سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهد افغان ښځو په ننګه پر نړیوالو د ملګرو ملتونو د سرمنشي...

د افغان ښځو په ننګه پر نړیوالو د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې غږ

تاند:( چارشنبه، د عقرب ۱۷مه) د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې آمنه محمد یو ځل بیا له نړیوالو وغوښتل، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پایمالیدونکو حقونو ته پام وکړي او د دفاع لپاره یې لاس په کار شي.

اغلې محمد په اسلام کې د ښځو د مقام او واک په نامه نړیواله غونډه کې وویل، چې د نجونو پر زده‌کړو له پانګونې سره، د نجونو، کورنيو او ګاونډيانو د روښانه راتلونکي په تړاو ډاډ ترلاسه کېدلای شي.

نوموړې د خپلې وینا پر مهال وویل:«د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو لګول شويو سختو بندیزونو ته باید په جدي توګه پاملرنه وشي او وڅېړل شي؛ ځکه د نجونو پر زده‌کړو په پانګونې سره موږ د خپلو خویندو، کورنیو او ګاونډیانو د روښانه راتلونکي په تړاو ډاډ ترلاسه کولای شو.»

د سعودي عربستان په پلازمېنه جده کې د اسلامي همکاریو د سازمان له خوا په اسلام کې د ښځو د مقام او واک په اړه نړۍواله غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د اندونيزيا د بهرنیو چارو وزیره وایي، چې د اسيايي ښځو ډلې د شانګهاى د همکاريو له سازمان غوښتي چې په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو د بنديزونو له امله له افغانستان سره تعامل ودروي.

له دې سره، د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه خوندي دي او په ځینو برخو کې شته ستونزې هم حلیږي.

د طالبانو رژیم بیا- بیا پر افغان نجونو او ښخو د ظالمانه او بې موجبه قیوداتو له امله غندل شوي او پر ضد یې اعتراضونه شوي، خو دغه رژیم له خپلو افراطي کړنو دفاع کړې او اصلاحاتو ته یې غاړه نه ده اېښې.

د شنونکو په باور، یوه مهمه موضوع چې له دوه کلنې واکمنۍ وروسته یې هم د طالبانو رژیم بې اعتباره او بې حیثیته کړی، د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د دغه رژیم ظالمانه دریځونه دي، چې دا دریځونه یې د افغانانو ترڅنګ د اسلامي نړۍ علماوو په کلکه رد کړي او بې اساسه یې ګڼلي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب