یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د لوژیو کورنۍ (۲)ژباړن: رحمت شاه فراز

د لوژیو کورنۍ (۲)ژباړن: رحمت شاه فراز

دوهمه برخه

۱۲۵. ارکیوهایډرولوژي (archeohydrology): هغه پوهه چې لرغونې هایډرولوژي څېړي. وګورئ: هایډرولوژي.

۱۲۶. اسټیرو سایزمو لوژي (asteroseismology): هغه پوهه چې د ستورو نوسان (اهتزاز) مطالعه کوي.

۱۲۷. اسټرو ارکیالوژي (astroarcheology): هغه پوهه چې د ارکیالوژيکو میتودونو په اساس ستوري څېړي؛ د ستورپوهنې ارکیالوژي.

۱۲۸. اسټرو میټریالوژي (astrometeorology): هغه پوهه چې د هوا حالاتو د وړاندوینې لپاره د اسټرولوژي کارونه تر څېړنې لاندې نیسي.

۱۲۹. اګري بایو ټکنالوژي (agribiotechnology): هغه پوهه چې د کرهنې لپاره د بایوټکنالوژي کارونه تر څېړنې لاندې نیسي.

۱۳۰. انتروپو سوشیالوژي (anthroposociology): هغه پوهه چې یو بشري نسل له بشرپوهنیزې او ټولنپوهنیزې زاویې څېړي تر څو پر نورو خلکو د یوې ځانګړې ډلې لوړاوی ثابت کړای شي.

۱۳۱. ارکیو ملاکالوژي (archeomalacology): هغه پوهه چې په لرغونو ځایونو (اثارو) کې د نرم تنانو پاتې شوني څېړي.

ارکیو سایزمولوژي (archeoseismology): د ارکیالوژي هغه څانګه چې لرغونې زلزلې څېړي.

۱۳۲. انتروپو مورفولوژي (anthropomorphology): هغه پوهه چې خدای ته د انساني صفاتو منسوبول څېړي. یا دې عمل ته هم انتروپو مورفولوژي ویل کېږي.

۱۳۳. انتروپو سوماټولوژي (anthroposomatology): د انساني بدن هر اړخیزه یا ټولیزه پوهه د انتروپوسومټالوژي په نوم یادېږي چې په ځان کې اناټومي، فزیولوژي، پتالوژي او داسې نورې څانګې رانغاړي.

۱۳۴. ایډافالوژي (edaphology): هغه پوهه چې د ځمکې او بوټو ترمنځ اړیکې او کرنیز فعالیتونه څېړي.

۱۳۵. ایجیپټالوژي (Egyptology): هغه پوهه چې لرغونی مصر څېړي.

۱۳۶. امبریالوژي (embryology): هغه پوهه چې جنین څېړي.

۱۳۷. امینالوژي (emmenology): هغه پوهه چې د ښځینه انسانانو او حیواناتو میاشتنۍ ناروغي (حیض) څېړي.

۱۳۸. انټرالوژي (enterology): هغه پوهه چې کولمې څېړي.

۱۳۹. انټومولوژي (entomology): هغه پوهه حشرات څېړي.

۱۴۰. انزایمولوژي (enzymology): د ساینس هغه څانګه چې انزایمونه مطالعه کوي.

۱۴۱. ایسکپالوژي (escapology): هغه پوهه یا هنر چې له یوه بندښت، لکه پړي یا زولنو، څخه تېښته یا ځان ازادول څېړي.

۱۴۲. اسکیمالوژي (Eskimology): هغه پوهه چې د اسکیمو سیمې خلک او ژبه څېړي.

۱۴۳. ایونټالوژي (eventology): د احصایې هغه څانګه چې ناڅاپي او مبهمې پېښې څېړي.

۱۴۴. اکسوبیالوژي (exobiology): د بیالوژي هغه څانګه چې د یوې بلې ځمکې ژوندي موجودات څېړي.

۱۴۵. انډمیالوژي (endemiology): هغه پوهه چې بومي حالات څېړي.

۱۴۶. انټروپالوژي (entropology): هغه پوهه چې داسې انساني کړنې څېړي چې په یوه ټولنیز سیسټم کې لویو بې نظمیو او اختلالونو ته لاره هواروي.

۱۴۷. اسکټالوژي (eschatology): هغه پوهه چې اخري وختونه – د نړۍ پای یا قیامت – تر څېړنې لاندې نیسي او په تېره په اسلامي او عیسوي تیولوژۍ کې د مسیح ع دوهم ځلې راتګ، د محشر ورځ او داسې نور اړخونه څېړي. د مرګ څېړنې ته هم اسکټالوژي ویل کېږي.

۱۴۸. اټروسکالوژي (Etruscology): هغه پوهه چې د اټرویا (په اټالوي ټاپو وزمه کې یو لرغونی هېواد) کلتور او تمدن څېړي.

۱۴۹. اکلیسالوژي (ecclesiology): د تیولوژي هغه څانګه چې د یوې کلیسا عقاید، رولونه او داسې نور څېړي. یا: هغه پوهه چې د کلیساوو ودانول او سینګارول څېړي.

۱۵۰. ایکوپتالوژي (eccopathology): هغه پوهه چې پر ناروغیو د چاپېریال (محیط) اغېز څېړي.

۱۵۱. ایموشنالوژي (emotionlogy): هغه پوهه چې احساسات/جذبات څېړي. یا: د خپلو احساساتو په اړه د یو ډله خلکو د تفکر او تکلم طرز ته هم ویل کېږي.

۱۵۲. انیګمټالوژي (enigmatology): هغه پوهه چې معماوې څېړي.

۱۵۳. اپډیمیالوژي (epidemiology):  هغه پوهه چې د ناروغیو، ویروسونو، افکارو او داسې نورو خپرېدل او کنټرول څېړي.

۱۵۴. اپیلپټالوژي (epileptology): د عصبپوهنې هغه څانګه چې د مرګي ناروغۍ څېړي.

۱۵۵. اپیسټمالوژي (epistemology): د فلسفې هغه څانګه چې پوهه څېړي. یا: د پوهنې تیوري د اپیسټمالوژي په نوم یادېږي او دا پوښتنې ځوابوي چې: پوهه څه شی ده؟ پوهه څنګه ترلاسه کېږي؟ خلک پر څه شي پوهېږي؟ پخپله پوهه څنګه پوه شو؟

۱۵۶. ایتنو بیالوژي (ethnobiology): هغه پوهه چې د نباتاتو، حیواناتو او انساني کلچرونو ترمنځ اړیکې څېړي.

۱۵۷. ایتنو زولوژي (ethnozoology): هغه پوهه چې د تېرو او اوسنیو انساني کلچرونو او حیواناتو ترمنځ خپلمنځي اړیکې څېړي.

۱۵۸. اکساکرینالوژي (exocrinology): هغه پوهه چې خارجي ترشحات څېړي.

۱۵۹. اکسومونولوژي (exomoonology): هغه پوهه چې اکسومونونه څېړي. اکسومون هغې سپوږمۍ ته ویل کېږي چې زموږ له لمریز نظام څخه بهر وي.

۱۶۰. ایکو ایمونولوژي (ecoimmunology): د ایمونولوژي، ایکولوژيک تطبیق یا کارونې ته ایکوایمونولوژي ویل کېږي. وګورئ: ایمونولوژي.

۱۶۱. ایکومورفولوژي (ecomorphology): هغه پوهه چې د ارګانیزمونو پر مورفولوژي د چاپېریال اغېزې څېړي.

۱۶۲. ایکوموزیکالوژي (ecomusicology): هغه پوهه چې په ایکولوژي او طبیعي چاپېریال پورې اړوند طبیعت، کلچر او موسیقي تر څېړنې لاندې نیسي.

۱۶۳. ایکونامیکالوژي (economicology): هغه پوهه چې د اقتصاد او ایکولوژي خپلمنځي تړاو څېړي.

۱۶۴. ایکوفزیالوژي (ecophysiology): هغه پوهه چې د یوه ارګانیزم د فزیولوژۍ او د هغه د چاپېریال ترمنځ اړیکې څېړي.

۱۶۵. ایکوسایکالوژي (ecopsychology): د ارواپوهنې هغه بڼه چې د ټولنې پر ځای له طبیعي نړۍ سره مخلوط شوې وي یا پر طبیعي نړۍ بحث کوي.

۱۶۶. ایکوټکنالوژي (ecotechnology): هغې ټکنالوژۍ ته ویل کېږي چې ایکوسیسټم ته ګټوره وي او زیان نه ورته رسوي.

۱۶۷. انسيفالولوژي (encephalology): هغه پوهه چې مغز، د مغزو جوړښت او دندې تر څېړنې لاندې نیسي.

۱۶۸. انډوکراینولوژي (endocrinology): هغه پوهه چې د انساني جسم د اندوکراین غدې، د دغو غدو له خوا تولید شوي هورمونونه او د هغو اړوند اختلالونه تر څېړنې لاندې نیسي.

۱۶۹. اسپرانټالوژي (Esperantology): هغه پوهه چې اسپرانټو ژبه څېړي. اسپرانټو هغه نړیواله کمکي (مرستندویه) ژبه ده چې اېل. اېل. زامنهوف ډیزاین کړې او له هند-اروپايي ژبو لکه انګلش، فرانسوي، جرمني، اټالوي، اسپانوي، روسي څخه يې الهام اخیستی او خپل جلا ګرامري ترکیبات، مشتقات او داسې نور اړخونه لري.

۱۷۰. ایتنوپیډالوژي (ethnopedology): هغه پوهه چې د خاوري بومي (سیمه ییزه) پوهه څېړي.

۱۷۱. اټیوپتالوژي (etiopathology): هغه پوهه چې د یوې پتالوژۍ لامل څېړي یا تشخیصوي.

۱۷۲. اکسومورفولوژي (exomorphology): هغه پوهه چې خارجي مورفولوژي څېړي.

۱۷۳. الکټروبیالوژي (electrobiology): هغه پوهه چې د بیالوژيکو ارګانیزمونو په واسطه د برېښنا تولید او کارونه څېړي.

۱۷۴. اکسوپلانټالوژي (exoplanetology): هغه پوهه چې هغه سیارې څېړي چې زموږ له لمریز نظام څخه دباندې شتون لري.

۱۷۵. ایکو اپیډمیالوژي (ecoepidemiology): هغه پوهه چې پر روغتیا ایکولوژیکې اغېزې څېړي.

۱۷۶. الکټروهیالوژي (electroheology): هغه پوهه چې د مادې پر رهالوژیکو خواصو د برېښنايي ساحو اغېزې څېړي. وګورئ: رهالوژي.

۱۷۷. امبریوپتالوژي (embryopathology): هغه پوهه چې د جنین ناروغۍ څېړي.

۱۷۸. ایتنو انټومولوژي (enthnoentomology): د انټومولوژي (حشره پوهنې) هغه څانګه چې د خلکو او حشراتو ترمنځ تعامل څېړي.

۱۷۹. ایتنو موزیکالوژي (ethnomusicology):  هغه پوهه چې کلچر او موسیقي څېړي. یا: هغه پوهه چې موسیقي او له کلچر سره د موسیقۍ تړاو څېړي.

۱۸۰. ایتنو سایکالوژي (ethnopsychology): هغه پوهه چې داسې ارواپوهنیز مفاهیم څېړي چې د بېلا بېلو پرګنو په منځ کې شتون لري.

۱۸۱. اکسانتیماټولوژي (exanthematology): هغه پوهه چې اکسانتم (یو ډول خارښ چې معمولاً په ماشومانو کې لیدل کېږي) څېړي.

۱۸۲. ایکو جیو مورفولوژي (ecogeomorphology): هغه پوهه چې د ایکولوژي او جیومورفولوژي ترمنځ اړیکې څېړي.

۱۸۳. ایتنوپرایمټالوژي (ethnoprimatology): هغه پوهه چې د انسانانو او نورو لومړنیو موجوداتو ترمنځ اړیکې څېړي.

۱۸۴. الکټرو کارډیالوژي (electrocardiology): هغه پوهه چې د زړه برقي فعالیت څېړي.

۱۸۵. الکټروفزیالوژي (electrophysiology): د فزیولوژي هغه څانګه چې د ارګانیزمونو برقي فعالیت څېړي.

۱۸۶. الکټروټکنالوژي (electrotechnology): د برقي ټکنالوژي او انجینرۍ ترکیب ته الکټرو ټکنالوژي ویل کېږي.

۱۸۷. ایتنو فارماکولوژي (ethnopharmacology): هغه پوهه چې توکميزې ډلې، د هغو روغتیا او دا چې د هغوی روغتیا د دوی له فزیکي عادتونو او درمل جوړونې او کارونې سره څنګه تړاو خوري، تر څېړنې لاندې نیسي.

۱۸۹. ایاټرالوژي (iatrology): د طب علم ته ایاټرالوژي ویل کېږي.

۱۹۰. ایماګالوژي (imagology): هغه پوهه چې په ادب او داسې نورو ډګرونو کې کلتوري کلېشې (سیټروټایپونه) څېړي.

۱۹۱. آیرینالوژي (irenology): هغه پوهه چې سوله څېړي؛ سوله پوهنه.

۱۹۲. آیریسالوژي (irisology): هغه پوهه چې د زنبق بوټي کر څېړي.

۱۹۳. ایامټالوژي (iamatology): هغه پوهه چې درملنه څېړي.

۱۹۴. ایمونولوژي (immunology): د طب هغه څانګه چې د بدن دفاعي سیسټم څېړي.

۱۹۵. اسلامولوژي (Islamology): هغه پوهه چې اسلام تر څېړنې لاندې نیسي.

۱۹۶. اکتیالوژي (ichthyology): د زولوژي هغه څانګه چې ماهیان (کبان) څېړي.

۱۹۷. ایډیوبیالوژي (idiobiology): هغه پوهه چې بیالوژيک فرد څېړي.

۱۹۸. انسکټالوژي (insectology): هغه پوهه چې حشرات څېړي.

۱۹۹. امپلنټالوژي (implantology): هغه پوهه چې د غاښونو تعویض (بدلول) څېړي.

۲۰۰. انفکټیالوژي (infectiology): هغه پوهه چې د ناروغیو سرایت (انفکشن) څېړي.

۲۰۱. ایمونو ایکالوژي (immunoecology): هغه پوهه چې د ایمونولوژي او ایکالوژي تعامل څېړي.

۲۰۲. انفوډیمیالوژي (infodemiology): د اپیډیمیالوژي هغه څانګه چې په هغه کې د انټرنټ له لارې ډاټا (خام معلومات) ترلاسه کېږي.

۲۰۳. انسټرکټالوژي (instructology): د ښوونې هغه څانګه چې په هغه کې لارښوونه د علم او پوهې د لېږد لپاره کارول کېږي.

۲۰۴. ایمونوسرالوژي (immunoserology): د سرالوژي هغه څانګه چې دفاعي غبرګون مطالعه کوي. وګورئ: سرالوژي.

۲۰۵. ایمونو ویرولوژي (immunovirology):  هغه پوهه چې د ویروسونو او دفاعي سیسټم تر منځ تعامل څېړي.

۲۰۶. انټرا کرینولوژي (intracrinology): هغه پوهه چې انټراکراین هورمونونه او د هغو اړوند رنځونه څېړي.

۲۰۷. اکتیو ټاکسیکالوژي (ichthiotoxicology): هغه پوهه چې هغه زهر څېړي چې په کبانو کې موندل کېږي.

۲۰۸. ایمونو واکسینالوژي (immunovaccinology): د واکسین موندنې په ډګر کې له ایمونولوژي څخه ګټه اخیستنه د ایمونو واکسینالوژي په نوم یادېږي.

۲۰۸. انفارمېشن ټکنالوژي (information technology): هغه پوهه چې کمپیوټري سیسټمونه او کاریالونه تر څېړنې لاندې نیسي؛ معلوماتي ټکنالوژي.

یا: د کمپیوټري سیسټمونو او کاریالونو د جوړولو چارې ته هم ویل کېږي.

یا: د یوه سازمان د کمپیوټرپوهنې څانګه د معلوماتي ټکنالوژي په نوم یادېږي.

۲۰۹. اوینالوژي (oenology): هغه پوهه چې شراب او شراب جوړونه څېړي.

۲۱۰. اویکالوژي (oikology): هغه پوهه چې کورونه (ودانۍ) او کور (کورنۍ، غړي)، په تېره د هغو روغتیايي شرایط تر څېړنې لاندې نیسي.

۲۱۱. اونکالوژي (oncology): د طب هغه څانګه چې تومورونه، د هغو جوړېدل، تشخیص، درملنه او مخنیوی څېړي.

۲۱۲. انټالوژي (ontology):  د میټافزیک هغه څانګه چې د وجود یا هغو شیانو چې موجود وي، طبیعت او اساسي ځانګړنې څېړي؛ وجودپوهه.

۲۱۳. اپټالوژي (optology): هغه پوهه چې دید (نظر) څېړي؛ دید پوهنه.

۲۱۴. آسمالوژي (osmology): هغه پوهه چې بویونه څېړي.

۲۱۵. اکلالوژي (ochlology): د خلکو د ګڼه ګوڼې (رش کش) ارواپوهنه د اکلالوژي په نوم یادېږي.

۲۱۶. افیالوژي (ophiology): هغه پوهه چې ماران څېړي. افیالوژي د هرپټالوژي یوه څانګه ده. وګورئ: هرپټالوژي.

۲۱۷. ارتالوژي (orthology): صحیح تکلم او یا د لغتونو سمه کارونه د ارتالوژي په نوم یادېږي.

۲۱۸. اسټیالوژي (osteology): هغه پوهه چې د هډوکو پتالوژي او مورفولوژي څېړي.

۲۱۹. اوشنالوژي (oceanology): هغه پوهه چې بحرونه څېړي.

۲۲۰. اډنټولوژي (odontology): هغه پوهه چې د غاښونو جوړښت او وده څېړي. یا: د غاښپوهنې هغه څانګه چې د غاښونو ګډوډۍ څېړي.

۲۲۱. اونیرالوژي (oneirology): هغه پوهه چې خوبونه او د هغو تعبیر څېړي.

۲۲۲. ارګنالوژي (organology): هغه پوهه چې د نباتاتو او ژوو غړي څېړي. یا: د تاریخ، کلتور او پنځېدو له مخې د موسیقيي آلاتو څېړنه د ارګنالوژي په نوم یادېږي.

۲۲۳. اوریزمالوژي (orismology): هغه پوهه چې تخنیکي اصطلاحات څېړي؛ ټرمینالوژي.

۲۲۴. اوریکټالوژي (oryctology): هغه پوهه چې له ځمکې څخه را کیندل شوي شیان او همدا رنګه منرالونه او فاسیلونه څېړي.

۲۲۵. اولفکټالوژي (olfactology): د بوی کیمیاوي څېړنه اولفکټالوژي بلل کېږي.

۲۲۶. اونکوبیالوژي (oncobiology): د سرطان بیالوژي ته انکوبیالوژي ویل کېږي.

۲۲۷. اونوماټولوژي (onomatology): هغه پوهه چې د نومونو منشاء څېړي.

۲۲۸. ارکیډالوژي (orchidology): هغه پوهه چې بڼونه (د ګلونو باغونه) څېړي.

۲۲۹. اورنیتالوژي (ornithology): د زولوژي هغه څانګه چې په ساینسي ډول مرغان څېړي.

۲۳۰. اونوماسیولوژي (onomasiology): د لکسیکالوژي هغه څانګه چې نومونه او مفاهیم څېړي.

۲۳۱. اوپیلیونالوژي (opilionology): هغه پوهه چې درمندګر څېړي.

۲۳۲. اوټوپتالوژي (otopathology): هغه پوهه چې د غوږونو ناروغۍ څېړي.

۲۳۳. اوټو رینولوژي (otorhinology): هغه پوهه چې غوږ او پوزه (او د هغو ناروغۍ) څېړي.

۲۳۴. افتلمالوژي (ophthalmology): هغه پوهه چې د سترګو اناټومي، دندې، ناروغۍ او درملنه څېړي.

۲۳۵. اوسفريسالوژي (osphresiology): هغه پوهه چې بویونه څېړي.

۲۳۶. اپټوفزیالوژي (optophysiology): هغه پوهه چې د رڼا فزیالوژي څېړي.

۲۳۷. ارتوپټرالوژي (orthopterology): هغه پوهه چې ارتوپټرا څېړي.

۲۳۸. اسټیوپتالوژي (osteopathology): هغه پوهه چې د هډوکو پتالوژي څېړي.

۲۳۹. اوټولېرنګالوژي (otolaryngology): هغه پوهه چې د غوږ، پوزې او ستوني ناروغۍ څېړي.

۲۴۰. اونیکوپتالوژي (onychopathology): هغه پوهه چې د نکانو ناروغۍ څېړي.

۲۴۱. اورنیتیکنالوژي (ornithichnology): د علم هغه څانګه چې د مرغانو د پښو فوسیلي چاپ/نښه څېړي.

۲۴۲. اسټیو ایمونولوژي (osteoimmunology): هغه پوهه چې د اسکلېټ او دفاعي سیسټم ترمنځ اړیکې څېړي.

۲۴۳. اسټیوارکیالوژي (osteoarchaeology): هغه پوهه چې په لرغونو اثارو کې انساني پاتې شوني څېړي.

۲۴۴. افتلموپتالوژي (ophthalmopathology): هغه پوهه چې د سترګو ناروغۍ څېړي.

۲۴۵. اوټو لېرنګو هینګالوژي (otolaryngohingology): هغه پوهه چې د غوږ، پوزې او ستوني ناروغۍ څېړي.

ب

۲۴۶. بیالوژي (biology) : هغه پوهه چې ژوند او ژوندۍ ماده څېړي.

۲۴۷. بارولوژي (barology): هغه پوهه چې وزن یا د ثقل مرکز څېړي.

۲۴۸. باټالوژي (batology) : هغه پوهه چې په ساینسي میتودونو د روبس ګل تر څېړنې لاندې نیسي.

۲۴۹. باینالوژي (binology) : باینالوژي هغې بوختیا یا فعالیت ته ویل کېږي چې د نامتو څېرو او عامو خلکو په هکله د معلوماتو د لاسته راوړلو په خاطر د هغو خځلنۍ (کثافت دانۍ) توشپل کېږي او بیا لاسته راغلي معلومات په کوچنیو ورځپاڼو کې خپرېږي. د یادونې وړ ده چې دغه فعالیت له اخلاقي پلوه تر پوښتنې لاندې دی.

۲۵۰. بویالوژي (boyology) : د یوه نارینه زلمي (هلک) څېړنې یا ساینسي ازمایښت ته بویالوژي ویل کېږي.

۲۵۱. برایالوژي(bryology) : د برایوفایټس څېړنې ته برایالوژي ویل کېږي. برایوفایټس هغو بوټو ته ویل کېږي چې رګونه یا مجرا نه لري، مثلاً د کاڼي ګل یا موسه.

۲۵۲. بوګالوژي (bugology): هغه پوهه چې حشرات څېړي، د بوګالوژي په نوم یادېږي.

۲۵۳. بورسالوژي (bursalogy): هغه پوهه چې بورس تر څېړنې لاندې نیسي. بورس یوه ښویه ماده ده چې په هغه ځای کې شتون لري چې د یوې عضلې او هډوکي سولېدل پېښېږي او د دواړو حرکتي سطحو ترمنځ د اصطکاک کچه کموي.

۲۵۴. بالنیولوژي (balneology): هغه پوهه چې حمامونه او لمبېدل (غسل کول) تر څېړنې لاندې نیسي، په ځانګړي ډول هغه غسل چې د درملنې په خاطر ترسره کېږي.

۲۵۵. باریالوژي (barriology): هغه پوهه چې حجروي خنډونه (بندښتونه) څېړي.

۲۵۶. باتمالوژي (bathmology): هغه پوهه چې په یوه ډسکورس کې د تعامل درجې او یا د ژبني خود ارجاعي پوړونه تر څېړنې لاندې نیسي.

۲۵۷. بیبلیالوژي (bibliology): هغه پوهه چې د کتابونو او د چاپ د فن تاریخ تر څېړنې لاندې نیسي. بل تعریف يې په دې ډول دی: هغه پوهه چې بایبلي ادبیات (بایبل او د عیسویت نور کتابونه) تر څېړنې لاندې نیسي.

۲۵۸. بایو ایکالوژي (bioecology): هغه پوهه چې د ایکالوژي بیالوژيک اړخونه څېړي.

۲۵۹. بوټانولوژي (botanology): هغه پوهه چې بوټي (نباتات) څېړي. د بوټاني په نوم هم یادېږي.

۲۶۰. براکیلوژي (brachylogy): هغه پوهه چې د لغتونو د حذف (غورځن) بېلا بېل حالتونه څېړي چې په دې کې د هغو لغتونو حذف او له منځه هم وړل هم راځي چې په یوه عبارت کې د پوهېدو وړ وي، لکه په انګلش ژبه کې له «good morning» څخه د good کلمې غورځول.

۲۶۱. برانټالوژي (brontology): هغه پوهه چې تندر څېړي.

۲۶۲. بودالوژي (Buddhology): هغه پوهه چې بودا او یا بودیزم تر څېړنې لاندې نیسي.

۲۶۳. بفیالوژي (Buffyology): هغه پوهه چې ((Buffy the Vampire Slayer)) ټلویزوني سریال په علمي او اکاډمیکو میتودونو تر څېړنې لاندې نیسي.

۲۶۴. بیریسټالوژي (berestology): هغه پوهه چې د ونې په پوټکي لیکل شوې خطي نسخې مطالعه کوي.

۲۶۵. بایو رهالوژي (biorheology): هغه پوهه چې د بیالوژيکو موادو جریان (بهېدا) او ویجاړتیا څېړي.

۲۶۶. بایو ټیپالوژي (biotypology): بایو ټیپالوژي هغه حیوانات څېړي چې مشابه جینوټایپ ولري.

۲۶۷. بروماټولوژي (bromatology): هغه پوهه چې خواړه څېړي.

۲۶۸. بټنالوژي (buttonlogy): هغه پوهه چې د جامو تڼۍ (بټنونه) څېړي.

۲۶۹. بکټیریالوژي (bacteriology): هغه پوهه چې په عمومي ډول بکټیریا او په تېره د رنځونو او کرهنې په باب يې تر څېړنې لاندې نیسي.

۲۷۰. بارامینالوژي (baraminology): هغه پوهه چې د بایبلي عقیدې له مخې د ارګانیزمونو ډلبندي څېړي او یا د همدې عقیدې پر اساس د موجوداتو ډلبندي ترسره کوي. په لنډ ډول ویلای شو چې د مخلوقاتو مطالعې ته بارامینالوژي ویل کېږي.

د لوژیو کورنۍ | ژباړن: رحمت شاه فراز

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب