یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهنسبتاً زورورې زلزلې د افغانستان او تاجکستان سرحدي سیمې ولړزولې

نسبتاً زورورې زلزلې د افغانستان او تاجکستان سرحدي سیمې ولړزولې

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۲۴مه) نن سهار وختي یوې نسبتاً زورورې زلزلې د افغانستان او تاجکستان یو شمېر سرخدي سیمې ولړزولې.

 د جرمني د زلزله پېژندنې د مرکز GFZ پر اساس، د دې زلزلې مرکز د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په سرحد کې و او قدرت یې د ریښتر په کچه ۵،۳ درجې و، خو دقیق ځای یې نه دی ښودل شوی.

د GFZ د معلوماتو له مخې د دې زلزلې مرکز تر ځمکې ۱۰۹ کیلومتره لاندې اټکل شوی دی. په عین حال کې د امریکا د جیالوجیکي سروې ادارې د دې زلزلې شدت د ریښترپه کچه ۴،۹ درجې ښودلی او ویلي یې دي چې مرکز یې د بدخشان ولایت په اشکاشم ولسوالۍ کې و.

دا زلزله د سهار په ۴ بجې او ۵ دقیقې وشوه.

د زلزلې په نتیجه کې د احتمالي مرګ ژوبلو او تاوانونو په اړه کوم راپور نه دی ترلاسه شوی. د یکشنبې په ورځ هم له همدې سیمې څخه د ۴،۷ درجې زلزلې خبر راورسېد چې مرګ ژوبله یې پېښه نه کړه.

په افغانستان کې سږ کال پر له پسې زلزلې کېږي. تر ټولو ډېرې زلزلې په هرات کې شوي او د سر و مال ډېر تاوانونه یې پېښ کړي دي.

د وروستیو راپورونو له مخې، د هرات په زلزلو کې شاوخوا ۲۵۰۰ تنه مړه شوي او سلګونه نور ژوبل شوي دي.

دې زلزلو سلګونه کورونه نړولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب