یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهفلای دوبۍ له نن څخه کابل ته الوتنې بیلوي

فلای دوبۍ له نن څخه کابل ته الوتنې بیلوي

تاند(چهارشنبه، د عقرب ۱۴ مه) ټاکل شوې ده چې د متحده عربي امارات، فلای دوبۍ هوايي شرکت له یوه اوږده ځنډ وروسته له نن څخه کابل ته الوتنې بیا پیل کړي.

د فلای دوبۍ مسوولانو پرون په دوبۍ کې وویل چې د دوی الوتکې به د دوبۍ د نړیوال هوايي ډګر له دوهم ترمینل څخه کابل ته تګ راتګ کوي.

فلای دوبۍ په ۵۴ هیوادونو کې ۱۱۵ هوايي ډګرونو ته الوتنې لري.

دا هوايي شرکت ۷۸ یوینګ ۷۳۷ ماډل الوتکې لري.

کابل ته د دغه هوايي شرکت د الوتنو بیا پیلېدا افغانستان ته په تګ راتګ کې له سفر کوونکو سره د پام وړ مرسته کوي او دا هیله ورسره تړلې چې د بیلابیلو هوايي شرکتونو ترمنځ رقابت به د ټکټ د بیې د کمېدو سبب شي. حاضردمه د دوبۍ او کابل ترمنځ ټکټ د دواړو خواوو ترمنځ واټن ته په کتو خورا لوړ دی.

د کابل او دوبۍ ترمنځ د دغه هوايي شرکت د الوتنو مهالوېش په دې ډول اعلان شوی دی:

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب