یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+په غزه کې د اسرائیلو جنګي جناياتو ته د غرب غبرګون

په غزه کې د اسرائیلو جنګي جناياتو ته د غرب غبرګون

ليکنه؛ عبدالوحید وحيد

په اسرائیلو باندې د حماس بريد او ترشا يې پټ او ښکاره عوامل دوکې توطيې او دسيسې او بيا په غره کې د اسرائیلو وحشت بربریت او بشري ضد جنايات ددې لپاره څه وخت پريږدو چې ډيرى حقائق لاهم د ګنګوسو ترکچې دي. د وخت په تيرېدو به ډپر پټ رازونه بربنډ شي او بيا به موږ هم ورباندي تبصرې کوو.

په سيمه او نړۍ کې د رامنځته شويو سياسي اقتصادي رقابتونو او ستراتیژیکو بدلونونو  په تناظر کې د لويديځو هيوادونو په ځانګړي ډول د امريکا له دوه ګونی معیارونو څخه  چې په انسانانو کې حقونو او انساني کرامت ته د غرب دوه ګونئ معيارونه، بشري حقونه، جنګي جنايات او داسې نور غولوونکي شعارونه يوازې دوکه فريب او غولول دي چې د لويديځوالو لخوا يوازې په خپلو مخالفینو او اقتصادي رقيبانو باندې د تطبیق وړ ګڼل کېږي.  لویدیځ هیوادونه خپل ارزښتونه او باورونه هم پرته له دې چې د تمدنونو ترمنځ توپيرونه، ديني تړاوونه او کلتوري ځانګړتياوې په پام کې ونيسي د فشار دَ ابزارو په توګه په نورو ټولنو باندي د تحميلولو هڅه کوي

همدغه شان لویدیځې ټولنې له نورو ولسونو څخه تمه لري چې د هغوى د کلتوري نورمونو  سره ځانونه عيار کړي خو په نورو کلتوري ټولنو کې له اوسيدونکو لویدیځوالو ځخه ورته غوښتنې نه لري.  د بیلګې په توګه، لویدیځې ټولنې په ختيځو ټولنو کې د غربي کلتور خپلولو تلقين کوي خو په لويديځه ټولنه ختيځ کلتور ته د اجنبيت تعصب او تبعیض په سترګه کتل کېږي. دغو دوه ګوني معیارونو ته د حل موندلو انساني ټولنه ګډ کار کولو ته اړتیا لري چې  وکولاى شي د تمدنونو ټولنو مذاهبو او کلتورونو ترمنځ د يو بل منلو يو بل ته د درنښت او تر هغو چې امکان ولري مشترکاتو د لټون لپاره ګډ کار وشي.

اقتصادي نابرابري په اوسني نړیوال نظم کې بله مهمه اندیښنه ده.  نړیوال اقتصادي سیسټمونه اکثرا د پرمختللو او مخ پر ودې هیوادونو ترمنځ د نابرابرۍ د دوام له امله له نيوکو لاندې راځي.  منتقدین استدلال کوي چې اوسنی اقتصادي نظم د شتمنو هیوادونو او څو سترو شرکتونو لخوا يرغمل شوى دى، پداسې حال کې چې بې وزله هیوادونه د بې وزلۍ له منځه وړلو او لوږې ختمولو لپاره هلې ځلې کوي.  دا د دې لامل شوی چې د سرچینو او فرصتونو د عادلانه ویش غوښتنه وشي. ټولنیزې بې عدالتۍ لکه تبعیض، د بشري حقونو سرغړونې، او اقليمي بدلونونه په اوسني نړیوال نظم کې د نیمګړتیاوو په توګه په ګوته کولاى شو. د یو  ټول شموله عادلانه او دوامداره نړیوال چوکاټ لپاره مخ په ډیریدو غوښتنې شتون لري چې د بشري حقونو، ټولنیز عدالت او چاپیریال ساتنې ته لومړیتوب ورکوي.

په يويشتمه پيړۍ کي د اسرائیلو له خوا د غزې ښار په ملکي خلکو  بمونه غورځول، د روغتونو ښوونځيو او اباديو کنډواله کول، د ماشومانو او تورسرو وژل او پاتې ژونديو انسانانو ته د ژوندي پاتې کېدو لپاره د مرستو د رسولو لارې بندول، يقيناً د انسانيت او انساني ارزښتونو په مخ درنه څپيړه ده. د معاصر تمدن نفى،د ارزښتونو، ديموکراسي او بشري حقونو په برخه کې يې د امریکا اصلي څېره نړۍ ته نوره هم بربنډه کړه.  غرب عموماً په ځانګړي ډول امریکا له عدالت، برابري، ديموکراسي او ارزښتونو څخه په خپله خوښه د خپلو ګټو په چوکاټ کې مختلف تعبيرونه، تفسيرونه او تعريفونه لري. په دغه برخه کې دوه مخى سياست تعقيبوي او د تل لپاره له يادو ارزښتونو څخه د ستراتیژیکو ابزارو په توګه د خپلو هژمونيکي موخو د ترلاسه کولو لپاره  کار اخلي. پرون يې  په افغانستان کې هم د ترهګري په وړاندې د جګړې په نوم د افغانستان په کليو او بانډو کې د عامه خلکو وژل, د شپنيو چاپو په مهال د مور او پلار د سترګو په وړاندي د هغوى د بچيانو وژل، په بمونو باندي د کورونو نړول حتى د ټول کلي ختمول، د بمونو مور په نوم ستر بم کارول ورته د ديموکراسي، بشري حقونو د ښځو او ماشومانو حقونو ته د ژمنتیا په چوکاټ کې برابر او خپل قانوني حق ښکاريده.

له دې سره سره چې په غزه کې ظلم هغې کچې ته رسيدلى دى چې سابقه نه لري او د بشري جنايتونو تازه ريکارډ يې جوړ کړ، خو د وحشت او بشري جنايت په وړاندې لويديځوالو خپل ارزښتونه د جيوستراتیژیکو ګټو او استخباراتي اړتیاو له احتمالي ننګونو سره د مخ کيدو له امله  له پښو لاندي کړل، غولوونکې شعارونه يې رسوا شول، ديموکراسي، بشري حقونه، په جګړه کې دملکي وګړو د خوندیتوب پرنسيپونه يې د نړيوالو د غولولو په موخه مصنوعي نقابونه ثابت شول.  موږ ايمان او باور لرو چې لويديځه نړۍ به د اسرائیلو د ننني وحشت او بربریت د بې قيد او شرطه ملاتړ بيه سبا ورکوي او دغه بيه به په نړيوال نظم کې د امريکا د هژموني د پاى ته رسيدلو په شکل وي.  نړيواله ټولنه بايد په ياد ولري چې ستونځې، فاجعې او وحشتونه په اسرائیلو باندې د حماس د توغندیو له بريد څخه نه دي پيل شوي، بلکې د فلسطينيانو په ځمکو او بيت المقدس باندي د اسرائیلو له ناروا يرغل او قبضې څخه پيل او تر اوسه پورې په مسلسله توګه دوام لري.

په سترګو مو وليدل چې د امريکا لخوا درويشت کاله مخکې رامنځته شوې د ترهګري په وړاندې جګړه ييزه ستراتیژي د سلګونو زره بيګناه افغانانو له وژل کېدو او د تريليون ډالرو له لګښتونو سره سره ناکامه شوه. له افغانستان څخه د امریکا د شرموونکې تېښتې په مهال له خپل انجام سره مخ او نه يوازې داچې موخې يې ترلاسه نکړاى شوې بلکې معکوسې پايلې يې ورکړې. د افغان ولس په ذهنيت کې د امريکا او غرب په وړاندې د نفرتونو او کرکو ګراف له مخکې څخه نور هم لوړ او د هغوى د وحشتونو له امله په مسلمانو ټولنو کې د افراطیت عنصر را وپارول شو.

لکه په افغانستان کې چې د امريکايي ځواکونو وحشتونو ظلمونو او بربريتونو نه يوازي اهداف ترلاسه نکړاى شول، بلکې منفي پايلې يې هم درلودې. همدغه شان به له هر ډول شک پرته په غزه باندې د اسرائیلو وحشيانه او بې رحمانه بمبارد او د فلسطينيانو ټول وژنه هم يقيناً معکوس نتايج ورکوي. بدې پايلې او پراخ غبرګونونه به ولري، د اسرائیلو او امریکا په وړاندې به په نړيواله کچه ځوان نسل  د اسراییلو او غرب په وړاندې د دښمنانه ذهنيت خپل کړي، په منځني ختيځ کې به د امريکا او اسراییلو پلانونه ناکاميږي او تاوتریخوالي به زور اخلي. سيمه به لا زياته ناامنه شي او د غرب په وړاندې به د نفرتونو توپان رامنځته کيږي. د صهيونيستي رژيم د وحشتونو او ټول وژنو  لويديځ نندارچيان به يې حتى په خپلو هېوادونو او خپلو کورونو کې د خوندیتوب ډاډ ترلاسه نکړاى شي.

په نړيواله کچه په غزه کې د اسرائیلو جنايتونو ته د  لويديځ ناوړه غبرګون او د لويديځ دوه مخو تګلارو، په نورو ولسونو کې د محرومیت احساس راټوکوي ، د مختلفو نیمګړتیاوو، نابرابریو، د ځواک نا انډوله کچه، اقتصادي نابرابري او ټولنیزه بې عدالتي ښئي چې ټول نړيوال نظم د څو ځواکمنو هېوادونو د ګټو پر محور راڅرخيږي. د بشري لمړنيو اړتياو پوره کولو او د انسانيت بقا ته د تضمين لپاره په نړيواله کچه د محرومیت او مظلوميت احساس ګراف لوړيږي او په اوسني نړيوال نظم کې د بدلون راتلل او د امريکايي هژموني ختمولو وخت پيل شوى دى.

3 COMMENTS

  1. کور مو ودان، ښه لیکنه ده.
    له عرفانی – معنوی نظره:
    د غزی وژل سوی څلور زره مظلوم ماشومان او په زرګونو نور ځوانان او ښځی او بوډاګان به د زړه سوی وړ وی ( یقیناً چی جنتونه به ئی په برخه وی ) خو تر ټولو د زړه سوی وړ کسان ظالم او مغرور او طغیانګر او د شیطان پیروان او شاګردان ( اسرائیلی یهود ) دی ځکه د مظلومو انسانانو سره په بشریت کی مشترک دی خو د شیطان سره به محشور او جهنمیان به وی ( د خدای په دربار کی ذلیل انسانان د زړه سوی وړ دی ).
    مطمئناً چی معاد حق دی او جنت او دوږخ حق دی ضمناً د معاد په ورځ به د دین او مذهب د څرنګوالی پوښتنه میلون میلون کلونه وروسته وسی او د بنی آدمیانو څخه لومړنی او اساسی پوښتنی به دا وی چی انسانی کرامت او نورو بنی آدمانو او ځان ته ئی څومره درناوی کړی دی؟
    بناً
    پر نژادپرست انسان دوږخ واجب دی ځکه نژادپرستی د شیطان خاصه ده او د شیطان او د شیطان د شاګردانو سره د ابدی جهنم وعده سویده.
    معاد نسته؟
    که معاد شتون ونلری نو هیڅ څه حقیقت نلری او فقط حیوانی ژوند دی ( لکه څنګه چی یو قوی حیوان پر نورو کمزورو حیوانانو واک چلوی او بالآخره کومه ورځ به هم قوی فناء سی او هم کمزوری ) او هیڅ څه به مفهوم ونلری چی البته دا ګومان ( د حساب او کتاب نه شتون ) به د سالم عقل خلاف وی.
    تاریخ د ډیرو جابرانو او نژاد پرستانو او وطنپرستانو او زورمندانو د واکداری شاهد دی خو بالآخره ټول محو سوی او نابود سوی دی بناً پلید صهیونیسټی یهود او د هغوی نړیوال غربی ملاتړی به هم لدی قاعدی مستثنی نه وی.
    امّا د صهیونیسټی رژیم په هکله یو بل تریخ حقیقت دا دی:
    ۱ – د اسرائیلو رژیم یوازنی دولت! دی کوم چی هیڅکله ئی په رسمی توګه او په نړیوالو رسمی سازمانونو کی د خپل غصب سوی دولت جغرافیائی سرحدات نه دی ثبت کړی، ددی معنی به دا وی چی هره شیبه امکان لری د نورو هیوادونو سرزمین غصب او خپله سیاسی جغرافیا پراخه کړی.
    ۲ – یوازنی دولت! دی کوم چی اساسی قانون نلری او قوانین ئی د ورځی د غوښتنو پر اساس د قاضیانو لخوا تصویب کیږی.
    ۳ – د لیبرال دموکراسی د مدرسی شاګردان ( په حقیقت کی د استعمار او امپریالیزم سردمداران او د هغوی تالی څټی ) د مسجد د مُلا لخوا د انبیاوو علیهم السلام د قِصو پر بیان خاندی او هغه افسانی بولی خو د صهیونیزم مذهبی افسانی رشتیا ګڼی او خواخوږی ور سره لری ( حتی د وُلټر او دکارټ او کانت فیلسوفانو! غوندی کسان تر اکاډمیک کس یعنی اینشټاین پوری ټول د یهودو د پلید او نژادپرستانه تسلط پټ او ښکاره مبلغین وه) .
    ۴ – د تأسف او حیرت خبره دا ده چی نن ورځ د یهودی ابن تیمیه شاګردان او نور سلفیان او وهابیان او د سعودی درباری مُلایان د اسرائیلیانو د ظلمونو په وړاندی پټه خوله دی خو د غرب منصف او آزاده ځوانان او د افریقا کړیدلی پرګنی او د جنوبی امریکی جسور او انسان دوست چپیان د غزی د مظلومانو ( ټول مظلوم فلسطین ) په ملاتړ خپلی ژبی او قلمونه او پاک احساسات کارَوی.
    ۵ – د فلسطین خصوصاً غزی غمیزه په حقیقت کی د انسانیت او توحش تر منځ یو پوخ سرحد دی او بس.

    • سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ جناب غلام حضرت صاحب محترمه
      پروردګار متعال دې په مسلمانانو باندي رحم وکړي چې خپل مکلفيتونه او مسئوليتونه وپيژني او د کفارو د لاس اله نشي. واقعا مسلمانان په ځينې ځايونو کې له ډيرو امکاناتو سره سره په غير ارادي توګه د کفارو د دسيسو اله ګرزي او متاسفانه نور يې يوازې ننداره کوي. ستاسو له نظر سره موافق يم او رب متعال ته لاسونه لپه کوم چې مسلمانان له خوب څخه راويښ کړي

    • سلام
      دا ناولې سیالی خو له ډیر پخوا دلته دمشتق ،تابع او عطف تر معادلې لاندې داکو بکو …….. په نوم جریان لری (t)x تی مربع زمان اویا مکان کې. انسانان له سوله ایز ژوند څخه تښتی نړۍ داستخباراتو په واټن کې موقعیت لری.
      دغزې د ښکرورو یهودانو تروریزم او نیتن یاهو غټ سری خوسکی لغتو په هکله دعربستان سعودی ولیعهد یوه میاشت وروسته خبر شو . دقطر مطر کوتی ډوله هېواد امیر لکه مټکور غنی کور کې وګواښېد . اسلامی هېوادونه حد اقل په دیپلوماتیکو برخو کې هم راڅرګند نه شول . استعمار او استعباد هم خوله پټه نیولې دتروریزم په جنایت ، بربریت، ضد بشری او انسانی اعمالو نه ګړیږی. دا مردار خواره به د اسقل السافلین کندې ته اخر خدای ج برابر کړی. دوه مخی مسلما نان یې په ځان نه راوړی دموکراس چېرې ده هرچیرته سور اور بل دی څوک ورته تماشې کوی او څوک په کې وژل کیږی .
      تکنالوژې په حقیقت کې دساړه جنګ له ابزارو سره مر سته کوی سوشال میدیا اوس ورته زیات مواد جوړوی . کور مو ودان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب