دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهپه کابل کې په ۶ میاشتو کې تر ۲ زرو زیاتې پېښې...

په کابل کې په ۶ میاشتو کې تر ۲ زرو زیاتې پېښې شوي

تاند(پنجشنبه، د عقرب ۲۵ مه) د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، که څه هم د امنیت د جګړې د ختمیدو خبره کیږي، خو نا امني او جنايي پېښې لا هم دوام لري.

د کابل لباره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي، چې تېرو ۶ میاشتو کې په دغه ښار کې له ۲۲۰۰ ډېرې جنايي پېښې ثبت شوې دي.

خالد ځدراڼ وايي چې د دغو جرمونو په تړاو دوی ۲۱۳۶ کسان نیولي دي.
 د ده په خبره، دا کسان، په داسې د وژنو، غلاوو، د وسلو د قاچاق او او شرابو خوړلو په تور نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د افغانستان د اداري نظام له جوړښته، د لوی څارنوالۍ اداره لغوه کړې او معلومه نه ده د طالبانو د ځواکونو لخوا نیول کیدونکي کسان د کوم ارګان له لوري څېړل کیږي او دوسیې یې طی مراحل کیږي.
کابل کې د یادو پېښو د زیاتوالي خبره په داسې مهال ده، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره ډېری خلک له دغه ښاره په سیمو کې یې د جګړو د ختمیدو او دغه راز کابل کې د ژوند د اقتصادي امکاناتو د نه لرلو له امله بیرته خپلو سیمو ته کوچیدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب