباز را وزي او په باغ کې په ګرځېدو پيل کوي.

جاپانی سومو غېږ باز تقريباً ټول بربنډ دی، یوازې یې په ګلابي رنګه کېبل خپل عورت پوښلی دی.

سومو غېږ نېوونکی د قدموهنې له پيلولو سره سم یو ځلانده له سرو زرو جوړ کوکي ساعت مومي، هغه کلونه ـ کلونه پخوا هلته یو چا اېښی دی.

غېږباز د ساعت له اوچتولو سره جوخت نا ببره پر ځمکه بېهوښه را لوېږي او یولوی درب کوي.

مګر هغه شېبه ته فکر کوې چې وروستۍ سلکۍ یې دي، غېږ باز بېرته را بیدارېږي، لامل یې ښایي هلته نژدې د ولاړو ژېړو ګلانو بوی وي.

یو ځل بیا ځواک اخلي، چټک سره ښوري، په خپلو پښو ټینګ درېږي، د شپږم حېس په پارونه خپلې کېنې خوا ته ګوري او د یو څه په ليدلو یې خوله وازه پاتېږي.

د بڼ پرڅنډو او بوټو په منځ یوه اوږده او په برېښدونکو الماسو پوښلې لار ويني، غېږ باز ته له یوه لوري یو آواز وايي چې دغه لار په خوله ورکړی.

هغه همداسې کوي او هغه لار یې د یوې ابدي او تل پاتې خوښی پر خوا سيخوي.

د دغه کیسې په پيغام کې یوه نړی احساسات او موخه یوه بېساري اخلاص پټ دی، چې د دغې کیسې هره برخه د خوښ ژوند اوصول رانغاړي او ژوره معنا لري، بڼ، څراغ څلی، سومو غېږ باز، ګلابي رنګه کېبل، کوکي ساعت، ګلونه او د الماسو اوږده زړه وړونکي لار دغه اوه فضیلتونه د شعوري ژوند سنبولونه دي.

 کرکټر (پرسوناژـ لوبغاړی):

کرکټر، شخصیت، ستوری، او که اتل؟

په داسـتاني ادب کې هـغه چاته چې پېـښې زېږوي یا پېـښې ورته پېـښېږي، بېلابېل نومونه کارېدلي دي: شخـصیت، کرکټر، لوبغاړی، اتل،هېرو، ستوری او نور…

لیکوال او کره کتونکی ((استاد اسدالله غضنفر)) په دې اړه وايي:

(په پښتو  کې کرکټر ته ځينې کرکټر وایي، ځينې ورته اتل وایي. ستوری، شخصیت یا هېرو هم ورته ویل شوي دي. دلته بېلا بېل دلایل وړاندې کېږي. هغوی چـې د اتل کلمه  مناسبـه ګڼي؛ وايی چې اتل خو باید به مثبته معنی راشي. حال داچې د کيسې کرکټر ممکن منفي کس وي. د شخصـیت په اړه هم نيوکه کيږي چې بې شخصیته او با شخصیته کلمې هم لرو چې نورې معناوې ورسره غوټه دي. د سـتور ي په مـخالفت کې ویل شوي دي چـې د سینـما له دونیا سره ډېر تعلق لري. د کرکټر د کلمې په اړه ویل شـوي چـې یو خو د انګليسي کلمه ده او دخصلت مفهوم ډېر په کې نغښتی دی…)

د اسـدالله غضنفـر مـطلب دا دی چـې پر هماغه نورو نومونود ((کرکټر)) نوم مناسـب دی. داچې انګلـيسي دی، نو دومره ستـونزه نه لري، ځکه موږ ډېر نور انګلیسي نومونه هم لکه راډیو، انټرنېټ، سيمینار او نور په پښتو کې لرو اونو تقریبًا زموږ د ژبې مال ګر ځېدلي.

کرکټر څه ته وايي؟

په ادبـیاتوکې د کرکـټر له کلمې څخه هدف هغه خلق شوی انسان، حیوان یا هماغه شي په شان له خصوصیاتو څخه برخمن وي او له همدې خصوصیاتو سره په داستاني ژانر کې رل څرګنديږي.

په بله وینا: ناول ته هر ډول کرکټر ټاکل کېدای شي. انسان، حیوان او یا هم غیر ژوندي موجودات.

په ناول کې د کرکټر اړتیا: افغان ادبپوه(( استاد نجيب منلی)) د کرکټر په باب وېلي:

بېله کرکټره کيسه نه جوړېږي. که کیـسه تلوسه ونه لري، کېدای شي بیا هم کیسه پاتې شي. زه سهار له کوره ووتم، په موټر کې کېناستم او دفتر ته لاړم. دا یوه کیسه ده. دې کیسه کې تلوسه نشته. دې کیسه کې څه خاص انکشاف نشته، مګر کیسه ده. یوه پېښه مې بیان کړه. اوس که له دې کیـسې (( زه)) و باسم، بیا هېڅ شی نه ده، ځکه له کوره وتل او دفتر ته رسېدل، ماته پېښ شوي دي. که زه دلته نه یم نو پېښه نشته.

کرکټر په دریو برخو وېشل شوي دي.۴

۱ـ داخلي کرکټر: د کرکټر نـفساني بڼه او فـطرت څرګندوي، چې زموږ کرکټر د کومې مفکورې او عقـيدې د خاوند دی او دخپلې ټولنې لپاره یې ليد لوری څه دئ.

۲ـ خاريجي کرکټر: د کرکټر ظاهري بڼه څرګندوي، چې دغه کرکټر هلک دی یانجلۍ، زوړ دی یاځوان.

۳ـ ټولنـيز کرکټر: د کرکتر ټو لنـيز اړخ څرګندوي، چې کرکتر په ټولنه کې کوم موقف لري. ډاکټر دی، انجينر، بزګر، او ادیب دی همداسې نور…

د دې داستان اصلي کرکټران: جولیا منټل او دده نږدې ملګری جان دی، چې دوی دغه ناول ځان جوړنې، خوښ ژوند، موخو ته د ځان رسولو او داسې نورو مهمو موضوعاتو باندې محاوروي خبرې اترې کړي.

د دې ناول فرعي کرکټران: یوګي،کرشينانه ،جيني(جان ښخه) او د سیوانا، دحکيمانو څخه یوګي رامان چې له دې څخه یې د داستان د وړاندې تګ او دکيسې بشپړولو او پای ته د رسولو په داستان کې ځينې کار اخیستی.

ډیالوګ یا خبرې اترې:

ډیالوګ دکرکټرونو ترمنځ خبرو ته ویل کيږي. یا به له ځان سره غږېږي اویا هم له نورو سره .

د عامو خبرو او ډیالوګ ترمنځ توپير:

د داسـتاني آثارو کره کـتونکي او لـیکوالان په دې نظر دي چې کله د داستاني اثر خبرې اترې په هنري ډول ولیکل    (conversatio(  دی او که په هنري ډول ونه لیکل شي، نو مکالمه(dialogue( شي، نو ډیالوګ ده.

په پښـتو ژبه کې د عامو خبرو اترو او ډیالوګ د اصطلاح ترمنځ تو پير نه کول، ښایی د دې لامل هم شوی وي، چې زموږ ځوان داسـتان لیکونکي په خپلو آثارو کې د ډیالوګ په بـرخه کې ډېر بریالي نه ښـکاري او ډېر وخت په خپلو ناولونو کې اضافي خبرو ته مخه کوي.

منظر کشي یا منظره کښنه:

هر داستان د صحنو ټو لګه وي. که یو داستان له دېوال سره تشبې کړو، نو صحنې له هغو خښتو سره تشبې کوالای شو چې همدا دېوال ورنه رغېدلی دی.

په تیاتر کې دهر هغه عمل ننداره د ډرامې یوه صحنه بولو چې په واحد زمان او مکان کې وي.

کله چې د پېښو زمان او مکان بدليږي، صحنه هم ورسره بدليږي.  په تیاتر کې معمولً د پردې د راکوزېدو، له ستېج څخه د څو شېبو د ممثلانو د وتلو او چوپتیا  په وسیله له یوې صحنې څخه بلې ته اوړو.۵

دصحنې اصطلاح هم له تیاتر څخه د داستان بحث ته راغلې ده. په داستان کې هغه څه ته صحنه وايي چې په واحد زمان او مکان کې پېښېږي او لوستونکي ته په مستقیم ډول وړاندې کيږي.

یا هغه ځای یا مکان چې د داستان یوه  پېښه په کې را منځته کيږي او کرکټرونه خپل رول په کې تر سره کوي صحنه بلل کيږي.

د ناول د کیسې پېښه یا پېښې چې په کوم زمان او مکان کې پېښېږي، دهغه ځای او وخت تصویر وړاندې کولو ته منظر کشي وایي.

د صحنو انځورولو اړتیا:

که خپلو تجربو ته پام وکړو، بیان د سړي له حافظې وځي؛ خو تصویرونه پر ذهن سیوری پرېږدي  او تر ډېره وخته ژوندي وي.

د خپل ماشومتوب ډېرې خبرې مو نه دي یادې؛ خو ډیرې صحنې او تصويرونه مو لا د ذهن په البوم کې محفوظ دی.

په داستان کې ډېر کله تر( توصیفي بیان) نه تر(سیمي بیان) اغېز ناک راځي. په توصیفي انداز کې د یوه ځای په اړه معلومات ورکوي؛خو په ترسیمي انداز کې هغه ترسیموي او انځوروي. البته ځينې وخت توصیفولو ته هم اړتیا وي، خو باید تر اندازې زیات نه شي او خپل ځانګړی جدابیت وساتي.

د منظر کشی بېلګه:

له خلکو په ډکه محکمه کې پر ځمکه را ولوېد، دهېواد یو وتلی مدافع وکیل وو.

هغه نه یوازې د خپلې فېشني بڼې او دری زره ډالري درېشي، بلکې پر حقوقي ډګر د پرلپسې بریا وو له امله هم خورا لوی نوم درلود.

زه هلته ناښوره ولاړ وم او تازه پېښې شوې حادثه مې لاس او پښې را فلج کړي ول.ستر جولیان منټل دا ګړې یوه هلال شوي پسه ته ورته وو، لپتکې (لاس او پښې یې وهلې) او ټول اندامونه یې لړزېدل او د یو اروایی ناروغ غوندې خولې پرې را ماتې وې.

پایله

دا مهمه ده چې یو داستان او نړی وال شهکار هغه راهب چې خپل فېراري موتر یې خرڅ کړ باندې د استاد دهمکاری لازمه او هر اړخيزه توګه څېړنه وکړه د دغه اثر را بين شرما د کاناډا هېواد یو تکړه لیکوال دی.

نوموړی د دې اثر ارزښت ځکه مهم دی چې د ده نوم یې ورآسماني کړ.

د دې اثر ارزښت او اهمیت دد ې سيمنار په جریان کې تر بحث لاندې نیول شوی او قدر منو لوستو نکو ته به د پام وړ ادبي توکي ولري.

د دې سیمنار په جریان کې چې څېړنه یې دومره آسانه هم نه وه لومړی مو د لیکوال رابین شرما پېژندنه کړې چې دغه پوښتنو ته به ځواب ووایي.

ـ رابین شرما څوک وو؟

ـ چېرته زېږدلی دی؟

ـ د ده مشهور اثر څه دی؟

بیا د دې داستان پېژندنه ده، د داستان محتوا ده، د ناول اجزاوو او غوره جملې په مسلسل ډول راړل شوي دی او د داستان نه مې د ناول د اجزاوو د مطابق نثري لیکنې را اخيستې او ترڅنګ مې د مشهورو لیکوالانو غوره جملې ذکر کړي دي.

چې دغه موضوعګانو په سیمینار کې په ترتیب اوتفصیل سره بیان شوي لکه کیسه،پلات ، داستان اصلي اتل جولیان منټل او جان ځانګړتیاوې چې په لنډه توګه د داستان په موضوع او منځپانګه کې هغه څه انځور شوي چې یا پر ده تېر شوي یا یې لېدلي او یا یې په اړه مطالعه کړې.

د دوی ترمنځ مکالمې، د ځينو صحنو منظر کشي او مقصد په سیمینار کې راوړل شوي دي او بحث پرې شوی دی.

په درنښت

مصطفی (عباس)

مأخذونه

۱ـ رشیدي، پوهاند جمشېد په (۱۳۹۷ل) ادب تیوري نویسا خپرندویه ټولنه.

۲ـ شرما، رابین ژباړن فراز، جبار په (۲۰۱۸م) هغه راهب چې خپل فېراري موټر یې خرڅ کړ، سروش کتاب پلورنځی.

۳ـ هاشمي، څېړنوال محی الدین په (۱۳۹۲ل) د نثري ادب ډولونه (ادبي ژانرونه) وحدت خپرندویه ټولنه.

https://erchive.taand’com۴ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب