(لومړۍ برخه)
سریزه
«هغه ټول ویونه به را ټول کړم چې په لوژي (logy) پای ته رسېږي. یو، دوه ساعته وخت به ونیسي او بیا به يې د یوې مقالې په ډول کومې وېبپاڼې ته د خپرولو لپاره واستوم. ډېره ګټه به وکړي. خوند به هم وکړي. نوی کار دی، تر دې دمخه چا نه دی کړی. ښه، نو راځه پیل يې کړه!»
دا هغه فکر وو چې د دې مقالې (چې اوس کتابګی دی) په پیل کې مې کړی وو، خو دغه فکر مې ناسم وو، نه په لوژي پای ته رسېدونکي ویونه دومره کم وو چې ما يې اټکل کړی وو، نه هم د وخت ما ټاکلې اندازه سمه وه او نه مقاله، مقاله پاتې شوه. دغه دی، څو ورځې (چې ما یو، دوه ساعته په نظر کې نیولي وو) وروسته یو کتابګی ترې جوړ شو.
د کتاب په هکله دوه خبرې خورا اړینې برېښي:
یو، په دې کتاب کې ټول (د لغت په اصله او ټوله معنا) هغه ویونه نه دي را اخیستل شوي چې په لوژي پای ته رسېږي، بلکې یوازې هغه را اخیستل شوي چې د یوه علم یا پوهې لپاره کارېږي او یا پخوا کارېدل.
دوه، په دې کتاب کې راغلي ټول علوم (یا لوژۍ) په رښتیني (فلسفي، اکاډمیکه، علمي، ساینسي…) معنا علوم نه دي، بلکې ځینې داسې هم پکې شته چې یوازې په عامیانه او طنزیه ډول کارېږي او ښايي د علم په توګه اصلاً وجود ونه لري؛ یا یوه اصطلاح پخوا د یوه علم لپاره کارېده، خو اوس ورته د نیولوجیزم له مخې یوه نوې کلمه جوړه شوې. راځئ نور به کتاب ولولو؛ خو د یادونې وړ ده چې د لا څېړنې او پلټنې لپاره مو انټرنټ، کتابتونونه او ښوونیز مرکزونه په هر ځای او هر وخت کې په خدمت کې دي.
ستاسو وړاندیزونو او نیوکو ته سترګې په لار
رحمت شاه فراز
د لوژي کلمې اصل په یوناني ژبه کې دی او په انګلیسي ژبې کې د وروستاړي په ډول کارېږي او د پوهې، پوهنې، علم، معرفت او داسې نورې معناوې ورکوي. په انګلش قاموس کې لوژي په لاندې ډول تعریف شوې: د زده کړې یوه څانګه؛ د یوه ځانګړي مضمون مطالعه او څېړنه.
په یاد قاموس کې د لوژي دوهمه معنا د وینا طرز، د خبرو کولو ډول او حکایت یا کیسه راغلې او لاندې څلور بېلګې يې ورکړې: الف) هاپلالوژي ب) یولوژي ج) ټريلوژي د) اپولوژي – د بښنې په معنا.
د لوژيو کورنۍ
الف
۱. اولوژي (oology) : هغه پوهه چې د مرغانو هګۍ څېړي. یا: د مرغانو په تېره بیا وحشي مرغانو د هګیو ټولونې بوختیا او مشغلې ته اولوژي ویل کېږي.
۲. اکالوژي(acalogy): هغه پوهه چې طبي درمل تر څېړنې لاندې نیسي.
۳. ایکالوژي(ecology): د بیالوژي هغه څانګه چې د ارګانیزمونو او د هغو د چاپېریال او په خپل منځ کې د ارګانیزمونو اړیکې تر څېړنې لاندې نیسي.
۴. ایګالوژي(egology): د هسرل په فلسفه کې هغه علم چې ایګو تر څېړنې لاندې نیسي.
۵. اډولوژي (odology): دغه کلمه د برینکرهوف جاکسون له خوا منځته راغلې او هغې پوهې ته ویل کېږي چې سرکونه او لارې تر څېړنې لاندې نیسي.
۶. اورولوژي (orology): هغه پوهه چې غرونه او د هغو منځته راتګ تر څېړنې لاندې نیسي، د اورولوژي په نوم یادېږي.
۷. اوټالوژي (otology) : د طب هغه څانګه چې غوږونه، د غوږونو جوړښت، دنده او ناروغۍ تر څېړنې لاندې نیسي.
۸. اوولوژي (ovology): د طبیعي تاریخ هغه څانګه چې د هګیو منشا او دندې څېړي.
۹. ابیالوژي (abiology): د جیولوژي او ستورپوهنې په څېر علوم چې په ګډه ناژوندي او بې ساه موجودات تر څېړنې لاندې نیسي.
۱۰. اېسیالوژي (aceology) : هغه پوهه چې درمل او یا درملنه څېړي.
۱۱. ارالوژي (aerology): د هوا او فضا (تشیال) څېړنې ته ارالوژي ویل کېږي. یا: د میټریالوژي هغه څانګه چې د بالونونو، الوتکو او داسې نورو توکو په مرسته تشیال تر څېړنې او مشاهدې لاندې نیسي.
۱۲. اګرالوژي (agrology) : هغه پوهې یا فن ته ویل کېږي چې کرهنه او زراعت تر څېړنې لاندې نیسي. د اګرالوژي یو پخوانی تعریف په دې ډول دی: د اګرانومي (له حیواناتو، نباتاتو او ځمکې څخه د ګټې اخیستنې پوهه) او ځمکپوهنې یوه فرعي څانګه چې د غوره حاصلاتو په خاطر پر کښتونو او کروندو باندې د ځمکنیو شرایطو اغېز تر څېړنې لاندې نیسي.
۱۳. الګالوژي (algology) : د بوټپوهنې یا بوټاني هغه څانګه چې الجیان تر څېړنې لاندې نیسي.
۱۴. اپیالوژي (apiology): هغه پوهه چې د شاتو مچۍ او د شاتو جوړېدل تر څېړنې لاندې نیسي، د اپیالوژي په نوم یادېږي.
۱۵. ارکالوژي (arcology): ارکالوژي د ښار جوړونې یوه تیوري ده چې د پاولو سولري له خوا وړاندیز شوې. ارکالوژي د درې بعدي ودانیو میتودونه او همدا رنګه د ساحې او سرچینو د اغېزمنې کارونې لارې چارې تر څېړنې لاندې نیسي.
۱۶. اریالوژي (areology): د مریخ ساینسي مشاهدې او څېړنې ته اریالوژي ویل کېږي. یا په بل عبارت د مریخ جیولوژي ته اریالوژي ویل کېږي.
۱۷. اټمالوژي (atmology): د ساینس هغه څانګه چې د اوبیزو بخاراتو قوانین او پدیدې تر څېړنې لاندې نیسي، د اټمالوژي په نوم یادېږي.
۱۸. اټالوژي(atulogy) : د ځان څېړنې او مطالعې ته اټالوژي ویل کېږي. اټالوژي دوه نور تعریفونه هم لري:
یو، په ګرامرپوهنه کې د یوه لغت یا عبارت هغه خصوصیت ته ویل کېږي چې پخپله هغه لغت یا عبارت روښانه کوي.
دوهم ډېر عمومي تعریف يې دا دی چې د یوه نظر هغه وړتیا چې په خپل ځان يې پلي کړای شي، په دې معنا چې بېرته هغه مفهوم او نظریې ته ارجاع شي.
۱۹. اکسالوژي(auxology) : د بیالوژي هغه څانګه چې د انسان فزیکي وده تر څېړنې لاندې نیسي یا په عموم کې ویلای شو چې هغه پوهه چې وده څېړي د اکسالوژي په نوم یادېږي.
۲۰. اکسیالوژي(auxiology) : د ارزښتونو د منشا، فطرت، دندو، ډولونو او خپلمنځي اړیکو څېړنې ته اکسیالوژي ویل کېږي. په بل عبارت د ارزښتونو تیوري، اکسیالوژي بلل کېږي.
۲۱. آیډالوژي(eidology) : هغه پوهه چې ذهني تصورات یا شکلونه څېړي، د آیډالوژي په نوم یادېږي.
۲۲. ارګالوژي (ergology) : هغه پوهه چې د کار یا کاري نقشو (پېټرن) فزیولوژیکې اغېزې او له کار څخه د را ټوکېدلي فشار لاملونه تر څېړنې لاندې نیسي، د ارګالوژي په نوم یادېږي.
۲۳. ایتالوژي (ethology) : ایتالوژي د زولوژي یوه څانګه ده او هغې پوهې ته ویل کېږي چې د انسانانو او حیواناتو چلندونه څېړي.
۲۴. ایډیالوژي (ideology) : هغه پوهه چې د نظریاتو طبیعت او منشاء تر څېړنې لاندې نیسي، د ایډیالوژي په نوم یادېږي. د ایډیالوژي یوه ډېره مشهوره معنا دا ده چې ایډیالوژي هغې عقیدې، فلسفې او د باورونو یا اصولو مجموعې ته ویل کېږي چې په یوه وګړي یا ډلې پورې اړه ولري.
۲۵. انډالوژي (Indology): هغه پوهه چې په اکاډمیکو او ساینسي میتودونو د هند نیمه وچې کلچر، ژبې او تاریخ تر څېړنې لاندې نیسي.
۲۶. اکارالوژي (acarology): اکارالوژي د زولوژي یوه څانګه ده چې کوچني خزنده ګان لکه سپږۍ، غواګۍ او داسې نور تر څېړنې لاندې نیسي.
۲۷. اډنالوژي (adenology):د فزیولوژي یوه برخه چې د خصیو درملنه څېړي.
۲۸. ایونولوژي (aeonology): هغه پوهه چې په عرفاني او تصوفي میتودونو او روشونو کاینات څېړي.
۲۹. ایټیالوژي (aetiology) : هغه پوهه چې علتونه او اسباب تر څېړنې لاندې نیسي او په طب کې د ناروغیو پلټنې او څېړنې ته ایټیالوژي ویل کېږي. همدا رنګه د یوې ناروغۍ د منشاء ساینسي توجیه او تشریح ته هم ایټالوژي ویل کېږي.
۳۰. اګریالوژي (agriology): هغه پوهه چې لرغوني، نالوستي یا وحشي کلچرونه او فرهنګونه څېړي.
۳۱. انډرالوژي (andrology): د طب هغه څانګه چې د نارینه وګړو ناروغۍ په تېره بیا هغه چې د نارینه وو تناسلي سیسټم اغېزمنوي تر څېړني لاندې نیسي.
۳۲. انیمالوژي (anemology): هغه پوهه چې د بادونو حرکت تر څېړنې لاندې نیسي.
۳۳. انجیالوژي (angiology): د اناټومي هغه څانګه چې د وینې مجرا او لمفونه مطالعه کوي.
۳۴. انتالوژي(anthology): هغه پوهه چې ګلان څېړي. یوه بله مشهوره معنا يې دا هم ده چې انتالوژي د ادبي پنځونو لکه شعرونو او لنډو کیسو کلکسیون ته هم ویل کېږي، په تېره بیا هغه کلکسیون چې د بېلا بېلو لیکوالو پنځونې پکې را ټولې شوې وي.
۳۵. ارکلوژي(archeology): هغه پوهه چې لومړني اصول تر څېړني لاندې نیسي.
۳۶. ارکولوژي(archology): هغه پوهه چې د څیزونو منشاء یا سرچینې څېړي. دغه راز، هغه علم ته هم ویل کېږي چې دولتونه او حکومتونه تر څېړنې لاندې نیسي.
۳۷. اریټالوژي(aretology): د اخلاقي فلسفې هغه څانګه چې فضیلت، د فضیلت فطرت او دا چې فضیلت څنګه ترلاسه کېږي، تر څېړني لاندې نیسي.
۳۸. ارانیالوژي (araneology): هغه پوهه چې غڼه تر څېړنې لاندې نیسي.
۳۹. اسټرالوژي(astrology) : هغه پوهه چې د ستورو د موقعیت له مخې د انساني چارو او طبیعي پدیدو په تړاو پېش بیني او وړاندوینه کوي.
۴۰. ایتیالوژي(ethiology) : هغه پوهه چې الحاد تر څېړنې لاندې نیسي، د ایتیالوژي په نوم یادېږي.
۴۱. اټومولوژي (atomology): هغه پوهه چې اتومونه تر څېړنې لاندې نیسي.
۴۲. آډیولوژي (audiology): هغه پوهه چې غږیز او صوتي سیسټمونه او د هغو اړوند اختلالات (ګډوډۍ) تر څېړنې لاندې نیسي.
۴۳. بریوالوژي (brewology): هغه پوهه چې د یو څه، په تېره د بیرو (اوربشو اوبه) دم کول (اېشول) تر څېړنې لاندې نیسي.
۴۴. اډوکالوژي (educology): د ښوونیزو پروسو په هکله هر اړخیزه پوهه چې په خپل ځان کې تیوریکي، فلسفي او انساني اړخونه رانغاړي.
۴۵. ایمیټالوژي (emetology): هغه پوهه چې د کانګو (قی کولو) لاملونه تر څېړنې لاندې نیسي.
۴۶. ایروټولوژي (erotology): هغه پوهه چې جنسي محرک (انګېزه) او چلند تر څېړنې لاندې نیسي.
۴۷. ایتنالوژي (ethnology): د بشر پوهنې هغه څانګه چې بېلا بېل بشري کلچرونه او فرهنګونه تر څېړنې او پرتلنې لاندې نیسي.
۴۸. اېټومولوژي (etymology): هغه پوهه چې د ژبو تاریخي پیدایښت او تکامل او دا چې په څه ډول يې د انفرادي لغتونو په بڼه پراختیا موندلې، تر څېړنې لاندې نیسي. یا په بل ډول، هغه پوهه چې د یوه لغت تاریخي سیر او منشاء مطالعه کوي.
۴۹. اکریډالوژي (acridology): هغه پوهه چې ملخان تر څېړنې لاندې نیسي.
۵۰. اکټینالوژي (actinology): هغه پوهه چې پر کیمیاوي موادو د رڼا اغېزې څېړي.
۵۱. افریکالوژي (Africology): هغه پوهه چې د نړۍ په کچه د افریقايي وګړو تاریخ او کلچر څېړي.
۵۲. اګاتالوژي (agathology): هغه پوهه یا تیوري چې ښه والی څېړي.
۵۳. اګنایالوژي (agnoiology): د هغو شیانو پوهې ته ویل کېږي چې د پوهېدو وړ نه وي.
۵۴. اګناټالوژي (agnotology): هغه پوهه چې له کلتور څخه را ټوکېدلی جهالت یا تردید مطالعه کوي؛ په تېره بیا د ناکره او غولوونکو ساینسي معلوماتو د تشهیر او خپرولو، څېړنه اګناټالوژي بلل کېږي.
۵۵. الکولوژي (alcohology): هغه پوهه چې پر ژوندیو موجوداتو، خلکو او یا ټولنیزو محیطونو د الکولو اغېزې تر څېړنې لاندې نیسي.
۵۶. امپیلالوژي (ampelology): هغه پوهه چې د انګورو کر او تولید تر څېړنې لاندې نیسي.
۵۷. اېنجلالوژي (angelology): هغه پوهه چې پرښتې (ملایکې) څېړي.
۵۸. ارټیالوژي (arteology): ارټیالوژي هغه فکري سیسټم دی چې پر هغو اخلاقي پدیدو راڅرخي چې پر فضیلتونو او ښېګڼو بنا وي.
۵۹. اریسټالوژي (aristology): هغه پوهه چې اشپزي او د خوړو خوړل څېړي او په خپل ځان کې د خوړو تیارول، ترکیبول او وړاندې کول رانغاړي او همدا رنګه هغه طرز او روش هم تر څېړنې لاندې نیسي چې له مخې يې باید دغه خوراکونه د یو وخت په ډوډۍ کې یو ځای او ترکیب کړای شي.
۶۰. ارمینالوژي (aremnology): هغه پوهه چې د ارمني سیمې د وګړو کلتور او فرهنګ څېړي.
۶۱. ارترالوژي (arthrology): د اناټومي هغه څانګه چې بندونه (مفصلونه) مطالعه کوي.
۶۲. اسټاکولوژي (astacology): هغه پوهه چې چنګاښ (خرچنګ) څېړي.
۶۳. اټکالوژي (autecology): هغه پوهه چې فردي ارګانیزمونه یا انواع تر څېړنې لاندې نیسي او د ایکولوژي له دوو لویو فرعي څانګو څخه یوه څانګه ده.
۶۴. اکانتالوژي (acanthology): هغه پوهه چې ستون فقرات لرونکي موجودات تر څېړنې لاندې نیسي.
۶۵. اکسنټالوژي (accentology): هغه پوهه چې په سیسټماټیک ډول لغوي یا عبارتي خج څېړي.
۶۶. اربنالوژي (urbanology): د ټولنپوهنې هغه څانګه چې په ښارونو او ښارګوټو کې د ژوند کولو پرابلمونه څېړي.
۶۷. الټرا مورفولوژي (ultramorphology): هغه پوهه چې د بیالوژیکو الټرا جوړښتونو (مایکروسکوپي جوړښتونو) مورفولوژي څېړي.
۶۸. اډیکټالوژي (addictology): هغه پوهه چې اعتیاد یا روږدتیا څېړي.
۶۹. اېرو بیالوژي (aerobiology): هغه پوهه چې د هوايي بیالوژیکو موادو او موجوداتو خورېدل څېړي، لکه د ګل ګرده، سپورونه، کوچني ارګانیزمونه او یا ویروسونه.
۷۰. اېرو ایکالوژي (aeroecology): هغه پوهه چې د هوايي ارګانیزمونو ایکالوژي څېړي.
۷۱. اګریکالوژي (agaricology): هغه پوهه چې مرخېړي تر څېړنې لاندې نیسي.
۷۲. اګروبیالوژي (agrobiology): هغه پوهه چې بوټیز (نباتي) ژوند او تغذیه مطالعه کوي.
۷۳. اګروایکالوژي (agroecology): هغه پوهه چې کرهنیزه ایکالوژي څېړي.
۷۴. اګراسټالوژي (agrostology): هغه پوهه چې واښه څېړي.
۷۵. الیتیالوژي (alethiology): د منطق هغه څانګه چې سم او ناسم (غلط او صحیح) څېړي.
۷۶. الرګالوژي (allergology): هغه پوهه چې د الرجیو لاملونه او درملنه تر څېړنې لاندې نیسي.
۷۷. انارکالوژي (anarchology): هغه پوهه چې انارشي څېړي.
۷۸. انتیکالوژي (anthecology): هغه پوهه چې د ګلانونو او القاح کوونکو ترمنځ اړیکې او ارتباطات څېړي.
۷۹. افازیالوژي (aphasiology): افازیالوژي هغه ژبني پرابلمونه څېړي چې له ذهني اختلال څخه را پورته شوي وي.
۸۰. اکواریالوژي (aquariology): اکواریالوژي هغه اوبیز حیوانات او نباتات څېړي چې په یوه سیمه او یوه مهال کې د یوې ډلې په توګه ژوند کوي.
۸۱. ارکنالوژي (arachnology): هغه پوهه چې ارکنیډا څېړي.
۸۲. ارکیالوژي (archeology): هغه پوهه چې د توږنې او یا د پاتې شونو د تجزیې په مرسته لرغوني اثار مطالعه او تر څېړنې لاندې نیسي.
۸۳. آرټیریالوژي (arteriology): د انجیالوژي هغه څانګه چې د وینې شریانونه څېړي.
۸۴. اسیریالوژي (Assyriology): هغه پوهه چې د لرغوني اشور ژبه او کلچر تر څېړنې لاندې نیسي.
۸۵. ایکرینالوژي (eccrinology): هغه پوهه چې ترشحات او د خولو غدې تر څېړنې لاندې نیسي.
۸۶. الکټرالوژي (electrology): د فزیک هغه څانګه چې برېښنا او د هغې ځانګړنې څېړي.
۸۷. اېرامیکالوژي (aeromycology): هغه پوهه چې په هوا کې د فنجي سپورونو خورېدل څېړي.
۸۸. امفیــبیالوژي (amphibiology): هغه پوهه چې غبرګژواکه حیوانات تر څېړنې لاندې نیسي.
۸۹. انتراکالوژي (anthrocology): هغه پوهه چې د لرګيو د اناټومۍ له مخې هغه سکاره څېړي چې تر سوځېدو وروسته پاتې شوي وي.
۹۰. انتراپولوژي (anthropology): هغه پوهه چې له علمي او ټولنیز اړخه انسانیت او انسان تر څېړنې لاندې نیسي او په اساسي ډول د ایتنوګرافۍ له میتود څخه ګټه اخلي.
۹۱. انټي تیولوژي (antitheology): هغه عقیدوي سیسټم ته ویل کېږي چې له تیولوژي (خدای پوهنې) سره په ټکر کې وي.
۹۲. اپونیورالوژي (aponeurology): هغه پوهه چې اپونیورسونه تر څېړنې لاندې نیسي. اپونیورسونه هغې غشا ته ویل کېږي چې د بدن عضلات له یو بل سره او یا د بدن له نورو برخو، لکه پوستکي یا هډوکي، سره نښلوي.
۹۳. اربو ویرولوژي (arbovirology): هغه پوهه چې اربو ویروسونه تر څېړنې لاندې نیسي. اربو ویروسونه هغه ویروسونه دي چې د ارتوپودا فایلم د حیواناتو له خوا انتقالېږي.
۹۴. ارکانټالوژي (archontology): هغه پوهه چې تاریخي دفترونه او هغه خلک څېړي چې دغه دفترونه يې په واک کې وو.
۹۵. اسټروبیالوژي (astrobiology): هغه پوهه چې، د ځمکې په ګډون، د کاینات په هره برخه کې ژوند مطالعه کوي.
۹۶. اسټرو جیولوژي (astrogeology): هغه پوهه چې د ستورو او د لمریز نظام د نورو اجسامو جوړښت او ترکیب تر څېړنې لاندې نیسي.
۹۷. اسټرو زولوژي (astrozoology): د زینالوژي هغه څانګه چې د ځمکې له فضا، محیط او اټوموسفیر څخه وتلي حیوانات (مثلاً د یوې بلې سیارې حیوانات) مطالعه کوي.
۹۸. اکسیډنټالوژي (accidentology): هغه پوهه چې پېښې (حادثات)، په تېره بیا د نقلیه وسایطو حادثات، تر څېړنې لاندې نیسي.
۹۹. اکروپتالوژي (acropathology): هغه پوهه چې د لویو غړو یا د بدن د بهرنیو برخو (لاسونه، پښې او …) ناروغۍ او رنځونه تر څېړنې لاندې نیسي.
۱۰۰. اکټینو بیالوژي (actinobiology): هغه پوهه چې پر ژوندیو موجوداتو د وړانګو اغېزې څېړي.
۱۰۱. اېرولیتالوژي (aerolithology): هغه پوهه چې شهاب ثاقب (اسماني کاڼي) څېړي.
۱۰۲. امریکنالوژي (Americanology): هغه پوهه چې امریکایي وګړي څېړي.
۱۰۳. انترو زولوژي (anthrozoology): هغه پوهه چې د انسانانو او ژوو اړیکې او خپلمنځي تعامل تر څېړنې لاندې نیسي.
۱۰۴. اسټروتیولوژي (astrotheology): هغه تیولوژي (خدای پوهنه) چې د سماوي (علوي) مخلوقاتو پر مشاهده او څېړنه بنا وي.
۱۰۵. اډیکشنالوژي (addictionology): هغه پوهه چې روږدتیا (اعتیاد) او د هغې درملنه څېړي.
۱۰۶. اېروپلينالوژي (aeroplynology): هغه پوهه چې په فضا کې سپورونه او (د ګلانو یا بوټو) ګردې څېړي.
۱۰۷. اګرومورفولوژي (agromorphology): هغه پوهه چې د زراعتي بوټو مورفولوژي څېړي.
۱۰۸. اګروټیکنالوژي (agrotechnology): هغه پوهه چې د کرهنې (زراعت) لپاره د عصري ټیکنالوژۍ کارونه تر څېړنې لاندې نیسي.
۱۰۹. امپلیټوډ یالوژي (amplitudeology): د کوانټم فزیک هغه برخه چې د کوانټمي ذراتو د خپرېدو امپلیټوډ څېړي.
۱۱۰. انیستیزیالوژي (anesthesiology): هغه پوهه چې د بې هوښۍ درمل تر څېړنې لاندې نیسي.
۱۱۲. ارکیوبیالوژي (archeobiology): هغه پوهه چې د ارکیالوژي (لرغونپوهنې) بیالوژيک اړخونه څېړي.
۱۱۳. ارکیوزولوژي (archeozoology): هغه پوهه چې د زمان په اوښتو د انسانانو او حیواناتو اړیکې څېړي.
۱۱۴. ارتروپوډالوژي (arthropodology): هغه پوهه چې ارتروپوډونه (د ارپودا فایلم ژوي) څېړي.
۱۱۵. اسټرولیتالوژي (astrolithology): هغه پوهه چې شهاب سماوي څېړي.
۱۱۶. اټوموسفیرالوژي (atmospherology): هغه پوهه چې د یوه ستوري (سیارې) اټوموسفیر څېړي.
۱۱۷. اګرومیټریالوژي (agrometeorology): د میټریالوژي هغه څانګه چې پر کرهنه د موسم او اقلیم اغېزې څېړي.
۱۱۸. انتروپوبیالوژي (anthropobiology): هغه پوهه چې له تکاملي او ارتقايي لیدلوري، د انسانانو، د انسان لرغوني انسان وزمه نیکونو او اړوند غیرانساني لومړنیو موجوداتو بیالوژيک او چلندي اړخونه تر څېړنې لاندې نیسي.
۱۱۹. انټيمیتوډولوژي (antimethodology): هغه پوهه چې له میټوډولوژي سره ټکر لري او یا شته میتوډولوژي سرچپه کوي او یا هم د هغې په خلاف اقدام کوي.
۱۲۰. اسټرسایزمولوژي (asterseismology): هغه پوهه چې د ستورو سایزمولوژي څېړي. وګورئ: سایزمولوژي.
۱۲۱. اسټروسایزمولوژي (astroseismology): هغه پوهه چې په ستورو کې د فشاري څپو ډېرېدل مطالعه کوي.
۱۲۲. اسټروټکنالوژي (astrotechnology): د ستورپوهنې اړوند ټکنالوژۍ د اسټروټکنالوژي په نوم یادېږي. د دې ټکنالوژۍ کارونه، تطبیق او زده کړه د اسټروټکنالوژي تر عنوان لاندې راځي.
۱۲۳. استوفزیالوژي (aesthophysiology): هغه پوهه چې د اعصابو د فعالیتونو په برخه کې حس تر څېړنې لاندې نیسي.
۱۲۴. اناټوموپتالوژي (anatomopathology): د پتالوژي اناټومیکه څېړنه د اناټوموپتالوژي په نوم یادېږي.